-
طه
طا، ها.
-
مَا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْآنَ لِتَشْقَىٰ
موږ دا قُرآن پر تا باندي ددې لپاره ندى نازل کړی چي ته په کړاو اخته شې.
-
إِلَّا تَذْكِرَةً لِّمَن يَخْشَىٰ
دا خو د هر هغه چا لپاره يوه يادونه ده چي ووېریږي.
-
تَنزِيلًا مِّمَّنْ خَلَقَ الْأَرْضَ وَالسَّمَاوَاتِ الْعُلَى
د هغه ذات له لوري نازل کړای شويدى چي ځمكه او هسك اسمانونه یې پيدا کړيدي.
-
الرَّحْمَـٰنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَىٰ
هغه ډېر مهربان، د کائینانو د پاچاهي پر تخت حکم چلونکی دی (الرحمان پر عرش استواء وکړې ده).
-
لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَمَا تَحْتَ الثَّرَىٰ
د هغو ټولو شيانو څښتن دى چي په اسمانونو او ځمكه، او د اسمانونو او ځمکي تر منځ او چي تر خاورو لاندي دي.
-
وَإِن تَجْهَرْ بِالْقَوْلِ فَإِنَّهُ يَعْلَمُ السِّرَّ وَأَخْفَى
كه ته خپله خبره په لوړ غږ وکړې، هغه خو په پټه ويل شوې خبره بلکي په بيخي زياته پټه خبره باندي هم پوهیږي.
-
اللَّهُ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ لَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ
هغه الله دى، له هغه پرته بل هیڅ خداى نشته، د هغه لپاره ډېر غوره نومونه دي.
-
وَهَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ مُوسَىٰ
او ايا تا ته د موسى(ع) څه خبر هم رسېدلى دى؟
-
إِذْ رَأَىٰ نَارًا فَقَالَ لِأَهْلِهِ امْكُثُوا إِنِّي آنَسْتُ نَارًا لَّعَلِّي آتِيكُم مِّنْهَا بِقَبَسٍ أَوْ أَجِدُ عَلَى النَّارِ هُدًى
كله چي هغه يو اور وليدی او خپلي كورنۍ ته یې وويل: "لږ تم شئ، ما يو اور ليدلى دى. ښايي چي تاسي ته يوه سکروټه راوړم، يا پدې اور باندي زه كوم لارښوونکی ومومم."
-
فَلَمَّا أَتَاهَا نُودِيَ يَا مُوسَىٰ
هلته چي ورسېدی، غږ وشو: "اې موسى(ع)!
-
إِنِّي أَنَا رَبُّكَ فَاخْلَعْ نَعْلَيْكَ ۖ إِنَّكَ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًى
زه ستا رب يم، پڼې (څپلۍ) دي وباسه، ته د طوا په سپېڅلي ناؤ کښي یې؛
-
وَأَنَا اخْتَرْتُكَ فَاسْتَمِعْ لِمَا يُوحَىٰ
او ما ته غوره کړی یې، واوره څه چي درته وحيي کیږي!.
-
إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي
همدا زه الله يم، زما څخه پرته بل خداى نشته، نو ته زما بندګي وکړه او زما د ياد لپاره لمونځ قايم کړه.
-
إِنَّ السَّاعَةَ آتِيَةٌ أَكَادُ أُخْفِيهَا لِتُجْزَىٰ كُلُّ نَفْسٍ بِمَا تَسْعَىٰ
د قيامت ساعت هرو مرو راتلونكى دى، زه د هغه وخت پټ ساتل غواړم، چي هر څوك د خپلو هلو ځلو سره سمه بدله ومومي.
-
فَلَا يَصُدَّنَّكَ عَنْهَا مَن لَّا يُؤْمِنُ بِهَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ فَتَرْدَىٰ
نو يو داسي څوك چي پر هغه (قیامت) ايمان نه راوړي او د خپلو نفسي غوښتنو بنده ګرځېدلى دى، تا دي د هغه ساعت له فكر څخه منع نه کړي، كه نه نو، ته به په هلاکت کښي وغورځيږې.
-
وَمَا تِلْكَ بِيَمِينِكَ يَا مُوسَىٰ
او اې موسى(ع)! د استا په ښي لاس کښي څه دي؟"
-
قَالَ هِيَ عَصَايَ أَتَوَكَّأُ عَلَيْهَا وَأَهُشُّ بِهَا عَلَىٰ غَنَمِي وَلِيَ فِيهَا مَآرِبُ أُخْرَىٰ
موسى ځواب ورکړ: "دا زما همسا (لکړه) ده، پدې باندي په تكيه كولو ګرځم، پدې سره د خپلو پسونو لپاره پاڼي څنډم او هم نور ډېر كارونه ترې اخلم."
-
قَالَ أَلْقِهَا يَا مُوسَىٰ
(الله ج) وفرمايل: "دا وغورځوه، اې موسى(ع)!"
-
فَأَلْقَاهَا فَإِذَا هِيَ حَيَّةٌ تَسْعَىٰ
هغه وغورځوله؛ او په ناڅاپي ډول هغه يو مار شو چي ځغستل یې.
-
قَالَ خُذْهَا وَلَا تَخَفْ ۖ سَنُعِيدُهَا سِيرَتَهَا الْأُولَىٰ
(الله ج) وفرمايل: "هغه ونيسه او وېريږه مه، موږ به دا بېرته همغسي کړو لكه څنګه چي وه.
-
وَاضْمُمْ يَدَكَ إِلَىٰ جَنَاحِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاءَ مِنْ غَيْرِ سُوءٍ آيَةً أُخْرَىٰ
او خپل لاس خپل تخرګ ته ور وړه، بې له كوم تكليف څخه به ځلانده راووځي. دا بله نښانه ده.
-
لِنُرِيَكَ مِنْ آيَاتِنَا الْكُبْرَى
ددې لپاره چي موږ تا ته د خپلو سترو نښانو څخه در وښيو.
-
اذْهَبْ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَىٰ
اوس ته فرعون ته ورشه هغه سركښه شويدى."
-
قَالَ رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي
موسى (ع) عرض وکړ: "پروردګاره، زما سينه راته پرانيزه.
