Holy Quran-Pashto
Back to homepage

۳۶. سورت يس

يس

Ya-Sin / يس · ۳۶ · ۸۳ آیتونه

دا پاڼه د سورت يس عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.

  1. يس

    يٰا، سين.

  2. وَالْقُرْآنِ الْحَكِيمِ

    په محکم قُرآن قسم دی؛

  3. إِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ

    چي ته [اې محمده (ص)!] په يقيني ډول له رسولانو څخه یې؛

  4. عَلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ

    پر سمه لاره یې؛

  5. تَنزِيلَ الْعَزِيزِ الرَّحِيمِ

    (او دا قُرآن) د برلاسي او مهربان ذات له لوري نازل کړای شويدى؛

  6. لِتُنذِرَ قَوْمًا مَّا أُنذِرَ آبَاؤُهُمْ فَهُمْ غَافِلُونَ

    تر څو چي ته يو داسي قوم ووېروې چى د هغو پلرونه، نيکونه وېرول شوي نه ول؛ او له دې كبله هغوى په غفلت کښي غورځېدلي دي.

  7. لَقَدْ حَقَّ الْقَوْلُ عَلَىٰ أَكْثَرِهِمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ

    حقیقت دا دی چي د دوى څخه زياتره خلك د عذاب د فېصلې وړ ګرځېدلي دي، نو له همدې امله هغوى ايمان نه راوړي.

  8. إِنَّا جَعَلْنَا فِي أَعْنَاقِهِمْ أَغْلَالًا فَهِيَ إِلَى الْأَذْقَانِ فَهُم مُّقْمَحُونَ

    موږ د هغو په غاړو کښي طوقونه اچولي دي چي تر زنو پوري یې رسېدلي دي، له دې امله هغوى سرونه پورته نيولي ولاړ دي.

  9. وَجَعَلْنَا مِن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ سَدًّا وَمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا فَأَغْشَيْنَاهُمْ فَهُمْ لَا يُبْصِرُونَ

    او موږ يو دېوال د هغو په مخ کښي درولى دى او يو دېوال د هغو تر شا. موږ د هغوى سترګي پوښلي دي، هغوى اوس هيڅ نه ويني.

  10. وَسَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ

    د هغو لپاره بې توپیره ده، كه ته هغوى خبردار کړې او كه یې نکړې، هغوی به ايمان را نه وړي.

  11. إِنَّمَا تُنذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ وَخَشِيَ الرَّحْمَـٰنَ بِالْغَيْبِ ۖ فَبَشِّرْهُ بِمَغْفِرَةٍ وَأَجْرٍ كَرِيمٍ

    ته خو هماغه څوك خبردار کولای شي چي د نصيحت پېروي وکړي او د ناليدلي الرحمان (خداى) څخه وويريږي، هغه ته د بښني او غوره اجر زيرى ورکړه.

  12. إِنَّا نَحْنُ نُحْيِي الْمَوْتَىٰ وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ ۚ وَكُلَّ شَيْءٍ أَحْصَيْنَاهُ فِي إِمَامٍ مُّبِينٍ

    موږ په باوري توګه يوه ورځ د مړو ژوندي كوونكي يوو؛ کومي چاري چي هغوى سرته رسولي دي، موږ هغه ټولي ليكو. او كوم اثار چي هغوى وروسته پرې ايښي دي، هغه موږ ثبتوو. موږ هر څه په يوه څرګند كتاب کښي درج کړيدي.

  13. وَاضْرِبْ لَهُم مَّثَلًا أَصْحَابَ الْقَرْيَةِ إِذْ جَاءَهَا الْمُرْسَلُونَ

    دوى ته د مثال په ډول د هغه كلي د خلكو قصه واوروه چي كله هغه ته پېغمبران راغلي ول.

