Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۳۸. سورت ص

ص

Sad / ص · ۳۸ · ۸۸ آیتونه

دا پاڼه د سورت ص عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. ص ۚ وَالْقُرْآنِ ذِي الذِّكْرِ

    صاد، په هغه قُرآن قسم دی چي د نصيحت څخه ډك دی.

  2. بَلِ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي عِزَّةٍ وَشِقَاقٍ

    بلکي همدغه خلك چي د منلو څخه یې انكار کړيدى، په سخت تكبر او سرکښۍ کي اخته دي.

  3. كَمْ أَهْلَكْنَا مِن قَبْلِهِم مِّن قَرْنٍ فَنَادَوا وَّلَاتَ حِينَ مَنَاصٍ

    د دوى څخه مخكي موږ همدغسي څو نسلونه هلاک کړيدي (او كله چي د هغو بدبختي راغلې ده) نو هغوى چيغي وهلي دي، خو هغه د ژغورل کېدو وخت نه ؤ.

  4. وَعَجِبُوا أَن جَاءَهُم مُّنذِرٌ مِّنْهُمْ ۖ وَقَالَ الْكَافِرُونَ هَـٰذَا سَاحِرٌ كَذَّابٌ

    دوى پر دې خبره سخت تعجب وکړ چي پخپله د همدوى څخه يو ويروونكى ورته راغى. كافرانو وويل: "دى کوډګر دى، ډېر درواغجن دى،

  5. أَجَعَلَ الْآلِهَةَ إِلَـٰهًا وَاحِدًا ۖ إِنَّ هَـٰذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ

    ايا ده د ټولو خدايانو پر ځاى یوازي همدا يو خداى وګرځاوه؟ - دا خو ډېره د تعجب وړ خبره ده.

  6. وَانطَلَقَ الْمَلَأُ مِنْهُمْ أَنِ امْشُوا وَاصْبِرُوا عَلَىٰ آلِهَتِكُمْ ۖ إِنَّ هَـٰذَا لَشَيْءٌ يُرَادُ

    (او د قوم سرداران له دې وينا سره د مجلس څخه په وتلو یو او بل ته ویل) ځئ او د خپلو معبودانو پر عبادت ټينګ اوسئ! دا خبره خو د كوم بل غرض لپاره کیږي؛

  7. مَا سَمِعْنَا بِهَـٰذَا فِي الْمِلَّةِ الْآخِرَةِ إِنْ هَـٰذَا إِلَّا اخْتِلَاقٌ

    دا خبره (توحید، وحدانیت ) موږ د نژدې زمانې په ملت کښي د هيچا څخه نده اوريدلې. دا د ځانه جوړي شوي خبري څخه پرته نور هڅه نه ده.

  8. أَأُنزِلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ مِن بَيْنِنَا ۚ بَلْ هُمْ فِي شَكٍّ مِّن ذِكْرِي ۖ بَل لَّمَّا يَذُوقُوا عَذَابِ

    ايا زموږ په منځ کښي همدغه ايكى يو سړی پاته شوى ؤ چي پر ده باندي د الله ذكر (قُرآن) نازل کړای شو؟" - اصلي خبره دا ده چي دوى زما په ذكر (د قُرآن په وحيي) کښي شك كوي؛ او دا ټولي خبري د دې لپاره كوي چي زما د عذاب خوند یې نه دى څكلى.

  9. أَمْ عِندَهُمْ خَزَائِنُ رَحْمَةِ رَبِّكَ الْعَزِيزِ الْوَهَّابِ

    ايا ستا د بخښونکي او برلاسي پروردګار د رحمت زیرمي د دوى په ولكه کښي دي؟

  10. أَمْ لَهُم مُّلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا ۖ فَلْيَرْتَقُوا فِي الْأَسْبَابِ

    ايا دوى د اسمانونو او ځمکي او د هغو په منځ کښي شيانو څښتنان دي؟ - ښه نو، دوى دي د عالم اسباب څوكو ته وخيږي و دي ګوري!

  11. جُندٌ مَّا هُنَالِكَ مَهْزُومٌ مِّنَ الْأَحْزَابِ

    دا خو د ډلو څخه يوه داسي كوچنۍ غوندي ډله ده چي په همدې ځاى کښي ماته خوړونكې ده.