-
وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي
او زما كار ما ته اسانه کړه؛
-
وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِّن لِّسَانِي
او زما د ژبې غوټه وسپړه؛
-
يَفْقَهُوا قَوْلِي
تر څو چي خلك زما په خبره وپوهېدلای شي؛
-
وَاجْعَل لِّي وَزِيرًا مِّنْ أَهْلِي
او زما لپاره زما د خپلي كورنۍ څخه يو مرستيال وټاکه؛
-
هَارُونَ أَخِي
هارون چي زما ورور دى؛
-
اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي
د هغه په وسيله زما مټ پياوړى کړه؛
-
وَأَشْرِكْهُ فِي أَمْرِي
او هغه زما په كار کښي برخه وال کړه،؛
-
كَيْ نُسَبِّحَكَ كَثِيرًا
تر څو چي موږ ښه ستا پاكى بيان کړو؛
-
وَنَذْكُرَكَ كَثِيرًا
او ښه ستا يادونه، ستاينه خپره کړو.
-
إِنَّكَ كُنتَ بِنَا بَصِيرًا
ته تل زموږ د حال څارونكى یې."
-
قَالَ قَدْ أُوتِيتَ سُؤْلَكَ يَا مُوسَىٰ
(الله ج ) و فرمايل: "اې موسى، څه چي دي وغوښتل، درکړای شول؛
-
وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلَيْكَ مَرَّةً أُخْرَىٰ
موږ يو ځل بل هم پر تا احسان کړيدى.
-
إِذْ أَوْحَيْنَا إِلَىٰ أُمِّكَ مَا يُوحَىٰ
هغه وخت در ياد کړه چي موږ ستا مور ته اشاره وکړه، داسي اشاره چي د وحیې په وسيله کېدای شي؛
-
أَنِ اقْذِفِيهِ فِي التَّابُوتِ فَاقْذِفِيهِ فِي الْيَمِّ فَلْيُلْقِهِ الْيَمُّ بِالسَّاحِلِ يَأْخُذْهُ عَدُوٌّ لِّي وَعَدُوٌّ لَّهُ ۚ وَأَلْقَيْتُ عَلَيْكَ مَحَبَّةً مِّنِّي وَلِتُصْنَعَ عَلَىٰ عَيْنِي
چي دغه ماشوم په صندوق کښي واچوه او صندوق په سيند کښي لاهو کړه، سيند به هغه غاړي ته وباسي او هغه به زما دښمن او ددغه ماشوم دښمن راواخلي. ما له خپل لوري څخه پر تا مينه خوره کړه او داسي انتظام مي وکړ، چي ته زما په څارنه کښي وپالل شې.
-
إِذْ تَمْشِي أُخْتُكَ فَتَقُولُ هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَىٰ مَن يَكْفُلُهُ ۖ فَرَجَعْنَاكَ إِلَىٰ أُمِّكَ كَيْ تَقَرَّ عَيْنُهَا وَلَا تَحْزَنَ ۚ وَقَتَلْتَ نَفْسًا فَنَجَّيْنَاكَ مِنَ الْغَمِّ وَفَتَنَّاكَ فُتُونًا ۚ فَلَبِثْتَ سِنِينَ فِي أَهْلِ مَدْيَنَ ثُمَّ جِئْتَ عَلَىٰ قَدَرٍ يَا مُوسَىٰ
هغه وخت در ياد کړه چي ستا خور (ستا په پلټنه) روانه وه، (هغې ته ولیدې چي د هیچا تی نه روې) بيا یې په تلو کي ويل: "زه تاسي ته د هغه چا پته درکړم چي دغه ماشوم په ښه شان وروزي؟"- پدې ډول موږ ته بېرته د خپلي مور غېږي ته ورسولې، تر څو چي د هغې سترګي (ستا په ليدو) يخي شي او اندېښمنه ونه اوسي. (او دا هم در ياد کړه چي) تا يو څوك وژلى ؤ، موږ ته له دغه کړاو څخه ويستلې. او ته مو له راز راز ازموينو څخه تېر کړې. او ته د مدين په خلكو کښي ډېر كلونه و اوسېدلې، نو اوس په خپل وخت کښي ستا راتګ دى. اې موسى(ع).
-
وَاصْطَنَعْتُكَ لِنَفْسِي
ما ته د خپل كار لپاره برابر کړی یې
-
اذْهَبْ أَنتَ وَأَخُوكَ بِآيَاتِي وَلَا تَنِيَا فِي ذِكْرِي
ته او ستا ورور زما له نښانو سره ولاړ شئ! او زما په ياد کښي لنډون (سُستي) مه كوئ.
-
اذْهَبَا إِلَىٰ فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَىٰ
تاسي دواړه فرعون ته ورشئ چي هغه سركښه شويدى.
-
فَقُولَا لَهُ قَوْلًا لَّيِّنًا لَّعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَىٰ
له هغه سره په نرمۍ خبري وکړئ، ښایي چي هغه نصحيت ومني يا ووېريږي."
-
قَالَا رَبَّنَا إِنَّنَا نَخَافُ أَن يَفْرُطَ عَلَيْنَا أَوْ أَن يَطْغَىٰ
دواړو عرض وکړ: "پروردګاره! موږ وېریږو چي هغه به پر موږ زياتى وکړي يا به لا زياته سرکښي وکړي."
-
قَالَ لَا تَخَافَا ۖ إِنَّنِي مَعَكُمَا أَسْمَعُ وَأَرَىٰ
ویې فرمايل: "مه وېرېږئ، زه ستاسي سره يم، هر څه اورم او وينم.
-
فَأْتِيَاهُ فَقُولَا إِنَّا رَسُولَا رَبِّكَ فَأَرْسِلْ مَعَنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ وَلَا تُعَذِّبْهُمْ ۖ قَدْ جِئْنَاكَ بِآيَةٍ مِّن رَّبِّكَ ۖ وَالسَّلَامُ عَلَىٰ مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَىٰ
هغه ته ورشئ او ورته وواياست چي موږ ستا د رب استازي يوو، بني اسرائيل زموږ سره تلو ته پرېږده او هغوی مه ربړوه. موږ تا ته ستا د رب له نښانې سره راغلي يوو او د هغه چا لپاره سلامتیا ده چي د سمي لاري پيروي غوره کړي.
-
إِنَّا قَدْ أُوحِيَ إِلَيْنَا أَنَّ الْعَذَابَ عَلَىٰ مَن كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰ
موږ ته په وحيي سره ښودل شوېده چي د هغه چا لپاره عذاب دى چي د درواغو نسبت وکړي او مخ واړوي."