  14. إِذْ أَرْسَلْنَا إِلَيْهِمُ اثْنَيْنِ فَكَذَّبُوهُمَا فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ فَقَالُوا إِنَّا إِلَيْكُم مُّرْسَلُونَ

    كله چي موږ هغو ته دوه رسولان ولېږل او هغوى دواړه درواغجن وګڼل. بيا موږ دريم د مرستي لپاره ولېږه او هغوى ټولو وويل: "موږ تاسي ته د رسولانو په توګه لېږل شوي يوو."

  15. قَالُوا مَا أَنتُمْ إِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا وَمَا أَنزَلَ الرَّحْمَـٰنُ مِن شَيْءٍ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا تَكْذِبُونَ

    د كلي خلكو وويل: "تاسي، زموږ په څېر د څو انسانانو پرته بل څه نه یاست، او الرحمان خداى هيڅكله كوم شى ندي نازل کړي، تاسي محضي درواغ واياست."

  16. قَالُوا رَبُّنَا يَعْلَمُ إِنَّا إِلَيْكُمْ لَمُرْسَلُونَ

    رسولانو وويل: "زموږ رب پوهیږي، موږ هرومرو تاسي ته د پېغمبرانو په توګه لېږل شوي يوو؛

  17. وَمَا عَلَيْنَا إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ

    او پر موږ باندي د روښانه څرګند پيغام رسولو څخه پرته نور څه مسئوليت نشته."

  18. قَالُوا إِنَّا تَطَيَّرْنَا بِكُمْ ۖ لَئِن لَّمْ تَنتَهُوا لَنَرْجُمَنَّكُمْ وَلَيَمَسَّنَّكُم مِّنَّا عَذَابٌ أَلِيمٌ

    د كلي خلكو وويل: "موږ خو تاسي د ځان لپاره بد شګوم ګنو؛ كه تاسي لاس وانخلئ، نو موږ به مو سنګسار کړو او زموږ لخوا به تاسي ته دردناك عذاب ورسیږي."

  19. قَالُوا طَائِرُكُم مَّعَكُمْ ۚ أَئِن ذُكِّرْتُم ۚ بَلْ أَنتُمْ قَوْمٌ مُّسْرِفُونَ

    رسولانو ځواب ورکړ: "ستاسي بد فال خو پخپله ستاسي سره دى، ايا دا خبري تاسي له دې كبله كوئ چي نصيحت درته وشو؟ - اصلي خبره دا ده چي تاسي له حده وتلي خلك یاست؟"

  20. وَجَاءَ مِنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ رَجُلٌ يَسْعَىٰ قَالَ يَا قَوْمِ اتَّبِعُوا الْمُرْسَلِينَ

    پدې ترڅ کښي د ښار د ليري ګوښې څخه يو سړی په منډه راغى او ویې ويل: "اې زما قومه! د رسولانو پيروي غوره کړئ؛

  21. اتَّبِعُوا مَن لَّا يَسْأَلُكُمْ أَجْرًا وَهُم مُّهْتَدُونَ

    د هغو خلكو پيروي وکړئ چي ستاسي څخه څه اجر نه غواړي او پر سمه لاره دي.

  22. وَمَا لِيَ لَا أَعْبُدُ الَّذِي فَطَرَنِي وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ

    او زه نو ولي د هغه ذات بندګي ونه کړم چي زه یې پيدا کړی يم او د هغه لوري ته ستاسي ټولو ورګرځېدل دي؟

  23. أَأَتَّخِذُ مِن دُونِهِ آلِهَةً إِن يُرِدْنِ الرَّحْمَـٰنُ بِضُرٍّ لَّا تُغْنِ عَنِّي شَفَاعَتُهُمْ شَيْئًا وَلَا يُنقِذُونِ

    ايا زه له هغه پرته نور معبودان ونيسم؟ - پداسي حال کښي چي كه الرحمان خداى ما ته د څه زيان رسولو اراده وکړي، نو نه د هغو شفاعت ما ته څه په كار راتلای شي او نه هغوى ما ژغورلاى شي.

  24. إِنِّي إِذًا لَّفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ

    كه زه دا كار وکړم، نو زه به په څرګنده ګمراهۍ کښي اخته شم.