  12. كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَعَادٌ وَفِرْعَوْنُ ذُو الْأَوْتَادِ

    د دوى څخه مخكي د نوح(ع) قوم، عاديانو، د ميخونو (لوړو دنګو ماڼیو) څښتن فرعون،

  13. وَثَمُودُ وَقَوْمُ لُوطٍ وَأَصْحَابُ الْأَيْكَةِ ۚ أُولَـٰئِكَ الْأَحْزَابُ

    ثموديانو، د لوط (ع) قوم، د ځنګله خلكو (د شعيب قوم) د درواغو نسبتونه کړي دي، همدا كسان لویي لویي ډلي وې.

  14. إِن كُلٌّ إِلَّا كَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ عِقَابِ

    د هغو څخه هري يوې ډلي پېغمبران درواغجن وګڼل او زما د عذاب فېصله پرې تطبيق شوه.

  15. وَمَا يَنظُرُ هَـٰؤُلَاءِ إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً مَّا لَهَا مِن فَوَاقٍ

    دغه خلك (د مکې مشریکان) هم فقط د يوې زلزلې انتظار باسي، چي هغه به ځنډېدونكې نه وي.

  16. وَقَالُوا رَبَّنَا عَجِّل لَّنَا قِطَّنَا قَبْلَ يَوْمِ الْحِسَابِ

    او دوى وايي: "اې زموږ ربه! د حساب د ورځي څخه مخكي زموږ برخه په بېړه راکړه."

  17. اصْبِرْ عَلَىٰ مَا يَقُولُونَ وَاذْكُرْ عَبْدَنَا دَاوُودَ ذَا الْأَيْدِ ۖ إِنَّهُ أَوَّابٌ

    [اې پېغمبره (ص)!] په هغو خبرو باندي صبر وکړه چي دوى یې جوړوي، دوى ته زموږ د بنده داؤد (ع) کیسه بيان کړه، چي د سترو قواوو څښتن ؤ. بېشكه، هغه په هره معامله کښي الله ته رجوع كوونكى ؤ.

  18. إِنَّا سَخَّرْنَا الْجِبَالَ مَعَهُ يُسَبِّحْنَ بِالْعَشِيِّ وَالْإِشْرَاقِ

    موږ هغه ته غرونه ايل (تابع) کړي ول، چي سهار او ماښام یې له هغه سره پاكي بيا نوله.

  19. وَالطَّيْرَ مَحْشُورَةً ۖ كُلٌّ لَّهُ أَوَّابٌ

    او الوتونكي (به د هغه شا او خوا ته) راغونډېدل او ټول د هغه تسبيح كولو ته متوجه كېدل.

  20. وَشَدَدْنَا مُلْكَهُ وَآتَيْنَاهُ الْحِكْمَةَ وَفَصْلَ الْخِطَابِ

    موږ د هغه سلطنت ټینګ کړی ؤ، هغه ته مو حكمت ورکړی و او د فېصله كوونكو خبرو صلاحیت مو ورپه برخه کړی ؤ.

  21. ۞ وَهَلْ أَتَاكَ نَبَأُ الْخَصْمِ إِذْ تَسَوَّرُوا الْمِحْرَابَ

    او تا ته د هغو شخړه كوونكو څه خبر رسېدلى دى چي پر دېوال راختلي، د هغه حُجرې ته ننوتلي ول؟

  22. إِذْ دَخَلُوا عَلَىٰ دَاوُودَ فَفَزِعَ مِنْهُمْ ۖ قَالُوا لَا تَخَفْ ۖ خَصْمَانِ بَغَىٰ بَعْضُنَا عَلَىٰ بَعْضٍ فَاحْكُم بَيْنَنَا بِالْحَقِّ وَلَا تُشْطِطْ وَاهْدِنَا إِلَىٰ سَوَاءِ الصِّرَاطِ

    كله چي هغوى داود(ع) ته ورغلل، نو هغه یې په ليدلو ووېرېدی. هغوى وويل: "مه وېرېږه، موږ د دعوې دوه لوري يوو، چي يوه پر بل تېرى کړی دى. ته زموږ په منځ کښي له حق سره سمه فېصله وکړه، بې انصافي مه كوه او موږ ته سمه لاره راوښيه.