-
قَالَ فَمَن رَّبُّكُمَا يَا مُوسَىٰ
فرعون وويل: "ښه نو، بيا ستاسي دواړو رب څوك دى، اې موسى؟!"
-
قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَىٰ كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَىٰ
موسى (ع) ځواب ورکړ: "زموږ رب هغه ذات دى چي هر شي ته یې د هغه خپل جوړښت ورکړ، بيا یې ورته لار وښودله."
-
قَالَ فَمَا بَالُ الْقُرُونِ الْأُولَىٰ
فرعون وويل: "او پخوا چي كوم نسلونه تېرشويدي، نو د هغو څه حالت ؤ؟"
-
قَالَ عِلْمُهَا عِندَ رَبِّي فِي كِتَابٍ ۖ لَّا يَضِلُّ رَبِّي وَلَا يَنسَى
موسى (ع) وويل: "د هغو علم زما له رب سره په يوه ليكنه کښي ساتل شوی دى. زما رب نه غلطي كوي، نه كوم شى هېروي."
-
الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ مَهْدًا وَسَلَكَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلًا وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِّن نَّبَاتٍ شَتَّىٰ
همغه ذات چي ستاسي لپاره یې د ځمکي فرش وغوړوه، او په هغې کښي یې ستاسي د تګ لاري جوړي کړې او له اسمانه یې اوبه و اورولې، بيا مو د هغو په وسيله راز راز حاصلات را وټوكول؛
-
كُلُوا وَارْعَوْا أَنْعَامَكُمْ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّأُولِي النُّهَىٰ
وخورئ او خپل څاروي هم وڅروئ. بېشكه په دې کښي د هوښيارانو لپاره ډيري نښانې دي.
-
۞ مِنْهَا خَلَقْنَاكُمْ وَفِيهَا نُعِيدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً أُخْرَىٰ
له همدې ځمکي څخه موږ پيدا کړي ياست، همدې ته به مو بيرته ور ولو او د همدې څخه به مو دوهم ځل راوباسو.
-
وَلَقَدْ أَرَيْنَاهُ آيَاتِنَا كُلَّهَا فَكَذَّبَ وَأَبَىٰ
موږ فرعون ته خپلي ټولي نښانې وښودلې، خو هغه درواغ وګڼلې او ویې نه منلې.
-
قَالَ أَجِئْتَنَا لِتُخْرِجَنَا مِنْ أَرْضِنَا بِسِحْرِكَ يَا مُوسَىٰ
(فرعون) ويل: "اې موسى، ايا ته موږ ته ددې لپاره راغلى یې چي د خپلو كوډو په زور سره موږ، زموږ له هيواد څخه وباسې؟
-
فَلَنَأْتِيَنَّكَ بِسِحْرٍ مِّثْلِهِ فَاجْعَلْ بَيْنَنَا وَبَيْنَكَ مَوْعِدًا لَّا نُخْلِفُهُ نَحْنُ وَلَا أَنتَ مَكَانًا سُوًى
ښه نو، موږ به هم ستا په مقابل کي همدغسي کوډي راوړو. وټاکه! مقابله كول كله او چيري دي؟ نه به موږ له دغي فېصلې څخه اوړو او نه به ته اوړې! په سپين ميدان کي را وړاندي شه!"
-
قَالَ مَوْعِدُكُمْ يَوْمُ الزِّينَةِ وَأَن يُحْشَرَ النَّاسُ ضُحًى
موسى (ع) وويل: "د جشن ورځ وټاكله شوه، او خلك دي د لمر له را پورته كېدو سره غونډ وي."
-
فَتَوَلَّىٰ فِرْعَوْنُ فَجَمَعَ كَيْدَهُ ثُمَّ أَتَىٰ
فرعون وګرځېده، خپلي ټولي دسيسې یې راټولي کړې او مقابلې ته راغى.
-
قَالَ لَهُم مُّوسَىٰ وَيْلَكُمْ لَا تَفْتَرُوا عَلَى اللَّهِ كَذِبًا فَيُسْحِتَكُم بِعَذَابٍ ۖ وَقَدْ خَابَ مَنِ افْتَرَىٰ
موسى (ع) (په هم هغه وخت کښي مقابل لوري ته په خطاب کي) وويل: "اې اجل نيولو، پر الله باندي د درواغو تورونه مه تړئ، كه نه نو يو سخت عذاب به تاسي تباه کړي. درواغ چي هر چا وتړل، هغه نامراده شو."
-
فَتَنَازَعُوا أَمْرَهُم بَيْنَهُمْ وَأَسَرُّوا النَّجْوَىٰ
ددې په اورېدو، د هغو په منځ کښي نظري شخړه راغله او هغوى په خپلو کښي په پټو پټو مشورو لاس پوري کړ.
-
قَالُوا إِنْ هَـٰذَانِ لَسَاحِرَانِ يُرِيدَانِ أَن يُخْرِجَاكُم مِّنْ أَرْضِكُم بِسِحْرِهِمَا وَيَذْهَبَا بِطَرِيقَتِكُمُ الْمُثْلَىٰ
په پاى کښي ځينو خلكو وويل: "دا دواړه (موسی اوهارون) خو یوازي کوډګران دي. د دوى هدف دا دى چي د خپلو كوډو په زور سره ستاسي لاس ستاسي د هيواد څخه وباسي او ستاسي د ژوند مثالي کړنلاري ته خاتمه ورکړي."
-
فَأَجْمِعُوا كَيْدَكُمْ ثُمَّ ائْتُوا صَفًّا ۚ وَقَدْ أَفْلَحَ الْيَوْمَ مَنِ اسْتَعْلَىٰ
نن خپلي ټولي دسيسې را يو ځاى کړئ او په ميدان کښي يوه ليكه شئ، نو دا وګڼئ چي هر څوك برلاسى شو، همغه ژوند وګاټه.
-
قَالُوا يَا مُوسَىٰ إِمَّا أَن تُلْقِيَ وَإِمَّا أَن نَّكُونَ أَوَّلَ مَنْ أَلْقَىٰ
کوډګرو وويل: "اې موسى! ته یې غورځوې او كه مخکي یې موږ وغورځوو؟"
-
قَالَ بَلْ أَلْقُوا ۖ فَإِذَا حِبَالُهُمْ وَعِصِيُّهُمْ يُخَيَّلُ إِلَيْهِ مِن سِحْرِهِمْ أَنَّهَا تَسْعَىٰ
موسى(ع) وويل: "نه، تاسي یې وغورځوئ!" - په ناڅاپي ډول د هغو رسیاني او لکړي د كوډو په زور سره موسى (ع) ته ورځغستونكي وبرېښېدلې؛
-
فَأَوْجَسَ فِي نَفْسِهِ خِيفَةً مُّوسَىٰ
او موسى (ع) په خپل زړه کښي ووېرېدی.