  25. إِنِّي آمَنتُ بِرَبِّكُمْ فَاسْمَعُونِ

    ما خو ستاسي په رب باندي ايمان راوړى، تاسي هم زما خبره واورئ."

  26. قِيلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ ۖ قَالَ يَا لَيْتَ قَوْمِي يَعْلَمُونَ

    (په پاى کښي هغو خلكو هغه و واژه او) هغه ته وويل شول: " ننوځه جنت ته." - هغه وويل: "كاشكي زما قوم ته معلومه واى؛

  27. بِمَا غَفَرَ لِي رَبِّي وَجَعَلَنِي مِنَ الْمُكْرَمِينَ

    چي زما رب د څه شي له امله ما ته بښنه وکړه او زه یې په عزتمندو خلكو کښي داخل کړم."

  28. ۞ وَمَا أَنزَلْنَا عَلَىٰ قَوْمِهِ مِن بَعْدِهِ مِن جُندٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَمَا كُنَّا مُنزِلِينَ

    له هغه وروسته د هغه پر قوم موږ له اسمانه كوم لښكر راكوز نه کړ. د لښكر لېږلو ته زموږ څه اړتیا نه وه.

  29. إِن كَانَتْ إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً فَإِذَا هُمْ خَامِدُونَ

    فقط يوه زلزله وشوه او په ناڅاپي ډول هغوى ټول مړه يخ كړخ ولوېدل.

  30. يَا حَسْرَةً عَلَى الْعِبَادِ ۚ مَا يَأْتِيهِم مِّن رَّسُولٍ إِلَّا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ

    د بندګانو پر حال باندي افسوس دی، هغو ته چي هر پېغمبر راغى، په هغه پوري یې ملنډي او مسخرې وکړې.

  31. أَلَمْ يَرَوْا كَمْ أَهْلَكْنَا قَبْلَهُم مِّنَ الْقُرُونِ أَنَّهُمْ إِلَيْهِمْ لَا يَرْجِعُونَ

    ايا هغوى ندي ليدلي چي موږ د هغو څخه مخکي څومره قومونه هلاک کړيدي چي بيا هغوى هيڅكله د دوى خوا ته راستانه نشول؟

  32. وَإِن كُلٌّ لَّمَّا جَمِيعٌ لَّدَيْنَا مُحْضَرُونَ

    دوى ټول به يوه ورځ زموږ په وړاندي حاضريږي.

  33. وَآيَةٌ لَّهُمُ الْأَرْضُ الْمَيْتَةُ أَحْيَيْنَاهَا وَأَخْرَجْنَا مِنْهَا حَبًّا فَمِنْهُ يَأْكُلُونَ

    او د دوى لپاره مړه ځمکه يوه نښانه ده، موږ هغه ژوندۍ کړه او د هغې څخه مو غله را و ايستله، چي دوى یې خوري.

  34. وَجَعَلْنَا فِيهَا جَنَّاتٍ مِّن نَّخِيلٍ وَأَعْنَابٍ وَفَجَّرْنَا فِيهَا مِنَ الْعُيُونِ

    موږ په هغې کښي د خُرماو او انګورو باغونه پيدا کړل او له هغې څخه مو چينې را وخوټولې؛

  35. لِيَأْكُلُوا مِن ثَمَرِهِ وَمَا عَمِلَتْهُ أَيْدِيهِمْ ۖ أَفَلَا يَشْكُرُونَ

    تر څو چي دوى د هغې مېوې وخوري. دا هر څه د دوى د خپلو لاسونو پيداوار ندي. نو ايا دوى شكر نه باسي؟

  36. سُبْحَانَ الَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنبِتُ الْأَرْضُ وَمِنْ أَنفُسِهِمْ وَمِمَّا لَا يَعْلَمُونَ

    هغه ذات پاك دى چي د ټولو اقسامو جوړې یې پيدا کړې، كه هغه د ځمکي له نباتاتو څخه وي؛ يا پخپله د دوى له جنس (انساني نوعي) څخه او يا له هغو شيانو څخه چي دوى یې حتى پېژني هم نه.