  23. إِنَّ هَـٰذَا أَخِي لَهُ تِسْعٌ وَتِسْعُونَ نَعْجَةً وَلِيَ نَعْجَةٌ وَاحِدَةٌ فَقَالَ أَكْفِلْنِيهَا وَعَزَّنِي فِي الْخِطَابِ

    دا زما ورور دى، له ده سره نهه نوي (۹۹) ميږي دي او زما سره یوازي يوه مېږه ده. ده ما ته وويل چي دغه يوه مېږه هم ما ته راوسپاره، او ده په خبرو اترو کي مغلوب کړم.

  24. قَالَ لَقَدْ ظَلَمَكَ بِسُؤَالِ نَعْجَتِكَ إِلَىٰ نِعَاجِهِ ۖ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ الْخُلَطَاءِ لَيَبْغِي بَعْضُهُمْ عَلَىٰ بَعْضٍ إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَقَلِيلٌ مَّا هُمْ ۗ وَظَنَّ دَاوُودُ أَنَّمَا فَتَنَّاهُ فَاسْتَغْفَرَ رَبَّهُ وَخَرَّ رَاكِعًا وَأَنَابَ ۩

    داؤد (ع) ځواب ورکړ: "دغه سړی له خپلو میږو سره ستا د ميږي د يو ځاى كولو په غوښتنه په رښتیا سره پر تا ظلم وکړ، او واقعيت دا دى چي زیاتره شریکان يو پر بل ظلمونه كوي. فقط هماغه كسان د دې څخه ژغورل شويدي چي ايمان لري او نېک عملونه كوي او دغسي خلك بيخي لږ دي." (د دغو خبرو په ترڅ کښي) داؤد (ع) پوه شو چي دا خو موږ په اصل کښي پر ده باندي ازمېښت کړی دى، نو هغه د خپل رب څخه بخښنه وغوښتله او په سجده پريوت او رجوع یې وکړه.

  25. فَغَفَرْنَا لَهُ ذَٰلِكَ ۖ وَإِنَّ لَهُ عِندَنَا لَزُلْفَىٰ وَحُسْنَ مَآبٍ

    هله نو موږ د هغه خطا وبښله او په يقيني ډول زموږ په وړاندي د هغه لپاره د نژديوالي مقام او غوره عاقبت دى.

  26. يَا دَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ فَاحْكُم بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوَىٰ فَيُضِلَّكَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ ۚ إِنَّ الَّذِينَ يَضِلُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا نَسُوا يَوْمَ الْحِسَابِ

    (موږ هغه ته وويل) "اې داؤده! موږ ته په ځمکه کښي خليفه ګرځولى یې، له دې كبله ته د خلكو په منځ کي په حقه حكم وکړه او د نفسي غوښتني پيروي مه كوه چي هغه به تا د الله له لاري څخه واړوي. كوم كسان چي د الله د لاري څخه بې لاري کیږي په يقيني ډول د هغو لپاره سخته سزا ده، ځکه چي د حساب ورځ یې هېره کړه ده."

  27. وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاءَ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا بَاطِلًا ۚ ذَٰلِكَ ظَنُّ الَّذِينَ كَفَرُوا ۚ فَوَيْلٌ لِّلَّذِينَ كَفَرُوا مِنَ النَّارِ

    موږ دغه اسمان او ځمکه او دغه دُنيا چي د هغو په منځ کښي ده، بابېزه نه دي پيدا کړي، دا خو د هغو خلكو ګومان دى چي كافران شوي دي او د دغسي كافرانو لپاره د دوږخ له اوره بربادي ده.

  28. أَمْ نَجْعَلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَالْمُفْسِدِينَ فِي الْأَرْضِ أَمْ نَجْعَلُ الْمُتَّقِينَ كَالْفُجَّارِ

    ايا موږ هغه خلك چي ايمان راوړي او نېک عملونه كوي او هغه كسان چي په ځمکه کښي فساد كوونكي دي يو شانته كوو؟ ايا موږ پرهيزګاران د بدکارانو په شان وګرځوو؟

  29. كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِّيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ

    دا يو ډېر بركتناك كتاب دى چي موږ تا ته (اې پېغمبره) نازل کړيدى، تر څو چي دوى د ده پر ايتونو غور وکړي او د پوهي او فكر خاوندان ترېنه درس واخلي.

  30. وَوَهَبْنَا لِدَاوُودَ سُلَيْمَانَ ۚ نِعْمَ الْعَبْدُ ۖ إِنَّهُ أَوَّابٌ

    او داؤد (ع) ته موږ سليمان (ع) (غوندي زوى) ورکړ، ډېر ښه بنده، د خپل رب خوا ته ډېر ډېر رجوع كوونكى.

