-
الر ۚ تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْحَكِيمِ
الف، لام، را. دا د حکمت څخه د ډک کتاب آیتونه دي.
-
أَكَانَ لِلنَّاسِ عَجَبًا أَنْ أَوْحَيْنَا إِلَىٰ رَجُلٍ مِّنْهُمْ أَنْ أَنذِرِ النَّاسَ وَبَشِّرِ الَّذِينَ آمَنُوا أَنَّ لَهُمْ قَدَمَ صِدْقٍ عِندَ رَبِّهِمْ ۗ قَالَ الْكَافِرُونَ إِنَّ هَـٰذَا لَسَاحِرٌ مُّبِينٌ
ايا د خلكو لپاره دا د حيرانتيا وړ خبره شوه، چي موږ له همغو څخه خپل يو سړي ته وحيي وکړه، چي (په غفلت کښي لويدلي) خلك راويښ کړه او څوك چي یې ومني، زيرى ورکړه چي د هغو لپاره د هغو له رب سره رښتونى عزت او سر لوړي ده؟- خو منكرانو وويل چي دا سړی ښكاره کوډګر دى.
-
إِنَّ رَبَّكُمُ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَىٰ عَلَى الْعَرْشِ ۖ يُدَبِّرُ الْأَمْرَ ۖ مَا مِن شَفِيعٍ إِلَّا مِن بَعْدِ إِذْنِهِ ۚ ذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ ۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ
حقيقت دا دى چي ستاسي رب هماغه خداى دى چي آسمانونه او ځمکه یې په شپږو ورځو کښي پيدا کړل. بيا یې پر عرش استوا اوکړه. د كائناتو انتظام چلوي. هیڅوك شفاعت (سپارښ) كوونكى نشته مګر دا چي د هغه له اجازې وروسته شفاعت وکړي. همدا الله ستاسي رب دى، نو تاسي د همغه عبادت وکړئ. ايا نو تاسي به په هوښ کښي رانشئ (فند نه اخلئ)؟
-
إِلَيْهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا ۖ وَعْدَ اللَّهِ حَقًّا ۚ إِنَّهُ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ لِيَجْزِيَ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ بِالْقِسْطِ ۚ وَالَّذِينَ كَفَرُوا لَهُمْ شَرَابٌ مِّنْ حَمِيمٍ وَعَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْفُرُونَ
د همغه لوري ته ستاسي ټولو ورګرځېدل دي، دا د الله پخه وعده ده. بېشكه پېدايښت همغه پېل كوي، بيا به یې همغه دوهم ځل پېدا کړي. تر څو كومو خلكو چي ايمان راوړيدى او ښه عملونه یې سرته رسولي دي، هغو ته په پوره انصاف سره مكافات ورکړي. او كومو كسانو چي د كفر مسلك غوره کړيدى، هغوى به د حق د هغه انكار په مجازات کښي چي کاوه یې، خوټېدلي اوبه وڅښي او دردناکه سزا به وګالي.
-
هُوَ الَّذِي جَعَلَ الشَّمْسَ ضِيَاءً وَالْقَمَرَ نُورًا وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُوا عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ ۚ مَا خَلَقَ اللَّهُ ذَٰلِكَ إِلَّا بِالْحَقِّ ۚ يُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ
هماغه ذات دى چي لمر یې روڼ او سپوږمۍ یې روښانه پېدا کړېده. او د سپوږمۍ د نري كېدو او غټېدو پړاوونه یې په منظم ډول ټاكلي دي، چي تاسي په هغو سره د كلونو او نېټو حساب معلوم کړۍ. الله دا هر څه (د لوبې په ډول نه، بلکي) له يو مقصد سره پېدا کړيدي. هغه خپلي نښانې د هغو خلكو لپاره چي علم لري په روښانه څرګنده توګه وړاندي كوي.
-
إِنَّ فِي اخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَمَا خَلَقَ اللَّهُ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَّقُونَ
په يقيني ډول د شپې او ورځي په اووښتلو را اووښتلو کښي او په هر هغه څه کښي چي الله په اسمانونو او ځمکه کښي پېدا کړيدي، د هغو خلكو لپاره نښانې دي چي (له ناوړه فكر او ناوړه چلند څخه) ډډه كول غواړي.
-
إِنَّ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءَنَا وَرَضُوا بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَاطْمَأَنُّوا بِهَا وَالَّذِينَ هُمْ عَنْ آيَاتِنَا غَافِلُونَ
حقيقت دا دى، كوم خلك چي زموږ سره د يو ځاى كېدو هيله من نه دي او د همدې دنيا په ژوندانه خوښ او ډاډه شويدي او هغه كسان چي زموږ له نښانو څخه غافل دي،
-
أُولَـٰئِكَ مَأْوَاهُمُ النَّارُ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ
د هغو وروستى استوګنځى به دوږخ وي، د هغو ناوړو چارو په بدله کښي چي هغوى (د خپلي دغي ناوړه عقيدې او غلطي کړنلاري له مخي) سرته رسولې.