  37. وَآيَةٌ لَّهُمُ اللَّيْلُ نَسْلَخُ مِنْهُ النَّهَارَ فَإِذَا هُم مُّظْلِمُونَ

    د دوى لپاره يوه بله نښانه شپه ده، موږ د هغې له پاسه ورځ ايسته كوو، نو پر دوى تياره خوريږي.

  38. وَالشَّمْسُ تَجْرِي لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا ۚ ذَٰلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ

    او لمر د خپل ټاكلي ځای خوا ته ځي، دا د خورا ډېر ځواكمن پوه ذات، وضع کړی حساب دى.

  39. وَالْقَمَرَ قَدَّرْنَاهُ مَنَازِلَ حَتَّىٰ عَادَ كَالْعُرْجُونِ الْقَدِيمِ

    او سپوږمۍ ته موږ پړاوونه ټاكلي دي، تر دې پوري چي د هغو پړاوونو څخه په تېريدو بيا هغه د خُرما وچه څانګه غوندي شي.

  40. لَا الشَّمْسُ يَنبَغِي لَهَا أَن تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ ۚ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ

    نه د لمر په وس کښي دا شته چي سپوږمۍ ونيسي او نه شپه پر ورځي مخکي كېدلاى شي. دا ټول په يو يو فلك (مدار) کښي لامبو وهي (په اسمان کي چورلېدونکي دي).

  41. وَآيَةٌ لَّهُمْ أَنَّا حَمَلْنَا ذُرِّيَّتَهُمْ فِي الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ

    د دوى لپاره دا هم يوه نښانه ده چي د دوى ځوځات مو په ډکه شوې کښتۍ کښي سپاره کړل؛

  42. وَخَلَقْنَا لَهُم مِّن مِّثْلِهِ مَا يَرْكَبُونَ

    او بيا مو د دوى لپاره همغسي نوري کښتۍ پيدا كړې چي دوى پکښي سپريږي .

  43. وَإِن نَّشَأْ نُغْرِقْهُمْ فَلَا صَرِيخَ لَهُمْ وَلَا هُمْ يُنقَذُونَ

    كه موږو غواړو، نو دوى به غرق کړو، هیڅوك به د دوى فرياد اورېدونكى نه وي او دوى ته به په هیڅ ډول نجات ورنه کړل شي؛

  44. إِلَّا رَحْمَةً مِّنَّا وَمَتَاعًا إِلَىٰ حِينٍ

    خو فقط همدا زموږ رحمت دى (چي دوى ژغورو) او تر يوې ټاكلي مودې پوري د ژوند څخه د ګټي اخيستلو فرصت وركوي.

  45. وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّقُوا مَا بَيْنَ أَيْدِيكُمْ وَمَا خَلْفَكُمْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ

    دوى ته چي كله ويل کیږي چي د هغه (دنیوي عذاب) څخه ځان وژغورئ چي ستاسى په مخ کي دی او له هغه (اخروي عذاب څخه) چي وروسته در پسي راځي، شايد پر تاسي رحم وکړاى شي. (نو دوى ځان ناګاره اچوي)؛

  46. وَمَا تَأْتِيهِم مِّنْ آيَةٍ مِّنْ آيَاتِ رَبِّهِمْ إِلَّا كَانُوا عَنْهَا مُعْرِضِينَ

    دوى ته چي د خپل رب د ايتونو څخه هدايت راځي، دوى ورڅخه مخ اړوي.