  31. إِذْ عُرِضَ عَلَيْهِ بِالْعَشِيِّ الصَّافِنَاتُ الْجِيَادُ

    هغه وخت د يادوني وړ دى چي ماښام مهال د هغه مخي ته ګړندي او اصيل اسونه وړاندي کړای شول.

  32. فَقَالَ إِنِّي أَحْبَبْتُ حُبَّ الْخَيْرِ عَن ذِكْرِ رَبِّي حَتَّىٰ تَوَارَتْ بِالْحِجَابِ

    نو هغه وويل: "ما د دغه مال مينه د خپل رب د ياد (جهاد) له امله غوره کړی ده. تر دې پوري چي كله هغه اسونه له سترګو پناه شول.

  33. رُدُّوهَا عَلَيَّ ۖ فَطَفِقَ مَسْحًا بِالسُّوقِ وَالْأَعْنَاقِ

    نو (هغه امر وکړ چي) دا بېرته ماته راولئ، بيا یې د هغو پر پنډيو او غاړو باندي لاس راښكل شروع کړل. [يو شمېر مفسرينو له (توارت بالحجاب) څخه د لمر ډوبېدل، له( عن ذكر ربى) څخه لمونځ او له (مسحًا بالسوق والاعناق) څخه د اسونو ذبح كول، معنا اخيستې ده].

  34. وَلَقَدْ فَتَنَّا سُلَيْمَانَ وَأَلْقَيْنَا عَلَىٰ كُرْسِيِّهِ جَسَدًا ثُمَّ أَنَابَ

    او (ګوره چي) موږ سليمان (ع) هم په ازموينه کښي واچاوه، د هغه د كرسۍ د پاسه مو يوه جوسه (مړ جسد) وغورځوله. بيا هغه (الله ته) رجوع وکړه

  35. قَالَ رَبِّ اغْفِرْ لِي وَهَبْ لِي مُلْكًا لَّا يَنبَغِي لِأَحَدٍ مِّن بَعْدِي ۖ إِنَّكَ أَنتَ الْوَهَّابُ

    او ویې ويل: "اې پروردګاره! ما ته بښنه وکړه او ما ته هغه باچايي راکړه، چي زما څخه وروسته د هيچا لپاره وړ نه وي، بېشكه همدا ته اصلي بخښوونكى یې."

  36. فَسَخَّرْنَا لَهُ الرِّيحَ تَجْرِي بِأَمْرِهِ رُخَاءً حَيْثُ أَصَابَ

    هله نو موږ هغه ته باد ايل (تابع) کړ چي د هغه په امر به په نرمۍ سره لګيدی، چيري چي هغه غوښتل؛

  37. وَالشَّيَاطِينَ كُلَّ بَنَّاءٍ وَغَوَّاصٍ

    او شيطانان (پیریان) مو ايل (تابع) کړل، د هر ډول ودانيو جوړوونكي او غوټه وهونكي؛

  38. وَآخَرِينَ مُقَرَّنِينَ فِي الْأَصْفَادِ

    او نور چي په زنځيرونو تړل شوي ول.

  39. هَـٰذَا عَطَاؤُنَا فَامْنُنْ أَوْ أَمْسِكْ بِغَيْرِ حِسَابٍ

    (موږ هغه ته وويل) "دا زموږ درکړه ده، ته واكمن یې، چا ته چي دي خوښه شي ور یې کړه او چا ته چي وغواړې ور یې نه کړې څه حساب نشته."

  40. وَإِنَّ لَهُ عِندَنَا لَزُلْفَىٰ وَحُسْنَ مَآبٍ

    په يقيني ډول، د هغه لپاره زموږ په وړاندي د نږدې والي مقام اوغوره پاى دى.

  41. وَاذْكُرْ عَبْدَنَا أَيُّوبَ إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الشَّيْطَانُ بِنُصْبٍ وَعَذَابٍ

    او زموږ د بنده ايوب (ع) يادونه وکړه، كله چي هغه خپل رب ته غږ وکړ چي شيطان، زه په سخت تكليف او عذاب کښي اچولى يم.

  42. ارْكُضْ بِرِجْلِكَ ۖ هَـٰذَا مُغْتَسَلٌ بَارِدٌ وَشَرَابٌ

    (موږ هغه ته امر وکړ) خپله پښه پر ځمکه ووهه، دا يخي اوبه دي د لمبېدو لپاره او د څښلو لپاره.