-
قُلْنَا لَا تَخَفْ إِنَّكَ أَنتَ الْأَعْلَىٰ
موږ وويل: مه وېرېږه، همدا ته به برلاسى شې؛
-
وَأَلْقِ مَا فِي يَمِينِكَ تَلْقَفْ مَا صَنَعُوا ۖ إِنَّمَا صَنَعُوا كَيْدُ سَاحِرٍ ۖ وَلَا يُفْلِحُ السَّاحِرُ حَيْثُ أَتَىٰ
ستا په لاس کي چي څه دي ویې غورځوه، اوس د دوى ټول مصنوعي شيان تيروي. دوى چي څه جوړ کړي راوړي دي، دا خو د کوډګر ټګي ده، او کوډګر هیڅكله نشي بريالى کېدای كه په هره بڼه راشي."
-
فَأُلْقِيَ السَّحَرَةُ سُجَّدًا قَالُوا آمَنَّا بِرَبِّ هَارُونَ وَمُوسَىٰ
په پاى کښي همداسي وشول، چي ټول کوډګران په سجده پرېوتل او غږ یې وکړ: "موږ د هارون او موسى رب ومانه."
-
قَالَ آمَنتُمْ لَهُ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ ۖ إِنَّهُ لَكَبِيرُكُمُ الَّذِي عَلَّمَكُمُ السِّحْرَ ۖ فَلَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُم مِّنْ خِلَافٍ وَلَأُصَلِّبَنَّكُمْ فِي جُذُوعِ النَّخْلِ وَلَتَعْلَمُنَّ أَيُّنَا أَشَدُّ عَذَابًا وَأَبْقَىٰ
فرعون وويل: "تاسي ايمان راوړی مخکي له دې څخه چي ما درته اجازه درکړي وي؟ - ښكاره شوه چي دى ستاسي لارښود دى، چي تاسي ته یې كوډګري ښوولې وه. ښه نو، اوس به زه ستاسي لاسونه او پښې رد و بدلې پرېکړم او د خُرماو په ونو باندي به مو په دار وځړوم. بيا به تاسي ته څرګنده شي چي له موږ د واړو څخه د چا عذاب ډېر سخت او پايښت لرونكى دى." (يعني زه تاسي ته ډېره سخته سزا درکولای شم كه موسى)
-
قَالُوا لَن نُّؤْثِرَكَ عَلَىٰ مَا جَاءَنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالَّذِي فَطَرَنَا ۖ فَاقْضِ مَا أَنتَ قَاضٍ ۖ إِنَّمَا تَقْضِي هَـٰذِهِ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا
کوډګرو ځواب ورکړ: "په هغه ذات قسم دی چي موږ یې پيدا کړي يوو، دا هيڅكله نشي کېدای چي موږ د روښانه نښانو له راتګ څخه وروسته هم (په رښتينولۍ باندي) تا ته ترجيح درکړو. ستا چي څه خوښه وي، هغه وکړه. ته خو ايله بيله د همدې دنيا د ژوند فېصله کولای شې.
-
إِنَّا آمَنَّا بِرَبِّنَا لِيَغْفِرَ لَنَا خَطَايَانَا وَمَا أَكْرَهْتَنَا عَلَيْهِ مِنَ السِّحْرِ ۗ وَاللَّهُ خَيْرٌ وَأَبْقَىٰ
موږ خو په خپل رب ايمان راوړی، تر څو زموږ خطاوي راوبښي او له دغي کوډګرۍ څخه، چي تا ورباندي مجبور کړي وو، را تېر شي. الله ډېر غوره او همغه باقي پاته كېدونكى دى."
-
إِنَّهُ مَن يَأْتِ رَبَّهُ مُجْرِمًا فَإِنَّ لَهُ جَهَنَّمَ لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحْيَىٰ
حقيقت دا دى، څوك چي له مجرموالي سره د خپل رب حضور ته ورشي، د هغه لپاره دوږخ دى، چي په هغه کښي به نه مري او نه به ژوندى کیږي
-
وَمَن يَأْتِهِ مُؤْمِنًا قَدْ عَمِلَ الصَّالِحَاتِ فَأُولَـٰئِكَ لَهُمُ الدَّرَجَاتُ الْعُلَىٰ
او څوك چي د هغه حضور ته د مؤمن په حيثيت ورشي، چي ښه عملونه یې کړي وي، ددغه راز ټولو خلكو لپاره لوړي درجې دي؛
-
جَنَّاتُ عَدْنٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا ۚ وَذَٰلِكَ جَزَاءُ مَن تَزَكَّىٰ
سمسور بې خزانه باغونه دي، چي لاندي به يې ویالې بهيږي، په هغو کښي به د تل لپاره اوسیږي. دا د هغه چا مكافات دي چي سپېڅلتيا غوره کړي.
-
وَلَقَدْ أَوْحَيْنَا إِلَىٰ مُوسَىٰ أَنْ أَسْرِ بِعِبَادِي فَاضْرِبْ لَهُمْ طَرِيقًا فِي الْبَحْرِ يَبَسًا لَّا تَخَافُ دَرَكًا وَلَا تَخْشَىٰ
موږ موسى(ع) ته وحيي وکړه چي اوس د شپې زما بندګان درسره واخله ځه! او د هغو لپاره په سمندر کښي وچ سړك جوړ کړه. په تا پسي د چا درتلو هیڅ ویره مه کوه او مه (د سمندر په منځ کښي په تېرېدو) ډارېږه.
-
فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ بِجُنُودِهِ فَغَشِيَهُم مِّنَ الْيَمِّ مَا غَشِيَهُمْ
له شا څخه فرعون له خپل لښكر سره را ورسېدی او بيا سمندر پرې داسي خپور شو لكه څنګه یې چي د خپورېدو حق ؤ؛
-
وَأَضَلَّ فِرْعَوْنُ قَوْمَهُ وَمَا هَدَىٰ
فرعون خپل قوم ګمراه کړی ؤ، كومه سمه لارښوونه یې نه وه کړې.