  47. وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ أَنفِقُوا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللَّهُ قَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا أَنُطْعِمُ مَن لَّوْ يَشَاءُ اللَّهُ أَطْعَمَهُ إِنْ أَنتُمْ إِلَّا فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ

    او كله چي دوى ته ويل کیږي: الله چي تاسي ته كومه روزي درکړېده، د هغې څخه يو څه د الله په لاره کښي هم ولګوئ؛ نو دغه كسان چي كافران شويدي ايمان راوړونكو ته په ځواب کښي وایي: "ايا موږ هغو ته خواړه ورکړو، كه الله غوښتي واى، نو پخپله به یې خواړه ورکړي وای؟ تاسي خو بيخي ګمراه شوي ياست."

  48. وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَـٰذَا الْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ

    دوى وایي: "دغه د قيامت اخطار به كله تر سره شي، وښاست كه تاسي رښتيني ياست؟!"

  49. مَا يَنظُرُونَ إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً تَأْخُذُهُمْ وَهُمْ يَخِصِّمُونَ

    په اصل کي چي دوى كوم شي ته سترګي په لاره دي هغه فقط يوه هيبتناکه چيغه ده چي په ناڅاپي ډول به دوى راګير کړي، حال دا چي دوى به (په هغه وخت کي پخپلو دنيوي چارو کي) شخړه كوونكي وي؛

  50. فَلَا يَسْتَطِيعُونَ تَوْصِيَةً وَلَا إِلَىٰ أَهْلِهِمْ يَرْجِعُونَ

    او په هغه وخت کي به دوى وصيت قدري هم ونه کړای شي، نه به خپلو كورونيو ته بيرته وګرځېداى شي.

  51. وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَإِذَا هُم مِّنَ الْأَجْدَاثِ إِلَىٰ رَبِّهِمْ يَنسِلُونَ

    بيا به يوه شپيلۍ پوکړه شي او په ناڅاپي ډول به دوى د خپل رب حضور ته د وړاندي كېدو لپاره، له خپلو قبرونو څخه راووځي.

  52. قَالُوا يَا وَيْلَنَا مَن بَعَثَنَا مِن مَّرْقَدِنَا ۜ ۗ هَـٰذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمَـٰنُ وَصَدَقَ الْمُرْسَلُونَ

    په وارخطايي سره به ووايي: "اُوف، دا چا موږ له خپلو قبرونو راپاڅولو؟!"- دا همغه شى دى چي الرحمان خداى د هغه وعده کړې وه او د پېغمبرانو خبره رښتيا وه.

  53. إِن كَانَتْ إِلَّا صَيْحَةً وَاحِدَةً فَإِذَا هُمْ جَمِيعٌ لَّدَيْنَا مُحْضَرُونَ

    صرف يو قوي اواز به وي او ټول به زموږ په وړاندي حاضر کړای شي.

  54. فَالْيَوْمَ لَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَلَا تُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ

    نن به پر هيچا د يو بڅري په اندازه ظلم ونشي او تاسي ته به هغسي بدله درکړه شي لكه څنګه چي مو عمل کاوه.

  55. إِنَّ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ الْيَوْمَ فِي شُغُلٍ فَاكِهُونَ

    نن جنتيان په خوندونو اخيستلو کښي بوخت دي.

  56. هُمْ وَأَزْوَاجُهُمْ فِي ظِلَالٍ عَلَى الْأَرَائِكِ مُتَّكِئُونَ

    هغوى او د هغو مېرمني به په ګڼو سيورو کښي، پر تختونو ناست، بالښتونو ته تكيه كوونكي وي.

  57. لَهُمْ فِيهَا فَاكِهَةٌ وَلَهُم مَّا يَدَّعُونَ

    د خوراك او څښاك هر راز خوندور شيان (مېوې) به هلته د هغو لپاره موجود دي او هر څه چي وغواړي، هغوی ته به حاضر وي.

  58. سَلَامٌ قَوْلًا مِّن رَّبٍّ رَّحِيمٍ

    د مهربان پروردګار لخوا هغو ته سلام ويل شويدى.

  59. وَامْتَازُوا الْيَوْمَ أَيُّهَا الْمُجْرِمُونَ

    او اې مجرمانو، نن تاسي بېل شي.