  43. وَوَهَبْنَا لَهُ أَهْلَهُ وَمِثْلَهُم مَّعَهُمْ رَحْمَةً مِّنَّا وَذِكْرَىٰ لِأُولِي الْأَلْبَابِ

    موږ هغه ته د هغه اهل او عيال بېرته بيا ورکړ؛ او د هغو تر څنګ همغومره نور له خپل لوري د رحمت په ډول؛ او د پوهي او فكر د خاوندانو لپاره د درس په توګه.

  44. وَخُذْ بِيَدِكَ ضِغْثًا فَاضْرِب بِّهِ وَلَا تَحْنَثْ ۗ إِنَّا وَجَدْنَاهُ صَابِرًا ۚ نِّعْمَ الْعَبْدُ ۖ إِنَّهُ أَوَّابٌ

    (او موږ هغه ته وويل) "جارو را واخله او (خپله ښځه) په ووهه، او خپل قسم مه ماتوه." په باوري توګه، موږ هغه د زغم خاوند، ډېر ښه بنده او د خپل رب خوا ته ډېر رجوع كوونكى وموندی.

  45. وَاذْكُرْ عِبَادَنَا إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ أُولِي الْأَيْدِي وَالْأَبْصَارِ

    او زموږ د بندګانو ابراهيم (ع)، اسحاق (ع) او يعقوب (ع) يادونه وکړه. د ډېر عملي قوت درلودونكي او د بصرت خاوندان ول.

  46. إِنَّا أَخْلَصْنَاهُم بِخَالِصَةٍ ذِكْرَى الدَّارِ

    موږ هغوي د يو خالص صفت پر اساس غوره کړي ول، او هغه د اخرت ياد و.

  47. وَإِنَّهُمْ عِندَنَا لَمِنَ الْمُصْطَفَيْنَ الْأَخْيَارِ

    په يقيني توګه، زموږ په وړاندي هغوى په غوره شويو نېکو كسانو کښي شمار دي.

  48. وَاذْكُرْ إِسْمَاعِيلَ وَالْيَسَعَ وَذَا الْكِفْلِ ۖ وَكُلٌّ مِّنَ الْأَخْيَارِ

    او د اسماعيل (ع)، اليسع (ع) او ذوالكفل (ع) يادونه وکړه، دا ټول د غوره كسانو څخه ول.

  49. هَـٰذَا ذِكْرٌ ۚ وَإِنَّ لِلْمُتَّقِينَ لَحُسْنَ مَآبٍ

    دا يوه يادونه وه. (اوس واورئ چي) د پرهېزګارانو لپاره په يقيني ډول ډېر ښه استوګنځی دى،

  50. جَنَّاتِ عَدْنٍ مُّفَتَّحَةً لَّهُمُ الْأَبْوَابُ

    تل تر تله جنتونه چي دروازې به یې د هغو لپاره پرانستي وي.

  51. مُتَّكِئِينَ فِيهَا يَدْعُونَ فِيهَا بِفَاكِهَةٍ كَثِيرَةٍ وَشَرَابٍ

    هغوى به په کښي تكيه وهونكي ناست وي، د ښو ښو مېوو او څښلو وړ شيانو غوښتونكي به وي.

  52. ۞ وَعِندَهُمْ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ أَتْرَابٌ

    او له هغو سره به حيا لرونکي همزولي ميرمني وي.

  53. هَـٰذَا مَا تُوعَدُونَ لِيَوْمِ الْحِسَابِ

    دا هغه شيان دي چي ستاسي سره د حساب په ورځ د دركولو وعده کیږي.

  54. إِنَّ هَـٰذَا لَرِزْقُنَا مَا لَهُ مِن نَّفَادٍ

    دا زموږ روزي ده چي هيڅكله پاى ته رسېدونكې نه ده.

  55. هَـٰذَا ۚ وَإِنَّ لِلطَّاغِينَ لَشَرَّ مَآبٍ

    دا خو د پرهيزګارانو عاقبت دی. او د سرغړوونكو لپاره ډېر ناكاره استوګنځى دى؛

  56. جَهَنَّمَ يَصْلَوْنَهَا فَبِئْسَ الْمِهَادُ

    دوږخ چي په هغه کښي به هغوى ننوځي، ډېر بد ټاټوبى دی.