-
يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ قَدْ أَنجَيْنَاكُم مِّنْ عَدُوِّكُمْ وَوَاعَدْنَاكُمْ جَانِبَ الطُّورِ الْأَيْمَنَ وَنَزَّلْنَا عَلَيْكُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوَىٰ
اې بني اسرائيلو! موږ تاسي ته ستاسي له دښمن څخه نجات درکړ، او د طور (غره) په ښى اړخ کښي مو ستاسي د حاضرېدو لپاره وخت وټاکه او پر تاسي موږ من او سلوا نازل کړل.
-
كُلُوا مِن طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَلَا تَطْغَوْا فِيهِ فَيَحِلَّ عَلَيْكُمْ غَضَبِي ۖ وَمَن يَحْلِلْ عَلَيْهِ غَضَبِي فَقَدْ هَوَىٰ
زموږ پاکه درکړې روزي خورئ او د هغې په خوراك کښي سرکښي مكوئ، كه نه نو پر تاسي به زما غضب پرېوځي؛ او په چا باندي چي زما غضب نازل شو، هغه نو په یقيني توګه وغورځېدی.
-
وَإِنِّي لَغَفَّارٌ لِّمَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا ثُمَّ اهْتَدَىٰ
البته چا چي توبه ويستله، ايمان یې راوړی او ښه عمل یې وکړ، بيا سم روان شو، د هغه لپاره زه ډېر بښونكي يم.
-
۞ وَمَا أَعْجَلَكَ عَن قَوْمِكَ يَا مُوسَىٰ
او اې موسى! څه شي ته له خپل قوم څخه د مخه راوستلې؟
-
قَالَ هُمْ أُولَاءِ عَلَىٰ أَثَرِي وَعَجِلْتُ إِلَيْكَ رَبِّ لِتَرْضَىٰ
هغه عرض وکړ: "هغوى، زما تر شا را روان دي، ما تلوار وکړ، ستا حضور ته راغلم، اې زما ربه، تر څو چي ته زما څخه خوشحاله شې."
-
قَالَ فَإِنَّا قَدْ فَتَنَّا قَوْمَكَ مِن بَعْدِكَ وَأَضَلَّهُمُ السَّامِرِيُّ
(الله ج) وفرمايل: "ښه نو واوره، موږ ستا تر شا ستا قوم په ازموينه کښي واچوه او سامري هغوى ګمراه کړل."
-
فَرَجَعَ مُوسَىٰ إِلَىٰ قَوْمِهِ غَضْبَانَ أَسِفًا ۚ قَالَ يَا قَوْمِ أَلَمْ يَعِدْكُمْ رَبُّكُمْ وَعْدًا حَسَنًا ۚ أَفَطَالَ عَلَيْكُمُ الْعَهْدُ أَمْ أَرَدتُّمْ أَن يَحِلَّ عَلَيْكُمْ غَضَبٌ مِّن رَّبِّكُمْ فَأَخْلَفْتُم مَّوْعِدِي
موسى (ع) سخت د غوسې او خواشينۍ په حالت کښي خپل قوم ته راستون شو. چي ورغى ویې ويل: "اې زما قومه! آيا ستاسي رب ستاسي سره غوره وعدې نه وې کړي؟ - ايا پر تاسي ورځي زياتي اووښتي دي؟ - يا تاسي په ځان باندي د خپل رب غضب راتلل غوښتل چي تاسي زما سره وعده خلافي وکړه؟"
-
قَالُوا مَا أَخْلَفْنَا مَوْعِدَكَ بِمَلْكِنَا وَلَـٰكِنَّا حُمِّلْنَا أَوْزَارًا مِّن زِينَةِ الْقَوْمِ فَقَذَفْنَاهَا فَكَذَٰلِكَ أَلْقَى السَّامِرِيُّ
بني اسرائيلو موسى (ع) ته وويل: "موږ ستا سره په خپلواك وعده خلافي نه ده کړې، داسي وشول چي موږ د خلكو د ګاڼو تر پيټي لاندي ستومانه شوي وو او هغ مو غورځولي وې." - بيا په همدې توګه سامري هم څه وغورځول؛
-
فَأَخْرَجَ لَهُمْ عِجْلًا جَسَدًا لَّهُ خُوَارٌ فَقَالُوا هَـٰذَا إِلَـٰهُكُمْ وَإِلَـٰهُ مُوسَىٰ فَنَسِيَ
او د هغو لپاره یې (د صندوق څخه) د يو خوسكي بت راوويست، چي له هغه څخه د غوايي غوندي رمباړه وتله. خلكو غږ وکړ: "همدغه ستاسي خداى او د موسى خداى دی، موسى هغه هېر کړ، (او طور ته ولاړی)."
-
أَفَلَا يَرَوْنَ أَلَّا يَرْجِعُ إِلَيْهِمْ قَوْلًا وَلَا يَمْلِكُ لَهُمْ ضَرًّا وَلَا نَفْعًا
ايا دوی نه ليدل چي نه هغه د دوی د خبري ځواب وركوي او نه دوی ته د ګټي او تاوان رسولو څه واك وس لري؟
-
وَلَقَدْ قَالَ لَهُمْ هَارُونُ مِن قَبْلُ يَا قَوْمِ إِنَّمَا فُتِنتُم بِهِ ۖ وَإِنَّ رَبَّكُمُ الرَّحْمَـٰنُ فَاتَّبِعُونِي وَأَطِيعُوا أَمْرِي
هارون (ع) (د موسى (ع) له راتګ څخه مخکي) هغو ته ويلي ول: "اې خلكو، تاسي دده لامله په فتنه كي غورځېدلي یاست، ستاسي رب خو الرحمان دى، نو تاسي زما پيروي وکړئ او زما خبره ومنئ."
-
قَالُوا لَن نَّبْرَحَ عَلَيْهِ عَاكِفِينَ حَتَّىٰ يَرْجِعَ إِلَيْنَا مُوسَىٰ
خو هغوى ورته وويل: "موږ خو به د همدغه بندګي كوو، تر څو پوري چي موسى (ع) بېرته نه وي راستون شوى."