  60. ۞ أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَا بَنِي آدَمَ أَن لَّا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ ۖ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ

    د ادم اولادونو، ايا ما تاسي ته هدايت نه وکړی، چي د شيطان بندګي مه كوئ؛ هغه ستاسي ښكاره دښمن دى؛

  61. وَأَنِ اعْبُدُونِي ۚ هَـٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ

    او یوازي زما بندګي وکړئ، دغه سمه لاره ده؟

  62. وَلَقَدْ أَضَلَّ مِنكُمْ جِبِلًّا كَثِيرًا ۖ أَفَلَمْ تَكُونُوا تَعْقِلُونَ

    خو سره له دې شیطان ستاسي څخه يوه لويه ډله ګمراه کړه. ايا تاسي نه پوهېدلاست؟!

  63. هَـٰذِهِ جَهَنَّمُ الَّتِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ

    دا همغه دوږخ دى چي تاسي ورڅخه وېرول كېدلاست.

  64. اصْلَوْهَا الْيَوْمَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ

    كوم كفر چي تاسي په دنيا کښي کاوه، د هغه په بدله کښي اوس دده د سون مواد شئ.

  65. الْيَوْمَ نَخْتِمُ عَلَىٰ أَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَا أَيْدِيهِمْ وَتَشْهَدُ أَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ

    نن موږ د دوى خولې په مُهرولو بندوو، د دوى لاسونه به له موږ سره وغږيږي او د دوى پښې به شاهدي ووايي چي دوى په دنيا کښي څه كارونه كول.

  66. وَلَوْ نَشَاءُ لَطَمَسْنَا عَلَىٰ أَعْيُنِهِمْ فَاسْتَبَقُوا الصِّرَاطَ فَأَنَّىٰ يُبْصِرُونَ

    كه موږ وغواړو، نو د دوى سترګي به پوښلي هواري کړو؛ بيا دي دوى د لاري خوا ته په ځغستلو وګوري، څنګه به دوى لاره و ويني؟

  67. وَلَوْ نَشَاءُ لَمَسَخْنَاهُمْ عَلَىٰ مَكَانَتِهِمْ فَمَا اسْتَطَاعُوا مُضِيًّا وَلَا يَرْجِعُونَ

    كه موږ وغواړو، نو دوى به پر همدې خپل ځاى پداسي شان مسخ کړي پرېږدو چي نه به د وړاندي تلو وس ولري او نه به د بېرته ستنېدلو.

  68. وَمَن نُّعَمِّرْهُ نُنَكِّسْهُ فِي الْخَلْقِ ۖ أَفَلَا يَعْقِلُونَ

    چا ته چي موږ اوږد عمر ورکړو، نو د هغه جوړښت سرچپه كوو (په سپین ږیریتوب کي لکه ماشوم داسي شي.)، ايا د دغو حالاتو په ليدلو سره دوى نه پوهیږي؟

  69. وَمَا عَلَّمْنَاهُ الشِّعْرَ وَمَا يَنبَغِي لَهُ ۚ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ وَقُرْآنٌ مُّبِينٌ

    موږ دغه پېغمبر ته شعر نه دى ور زده کړی او نه شاعري له ده سره ښایي. دا خو يو نصيحت او روښانه لوستل كېدونكى كتاب دی.

  70. لِّيُنذِرَ مَن كَانَ حَيًّا وَيَحِقَّ الْقَوْلُ عَلَى الْكَافِرِينَ

    تر څو چي هر هغه څوك تنبيه کړي چي ژوندی وي او پر انكار كوونكو باندي (د عذاب) خبره ثابته شي.