  57. هَـٰذَا فَلْيَذُوقُوهُ حَمِيمٌ وَغَسَّاقٌ

    دا (عذاب) د هغو لپاره دی، نو هغوى دي د خوټېدلو اوبو، وينو او زوو خوند وڅكي

  58. وَآخَرُ مِن شَكْلِهِ أَزْوَاجٌ

    او د همدې ډول نورو عذابونو.

  59. هَـٰذَا فَوْجٌ مُّقْتَحِمٌ مَّعَكُمْ ۖ لَا مَرْحَبًا بِهِمْ ۚ إِنَّهُمْ صَالُو النَّارِ

    (هغوى به د دوږخ خوا ته د خپلو پيروانو د راتګ په ليدو سره پخپلو منځو کښي سره ووايي) "دا يو لښكر ستاسي څنګ ته په سختۍ ننوتونكى را روان دى، دوى ته هيڅ كوم هركلى نشته، دوى په اور کښي ننوتونكي دي."

  60. قَالُوا بَلْ أَنتُمْ لَا مَرْحَبًا بِكُمْ ۖ أَنتُمْ قَدَّمْتُمُوهُ لَنَا ۖ فَبِئْسَ الْقَرَارُ

    هغوى (پیروان) به ورته ځواب ورکړي: "نه، بلکي همدا تاسي وسوځئ، هيڅ كوم ښه راغلاست ستاسي لپاره نشته. همدا تاسي دغه برخليك زموږ مخي ته راوستى دى، دغه استوګنځى څومره بد دی."

  61. قَالُوا رَبَّنَا مَن قَدَّمَ لَنَا هَـٰذَا فَزِدْهُ عَذَابًا ضِعْفًا فِي النَّارِ

    (پیروان به ووايي)"اې زموږ ربه! چا چي دغه برخليك ته زموږ د رسولو لاري چاري جوړي کړې، هغه ته د دوږخ دوه برابره زيات عذاب ورکړه."

  62. وَقَالُوا مَا لَنَا لَا نَرَىٰ رِجَالًا كُنَّا نَعُدُّهُم مِّنَ الْأَشْرَارِ

    او هغوى به پخپلو كي سره ووايي: "څه دي چي موږ هغه كسان چيري نه وينو، چي موږ هغوى په دنيا کښي اشرار (بد) ګڼل؟

  63. أَتَّخَذْنَاهُمْ سِخْرِيًّا أَمْ زَاغَتْ عَنْهُمُ الْأَبْصَارُ

    موږ (په ناحقه) هغوى مسخره کړي ول، او كه هغوى چيري له نظره پناه دي؟"

  64. إِنَّ ذَٰلِكَ لَحَقٌّ تَخَاصُمُ أَهْلِ النَّارِ

    بېشكه دا خبره رښتيا ده، په دوږخيانو کښي همداسي شخړي کېدونكي دي.

  65. قُلْ إِنَّمَا أَنَا مُنذِرٌ ۖ وَمَا مِنْ إِلَـٰهٍ إِلَّا اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ

    [اې پېغمبره (ص)!] دوی ته ووايه: "زه خو یوازي خبرداروونكى يم، بېله یو الله څخه هيڅ حقيقي معبود نشته، هغه پر ټولو غالب دی.

  66. رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ

    د اسمانونو او ځمکي او د ټولو هغو شيانو څښتن دی چي د هغو په منځ کښي دي، برلاسى او خورا بښونكى دی."

  67. قُلْ هُوَ نَبَأٌ عَظِيمٌ

    دوى ته ووايه: "دا يو لوى خبر دى؛

  68. أَنتُمْ عَنْهُ مُعْرِضُونَ

    چي د هغه په اورېدلو تاسي مخ اړوئ.

  69. مَا كَانَ لِيَ مِنْ عِلْمٍ بِالْمَلَإِ الْأَعْلَىٰ إِذْ يَخْتَصِمُونَ

    ( دوى ته ووايه) زه د هغه وخت څخه هيڅ خبر نه وم چي په پاسنۍ نړۍ کښي (پرښتو سره) شخړه كوله.

  70. إِن يُوحَىٰ إِلَيَّ إِلَّا أَنَّمَا أَنَا نَذِيرٌ مُّبِينٌ

    ما ته خو د وحيي په وسيله دغه خبري یوازي ددې لپاره ښودل کیږي، چي زه روښانه څرګند خبرداروونكى يم."