-
قَالَ يَا هَارُونُ مَا مَنَعَكَ إِذْ رَأَيْتَهُمْ ضَلُّوا
موسى(ع) (قوم ته له تور بريښ كولو څخه وروسته د هارون لوري ته راوګرځېدی او) ویې ويل: "هارونه! تا چي كله د دوى ګمراه کېدل لیدل، نو څه شي ته منع کړی وې؛
-
أَلَّا تَتَّبِعَنِ ۖ أَفَعَصَيْتَ أَمْرِي
چي زما په کړنلاره عمل ونکړې؟ ايا تا زما د حكم پر خلاف كار وکړ؟"
-
قَالَ يَا ابْنَ أُمَّ لَا تَأْخُذْ بِلِحْيَتِي وَلَا بِرَأْسِي ۖ إِنِّي خَشِيتُ أَن تَقُولَ فَرَّقْتَ بَيْنَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَلَمْ تَرْقُبْ قَوْلِي
هارون ځواب ورکړ: "اې زما د مور زويه! زما ږېره مه نيسه، مه زما د سر ويښتان راکشوه، زه له دې څخه وېرېدم چي ته به راشې وبه وایې تا په بني اسرائيلو کښي بېلتون راوست او زما د خبري مراعات دې ونه کړ."
-
قَالَ فَمَا خَطْبُكَ يَا سَامِرِيُّ
موسى (ع) وويل: "او سامريه! ستا څه خبره ده؟"
-
قَالَ بَصُرْتُ بِمَا لَمْ يَبْصُرُوا بِهِ فَقَبَضْتُ قَبْضَةً مِّنْ أَثَرِ الرَّسُولِ فَنَبَذْتُهَا وَكَذَٰلِكَ سَوَّلَتْ لِي نَفْسِي
هغه ځواب ورکړ: "ما هغه څه وليدل چي ددغو خلكو په نظر رانغلل، نو ما د رسول (جبريل د اس) له پل څخه يو موټى (خاوره) راپورته کړه او هغه مي (ددې بت په خوله كي) وغورځوله، زما نفس ما ته همدغسي څه را وښودل."
-
قَالَ فَاذْهَبْ فَإِنَّ لَكَ فِي الْحَيَاةِ أَن تَقُولَ لَا مِسَاسَ ۖ وَإِنَّ لَكَ مَوْعِدًا لَّن تُخْلَفَهُ ۖ وَانظُرْ إِلَىٰ إِلَـٰهِكَ الَّذِي ظَلْتَ عَلَيْهِ عَاكِفًا ۖ لَّنُحَرِّقَنَّهُ ثُمَّ لَنَنسِفَنَّهُ فِي الْيَمِّ نَسْفًا
موسى (ع) وويل: "ښه نو ځه، اوس به ته په ټول ژوند کښي همدا نارې وهې، چي ما ته لاس مه راوړئ. او ستا لپاره د حساب كتاب يو وخت ټاكلى دى، چي ستا سره به د هغه په باب هیڅ تخلف ونشي او ګوره خپل دغه خداى ته، چي ته پرې مين شوى وې، موږ به هغه وسوځوو او مېده مېده به یې کړو، په سيند کښي به یې لاهو کړو.
-
إِنَّمَا إِلَـٰهُكُمُ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ ۚ وَسِعَ كُلَّ شَيْءٍ عِلْمًا
اې خلكو! ستاسي خداى خو یوازي يو الله دى، چي له هغه پرته كوم بل خداى نشته. په هر څه باندي د هغه علم چاپېر دى."
-
كَذَٰلِكَ نَقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنبَاءِ مَا قَدْ سَبَقَ ۚ وَقَدْ آتَيْنَاكَ مِن لَّدُنَّا ذِكْرًا
[اې محمده (ص)!] پدغه شان موږ د مخکي تېر شوېو حالاتو خبرونه تا ته اوروو، او موږ خاص له خپل لوري څخه يو ذكر(د نصيحت درس) درکړيدى.
-
مَّنْ أَعْرَضَ عَنْهُ فَإِنَّهُ يَحْمِلُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وِزْرًا
څوك چي له دې څخه مخ واړوي، هغه به د قيامت په ورځ د ګناه دروند پېټى پورته کړي.
-
خَالِدِينَ فِيهِ ۖ وَسَاءَ لَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ حِمْلًا
او دغه راز ټول خلك به د تل لپاره د خپل درانده پيټي په عذاب کښي اخته اوسیږي. او د قيامت په ورځ به د هغو لپاره (د دغه جرم د مسئوليت پيټى) ډېر ربړ وونكى پيټى وي.
-
يَوْمَ يُنفَخُ فِي الصُّورِ ۚ وَنَحْشُرُ الْمُجْرِمِينَ يَوْمَئِذٍ زُرْقًا
په هغه ورځ چي كله شپېلۍ پو کړه شي او موږ به مجرمان پدې حال کښي ايسار راولو چي د هغو سترګي به (هيبت وهلي) رډي شنې ختلي وي؛
-
يَتَخَافَتُونَ بَيْنَهُمْ إِن لَّبِثْتُمْ إِلَّا عَشْرًا
په خپلو منځو کښي په پټ پټ ووايي چي په دنيا کښي به تاسي ايله بيله لس ورځي تېري کړي وي.
-
نَّحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَقُولُونَ إِذْ يَقُولُ أَمْثَلُهُمْ طَرِيقَةً إِن لَّبِثْتُمْ إِلَّا يَوْمًا
موږ ته ښه معلومه ده چي هغوی به څه وايي (موږ پدې هم پوهیږو چي) له هغو څخه چي څوك ډېر زيات په احتياط سره حساب كوونكى وي، هغه به ووايي چي نه، ستاسي د دنيا ژوند یوازي يوه ورځ ژوند ؤ.
-
وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْجِبَالِ فَقُلْ يَنسِفُهَا رَبِّي نَسْفًا
دوى ستا څخه پوښتنه كوي چي په هغه ورځ به دغه غرونه چيري لاړ شي؟ - ورته ووايه چي زما پروردګار به هغه خاوري اِېرې کړي، وا به یې لوزوي.
-
فَيَذَرُهَا قَاعًا صَفْصَفًا
او ځمكه به يو داسي هوار سوتره ميدان جوړ کړي.
-
لَّا تَرَىٰ فِيهَا عِوَجًا وَلَا أَمْتًا
چي په هغه کښي به ته هیڅ لوړه او ژوره و نه وينې.