  71. أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّا خَلَقْنَا لَهُم مِّمَّا عَمِلَتْ أَيْدِينَا أَنْعَامًا فَهُمْ لَهَا مَالِكُونَ

    ايا دوى نه ويني چي موږ پخپلو لاسونو (قدرت) د جوړو شويو شيانو څخه د دوى لپاره څاروي پيدا کړل او اوس يې دوى خاوندان دي؛

  72. وَذَلَّلْنَاهَا لَهُمْ فَمِنْهَا رَكُوبُهُمْ وَمِنْهَا يَأْكُلُونَ

    موږ هغه پداسي شان دوى ته ښكېل (تابع) کړيدي چى پر ځينو باندى دوى سپريږى، د ځينو غوښه خوري،

  73. وَلَهُمْ فِيهَا مَنَافِعُ وَمَشَارِبُ ۖ أَفَلَا يَشْكُرُونَ

    او په هغو کښي د دوى لپاره راز راز ګټي او څښاکونه شته، نو ايا دوى شكر نه باسي؟

  74. وَاتَّخَذُوا مِن دُونِ اللَّهِ آلِهَةً لَّعَلَّهُمْ يُنصَرُونَ

    له دې هر څه سره سره دوى د الله (ج) څخه پرته نور خدايان نيولي دي او دا هيله لري چي له دوى سره به مرسته وکړاى شي.

  75. لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَهُمْ وَهُمْ لَهُمْ جُندٌ مُّحْضَرُونَ

    (دغه معبودان) له دوى سره هیڅ مرسته نشي كولای، بلکي برعكس دوى د هغو لپاره تيارسی لښكر جوړ شويدى.

  76. فَلَا يَحْزُنكَ قَوْلُهُمْ ۘ إِنَّا نَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ

    ښه نو، کومي خبري چي دوى جوړوي، هغه دي تا ونه ځوروي. د دوى په پټو او ښكاره ټولو خبرو باندي موږ پوهیږو.

  77. أَوَلَمْ يَرَ الْإِنسَانُ أَنَّا خَلَقْنَاهُ مِن نُّطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ مُّبِينٌ

    ايا انسان نه ویني (نه پوهیږي) چي موږ هغه د نطفې څخه پيدا کړ او بيا هغه ښكاره شخړه كوونكى شو؟

  78. وَضَرَبَ لَنَا مَثَلًا وَنَسِيَ خَلْقَهُ ۖ قَالَ مَن يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ

    اوس هغه پر موږ پوري مثالونه تړي او خپل پيداېښت هېروي، وايي: "څوك به دغه هډوكي را ژوندي کړي چي كله وراسته شوي وي؟"

  79. قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ ۖ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ

    [اې محمده (ص)!] ده ته ووايه: دا به هماغه ذات ژوندي كوي، چي مخکي یې پيدا کړي ول، او هغه د پیدایښت په هر كار پوهیږي؛

  80. الَّذِي جَعَلَ لَكُم مِّنَ الشَّجَرِ الْأَخْضَرِ نَارًا فَإِذَا أَنتُم مِّنْهُ تُوقِدُونَ

    هماغه ذات چي ستاسي لپاره یې له شنې سمسوري وني څخه اور پيدا کړ او تاسي د دې څخه خپل نغري بلوئ؛

  81. أَوَلَيْسَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِقَادِرٍ عَلَىٰ أَن يَخْلُقَ مِثْلَهُم ۚ بَلَىٰ وَهُوَ الْخَلَّاقُ الْعَلِيمُ

    ايا هغه ذات چي اسمانونه او ځمکه یې پيدا کړل، پردې باندي قادر نه دى چي د دوى په څېر يې پیدا کړي؟ - ولي نه، او هغه ښه پیدا کوونکی او ښه پوهېدونکی دی (ماهر خلاق دی).

  82. إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَن يَقُولَ لَهُ كُن فَيَكُونُ

    هغه خو چي كله د يو شي اراده كوي، نو د هغه كار همدومره دى چي ورته حكم وکړي چي شه! او هغه کیږي.

  83. فَسُبْحَانَ الَّذِي بِيَدِهِ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيْءٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ

    هغه ذات پاك دى چي په لاس کښي يې د هر شي بشپړ وس واك دى، او د هماغه لوري ته تاسي ورګرځول كېدونكي ياست.

Holy Quran-Pashto