  71. إِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلَائِكَةِ إِنِّي خَالِقٌ بَشَرًا مِّن طِينٍ

    كله چي ستا رب پرښتو ته وويل: "زه د خټي څخه د بشر پيداكوونكى يم؛

  72. فَإِذَا سَوَّيْتُهُ وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي فَقَعُوا لَهُ سَاجِدِينَ

    بيا كله چي زه هغه په بشپړه توګه جوړ کړم او په هغه کښي خپل روح پو کړم، نو تاسي د هغه په وړاندي په سجده پريوځئ.

  73. فَسَجَدَ الْمَلَائِكَةُ كُلُّهُمْ أَجْمَعُونَ

    له دغه حكم سره سم پرښتې ټولي په سجده پرېوتلې؛

  74. إِلَّا إِبْلِيسَ اسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ

    خو ابليس خپلي لويۍ ته غاوره شو او هغه له كافرانو څخه شو.

  75. قَالَ يَا إِبْلِيسُ مَا مَنَعَكَ أَن تَسْجُدَ لِمَا خَلَقْتُ بِيَدَيَّ ۖ أَسْتَكْبَرْتَ أَمْ كُنتَ مِنَ الْعَالِينَ

    (الله ج) وفرمايل: "اې ابليسه! ته څه شي هغه چا ته له سجدې كولو څخه منع کړې چي ما پخپلو دواړو لاسونو (علم او قدرت) سره جوړ کړی دى؟ - ايا ته تكبُر كوې كه د لوړي درجې د خاوندانو څخه یې؟"

  76. قَالَ أَنَا خَيْرٌ مِّنْهُ ۖ خَلَقْتَنِي مِن نَّارٍ وَخَلَقْتَهُ مِن طِينٍ

    شیطان ځواب ورکړ: "زه د هغه څخه غوره يم، تا زه د اوره پيداکړی يم او هغه دي د خټي څخه پيدا کړی دى."

  77. قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ

    (الله ج) وفرمايل: "ښه نو، له دې ځايه ووځه، ته رټل شوى یې؛

  78. وَإِنَّ عَلَيْكَ لَعْنَتِي إِلَىٰ يَوْمِ الدِّينِ

    او پر تا باندي د جزا تر ورځي پوري زما لعنت دی."

  79. قَالَ رَبِّ فَأَنظِرْنِي إِلَىٰ يَوْمِ يُبْعَثُونَ

    ابلیس وويل: "اې زما ربه! چي دا خبره ده، نو بيا ما ته تر هغه وخت پوري مهلت راکړه، چي دوی دوهم ځل را ژوندي كړل شي."

  80. قَالَ فَإِنَّكَ مِنَ الْمُنظَرِينَ

    (الله ج) وفرمايل: "ښه دی، تا ته تر هغې ورځي پوري مهلت دى؛

  81. إِلَىٰ يَوْمِ الْوَقْتِ الْمَعْلُومِ

    چي د هغې نېټه ما ته معلومه ده."

  82. قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ

    ابلیس وويل: "ستا پر عزت قسم دی، زه به دوى ټول ګمراه کړم؛

  83. إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ

    پرته ستا له هغو بندګانو څخه چي تا د دوى له جملي څخه غوره کړيدي."

  84. قَالَ فَالْحَقُّ وَالْحَقَّ أَقُولُ

    (الله ج) وفرمايل: "نو حق دا دى او زه همدا حق وايم؛

  85. لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنكَ وَمِمَّن تَبِعَكَ مِنْهُمْ أَجْمَعِينَ

    چي زه به دوږخ ستا او هغو ټولو كسانو څخه ډك کړم چي له دغو انسانانو څخه ستا پيروي وکړي."

  86. قُلْ مَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُتَكَلِّفِينَ

    [اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: "زه پر دغه تبليغ باندي ستاسي څخه څه اُجوره نه غواړم او نه زه د ساختګي چارو جوړوونكو خلكو له جملې څخه يم.

  87. إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعَالَمِينَ

    دا (قُرآن) خو د ټولو نړيوالو لپاره يو نصيحت دى.

  88. وَلَتَعْلَمُنَّ نَبَأَهُ بَعْدَ حِينٍ

    او لږ وخت به تېرشي چي تاسي ته د ده (قُرآن) حال پخپله معلوم شي."

Holy Quran-Pashto