-
يَوْمَئِذٍ يَتَّبِعُونَ الدَّاعِيَ لَا عِوَجَ لَهُ ۖ وَخَشَعَتِ الْأَصْوَاتُ لِلرَّحْمَـٰنِ فَلَا تَسْمَعُ إِلَّا هَمْسًا
په هغه ورځ به ټول خلك د آواز كوونكي په بلنه سم سيخ راشي، يو بڅرى کوږوالی به ونشي ښودلاى. او غږونه به د الرحمان په وړاندي خپ شي، له كښهار څخه پرته به ته نور هیڅ وا نه ورې.
-
يَوْمَئِذٍ لَّا تَنفَعُ الشَّفَاعَةُ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَـٰنُ وَرَضِيَ لَهُ قَوْلًا
په هغه ورځ به شفاعت په درد نه خوري، مګر دا چي چا ته الرحمان د هغه اجازه ورکړي او د هغه خبره اورېدل خوښ کړي.
-
يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يُحِيطُونَ بِهِ عِلْمًا
الله، د خلكو په وړاندي وروسته ټول حال باندي پوهیږي او خلكو ته د هغه د ذات او علم په باب پوره معلومات نشته.
-
۞ وَعَنَتِ الْوُجُوهُ لِلْحَيِّ الْقَيُّومِ ۖ وَقَدْ خَابَ مَنْ حَمَلَ ظُلْمًا
د خلكو سرونه به د هغه تل تر تله ژوندي، د كائناتو مدبر په وړاندي ټيټ شي. او په يقيني ډول، هغه څوک به نامراده وي، چا چي د ظلم د ګناه پېټى را اخيستى وي.
-
وَمَن يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا يَخَافُ ظُلْمًا وَلَا هَضْمًا
او هغه چا ته به د څه ظلم او حق ضايع كېدو خطر نه وي چي ښه عمل وکړي او ددې تر څنګ هغه مومن هم وي.
-
وَكَذَٰلِكَ أَنزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا وَصَرَّفْنَا فِيهِ مِنَ الْوَعِيدِ لَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ أَوْ يُحْدِثُ لَهُمْ ذِكْرًا
او [اې محمده(ص)!] په همدې ډول موږ دغه عربې قُرآن نازل کړيدى او پده کښي مو راز راز اخطارونه ورکړيدي. ښايي چي دوى د سرغړاوي څخه ځان وژغوري، يا دده په بركت په دوی کښي د متوجه كېدو څه نښانې پيدا شي.
-
فَتَعَالَى اللَّهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ ۗ وَلَا تَعْجَلْ بِالْقُرْآنِ مِن قَبْلِ أَن يُقْضَىٰ إِلَيْكَ وَحْيُهُ ۖ وَقُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْمًا
نو الله پورته او لوړ دى چي حقيقي باچا دی. او (ګوره)، د قرآن په لوستلو کښي تلوار مه كوه، تر څو پوري چي تا ته د هغه بشپړه وحيې نه وي رسول شوې، او دُعا وکړه چي اې پروردګاره! ما ته لا زيات علم راکړه.
-
وَلَقَدْ عَهِدْنَا إِلَىٰ آدَمَ مِن قَبْلُ فَنَسِيَ وَلَمْ نَجِدْ لَهُ عَزْمًا
موږ له دې څخه مخکي ادم (ع) ته يو حكم کړی ؤ، خو هغه هېر کړ او موږ په هغه کښي تصميم ونه مونده.
-
وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَىٰ
هغه وخت (در ياد کړه) چي موږ پرښتو ته ويلي ول چي ادم(ع) ته سجده وکړئ، هغو ټولو سجده وکړه، خو يو ابليس ؤ چي انكار یې وکړ.
-
فَقُلْنَا يَا آدَمُ إِنَّ هَـٰذَا عَدُوٌّ لَّكَ وَلِزَوْجِكَ فَلَا يُخْرِجَنَّكُمَا مِنَ الْجَنَّةِ فَتَشْقَىٰ
پدې سره موږ ادم(ع) ته وويل : "ګوره، دا ستا او ستا د مېرمني دښمن دى. داسي نه چي دى تاسي له جنته وباسي او تاسي په غم اخته شئ
-
إِنَّ لَكَ أَلَّا تَجُوعَ فِيهَا وَلَا تَعْرَىٰ
دلته خو تا ته دا هوسايني شته چي نه وږى او نه بې كاليو بيوزلی اوسېږې،
-
وَأَنَّكَ لَا تَظْمَأُ فِيهَا وَلَا تَضْحَىٰ
نه دي دلته تنده او تودوخه ربړوي."
-
فَوَسْوَسَ إِلَيْهِ الشَّيْطَانُ قَالَ يَا آدَمُ هَلْ أَدُلُّكَ عَلَىٰ شَجَرَةِ الْخُلْدِ وَمُلْكٍ لَّا يَبْلَىٰ
خو شيطان هغه تېر ایستی، ورته ویې ويل: "اې ادمه! تا ته هغه ونه در وښيم چي په هغې سره تل تر تله ژوند او نه ختمېدونكى سلطنت په لاس درځي؟"
-
فَأَكَلَا مِنْهَا فَبَدَتْ لَهُمَا سَوْآتُهُمَا وَطَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِن وَرَقِ الْجَنَّةِ ۚ وَعَصَىٰ آدَمُ رَبَّهُ فَغَوَىٰ
په پاى کښي دواړو(مېړه او مېرمني) د هغې وني مېوه وخوړله. نتيجه دا شوه چي سمدلاسه د هغو سترونه يو د بل په وړاندي لوڅ شول او دواړه د جنت په پاڼو سره د خپلو ځانونو په پټولو باندي لګيا شول. ادم (ع) د خپل رب نافرماني وکړه او له سمي لاري څخه وا وښت.
-
ثُمَّ اجْتَبَاهُ رَبُّهُ فَتَابَ عَلَيْهِ وَهَدَىٰ
بيا د هغه رب هغه غوره کړ او د هغه توبه یې قبوله کړه او لارښوونه يې ورته وکړه.
-
قَالَ اهْبِطَا مِنْهَا جَمِيعًا ۖ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ ۖ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُم مِّنِّي هُدًى فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلَا يَضِلُّ وَلَا يَشْقَىٰ
او ویې فرمايل: "تاسي دواړه (ډلي، يعني انسان او شيطان یا ادم او هوا) له دې ځايه كوز شئ. تاسي به يو د بل دښمنان ياست. اوس كه زما له لوري تاسي ته كوم هدايت ورسیږي، نو څوك چي د هغه هدايت پيروي وکړي، هغه به نه ګمراه شي او نه به په بد بختۍ کښي اخته شي.
-
وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا وَنَحْشُرُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَعْمَىٰ
او څوك چي زما له ذكر (د نصيحت له درس) څخه مخ واړوي، د هغه لپاره به په دنيا کښي تنګ ژوند وي او د قيات په ورځ به موږ هغه ړوند راپاڅوو."
-
قَالَ رَبِّ لِمَ حَشَرْتَنِي أَعْمَىٰ وَقَدْ كُنتُ بَصِيرًا
هغه به ووايي: "پروردګاره! په دنيا کښي خو زه سترګي درلودونکی وم، دلته دې ولي ړوند را پاڅولم؟"
-
قَالَ كَذَٰلِكَ أَتَتْكَ آيَاتُنَا فَنَسِيتَهَا ۖ وَكَذَٰلِكَ الْيَوْمَ تُنسَىٰ
الله تعالى به وفرمائي: "هو، په همدې شان دي زموږ ايتونه چي تا ته راغلي ول، هېر کړي ول، هماغسي نن ته هېرول کېږې."
-
وَكَذَٰلِكَ نَجْزِي مَنْ أَسْرَفَ وَلَمْ يُؤْمِن بِآيَاتِ رَبِّهِ ۚ وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَشَدُّ وَأَبْقَىٰ
پدې ډول موږ له حده تيري كوونكو او د خپل رب د ايتونو نه منونكو ته (په دنيا کښي) مجازات وركوو، او د اخرت عذاب خو په یقیني توګه زيات سخت او ډېر پايښت لرونكى دى.
-
أَفَلَمْ يَهْدِ لَهُمْ كَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّنَ الْقُرُونِ يَمْشُونَ فِي مَسَاكِنِهِمْ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّأُولِي النُّهَىٰ
او ايا دغو خلكو ته (د تاريخ له دغه درس څخه) څه پند ورپه برخه نشو، چي له دې څخه مخکي موږ څومره قومونه هلاک کړيدي، چي د هغو (په وران شوېو) كلېو کښي نن دوى ځي راځي؟ - په یقيني توګه، پدې كښي د هغو خلكو لپاره ډيري نښانې دي چي د سالمي پوهي خاوندان دي.
-
وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ لَكَانَ لِزَامًا وَأَجَلٌ مُّسَمًّى
كه ستا د رب له خوا مخکي د يوې خبري پرېکړه نه واى شوې او د مهلت يوه موده نه واى ټاكله شوې، نو هرو مرو به د دوى هم فېصله شوې واى.
-
فَاصْبِرْ عَلَىٰ مَا يَقُولُونَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا ۖ وَمِنْ آنَاءِ اللَّيْلِ فَسَبِّحْ وَأَطْرَافَ النَّهَارِ لَعَلَّكَ تَرْضَىٰ
نو [اې محمده(ص)!] دوى چي كومي خبري جوړوي، پر هغو صبر وکړه، او د خپل رب له ثنا او ستايني سره د هغه پاكي، له لمر ختلو څخه مخکي او له لمر پرېوتلو څخه مخکي بيان کړه. او د شپې په وختونو کښي هم پاکي بيان کړه او د ورځي په څنډو کښي هم، ښايي چي ته راضي شې
-
وَلَا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ إِلَىٰ مَا مَتَّعْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِّنْهُمْ زَهْرَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا لِنَفْتِنَهُمْ فِيهِ ۚ وَرِزْقُ رَبِّكَ خَيْرٌ وَأَبْقَىٰ
او د دنيوي ژوندانه هغه ځل بل ته سترګي قدري هم مه ور اړوه، چي موږ له دوی څخه راز راز خلكو ته ورکړيدي، هغه خو موږ په ازموينه کښي د هغو د اچولو لپاره ورکړيدي. او ستا د رب درکړای شوې حلاله روزي ډېره ښه او پايښت لرونكې ده.
-
وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلَاةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا ۖ لَا نَسْأَلُكَ رِزْقًا ۖ نَّحْنُ نَرْزُقُكَ ۗ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَىٰ
خپلي كورنۍ ته د لمانځه توصيه وکړه او په خپله هم د هغه پابند اوسه. موږ ستا څخه كومه روزي نه غواړو؛ روزي خو موږ تا ته دركوو او د عاقبت ښېګڼه د پرهېزګارۍ لپاره ده.
-
وَقَالُوا لَوْلَا يَأْتِينَا بِآيَةٍ مِّن رَّبِّهِ ۚ أَوَلَمْ تَأْتِهِم بَيِّنَةُ مَا فِي الصُّحُفِ الْأُولَىٰ
هغوى وايي چي دغه سړی د خپل رب له لوري څخه ولي كومه نښانه (معجزه) نه راوړي؟ - او ايا دوى ته د مخکنیو صحيفو ټولي ښووني په څرګند ډول بيان شوي ندي راغلي؟
-
وَلَوْ أَنَّا أَهْلَكْنَاهُم بِعَذَابٍ مِّن قَبْلِهِ لَقَالُوا رَبَّنَا لَوْلَا أَرْسَلْتَ إِلَيْنَا رَسُولًا فَنَتَّبِعَ آيَاتِكَ مِن قَبْلِ أَن نَّذِلَّ وَنَخْزَىٰ
كه موږ د هغه له راتګ څخه مخکي دوى په كوم عذاب سره هلاک کړي واى، نو بيا به همدوى ويل چي: اې زموږ پروردګاره! تا موږ ته كوم پېغمبر ولي را ونه لېږه، چي موږ له ذليل كېدو او رسوا كېدو څخه مخکي ستا د ايتونو پيروي غوره کړې واى.
-
قُلْ كُلٌّ مُّتَرَبِّصٌ فَتَرَبَّصُوا ۖ فَسَتَعْلَمُونَ مَنْ أَصْحَابُ الصِّرَاطِ السَّوِيِّ وَمَنِ اهْتَدَىٰ
[اې محمده(ص)] دوی ته ووايه: "هر يو د چاري عاقبت ته سترګي په لاره دى، نو اوس منتظر اوسئ، ډېر ژر به در معلومه شي چي څوك په سمه لاره تلونكي دي او څوك د هدايت موندونكي دي."
۲۰. سورت طه
طه
Ta-Ha / طه · ۲۰ · ۱۳۵ آیتونه
دا پاڼه د سورت طه عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.