-
إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ يَهْدِيهِمْ رَبُّهُم بِإِيمَانِهِمْ ۖ تَجْرِي مِن تَحْتِهِمُ الْأَنْهَارُ فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ
او دا هم حقيقت دى، كومو كسانو چي ايمان راوړيدى او غوره چاري یې سرته رسولي دي، د هغو رب به يې د هغو د ايمان له امله پر سمه لاره وخوځوي، له نعمت څخه په ډكو جنتونو کښي به چي لاندي به يې ویالې بهیږي (ځاي ورکړي)،
-
دَعْوَاهُمْ فِيهَا سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَتَحِيَّتُهُمْ فِيهَا سَلَامٌ ۚ وَآخِرُ دَعْوَاهُمْ أَنِ الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ
هلته به د هغوى ويناوي دا وي: "اې خدايه ته پاك یې!" - د هغوى دُعا به دا وي: "سلامتيا دې وي." - او د هغوى هره وينا به په دې سره پاى ته رسیږي: "ټوله ثنا او ستاينه یوازي د کائیناتو د پالونکي الله لپاره ده."
-
۞ وَلَوْ يُعَجِّلُ اللَّهُ لِلنَّاسِ الشَّرَّ اسْتِعْجَالَهُم بِالْخَيْرِ لَقُضِيَ إِلَيْهِمْ أَجَلُهُمْ ۖ فَنَذَرُ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءَنَا فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ
كه الله له خلكو سره په ناوړه چاره کښي هم همدومره تلوار کولای، لكه څنګه چي هغوی د دنيوي ښېګڼي په غوښتنه کښي چټكي كوي، نو د هغو د کړو وړو فرصت به يو وخت پاى ته رسول شوى وای. (خو زموږ دا عادت نه دى)، ځكه خو هغو خلكو ته چي زموږ سره د يو ځاى كېدو هيله نلري، په سرغړونه کښي د هغو د لالهانده كېدو لپاره فرصت وركوو.
-
وَإِذَا مَسَّ الْإِنسَانَ الضُّرُّ دَعَانَا لِجَنبِهِ أَوْ قَاعِدًا أَوْ قَائِمًا فَلَمَّا كَشَفْنَا عَنْهُ ضُرَّهُ مَرَّ كَأَن لَّمْ يَدْعُنَا إِلَىٰ ضُرٍّ مَّسَّهُ ۚ كَذَٰلِكَ زُيِّنَ لِلْمُسْرِفِينَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
د انسان حال دا دى چي كله كوم سخت وخت پر راسي، نو په ولاړي، ناستي او ملاستي موږ بلي. خو كله چي موږ د هغه کړاو ايسته كوو، نو داسي ځي، ووځي چي ته به وايې: هغه هیڅكله په خپله كومه بده ورځ کښي موږ له سره بللي نه وو. په دې ډول له حده تيري كوونكو لپاره د هغوى کړه وړه ښايسته کړای شويدي.
-
وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا الْقُرُونَ مِن قَبْلِكُمْ لَمَّا ظَلَمُوا ۙ وَجَاءَتْهُمْ رُسُلُهُم بِالْبَيِّنَاتِ وَمَا كَانُوا لِيُؤْمِنُوا ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِي الْقَوْمَ الْمُجْرِمِينَ
اې خلكو، موږ ستاسي څخه مخکي قومونه (چي په خپل خپل وخت کښي د ژوند په لوړه پوړۍ کښي ول) هلاک کړل، ځګه چي هغوى د ظلم چلند غوره کړ او د هغو پېغمبران له ښكاره څرګندو نښانو سره ورته راغلل او هغوى له سره ايمان رانه وړ. په دې ډول موږ مجرمانو ته د هغو درجرمونو بدله وركوو.
-
ثُمَّ جَعَلْنَاكُمْ خَلَائِفَ فِي الْأَرْضِ مِن بَعْدِهِمْ لِنَنظُرَ كَيْفَ تَعْمَلُونَ
اوس له هغو څخه وروسته، موږ تاسي ته په ځمکه کښي د هغوى ځاى درکړيدى، تر څو وګورو چي تاسي څنګه عمل كوئ.
-
وَإِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ آيَاتُنَا بَيِّنَاتٍ ۙ قَالَ الَّذِينَ لَا يَرْجُونَ لِقَاءَنَا ائْتِ بِقُرْآنٍ غَيْرِ هَـٰذَا أَوْ بَدِّلْهُ ۚ قُلْ مَا يَكُونُ لِي أَنْ أُبَدِّلَهُ مِن تِلْقَاءِ نَفْسِي ۖ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَىٰ إِلَيَّ ۖ إِنِّي أَخَافُ إِنْ عَصَيْتُ رَبِّي عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ
كله چي دوى ته زموږ روښانه خبري اورول کیږي، نو هغه خلك چي زموږ سره د يو ځاى كېدو هيله من نه دي، وايي: "دده پر ځاى كوم بل قُرآن راوړه يا په ده کښي څه تعديل راوله." - [اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: "زما دا كار نه دى چي له خپله ځانه په ده کښي څه تعديل او ترميم وکړم. زه خو یوازي د هغي وحیي پېرو يم چي ما ته لېږله کیږي. كه زه د خپل رب له امر څخه سر وغړوم، نو د ډيري هېبتناکي ورځي څخه وېرېږم."
-
قُل لَّوْ شَاءَ اللَّهُ مَا تَلَوْتُهُ عَلَيْكُمْ وَلَا أَدْرَاكُم بِهِ ۖ فَقَدْ لَبِثْتُ فِيكُمْ عُمُرًا مِّن قَبْلِهِ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ
او ورته ووايه: "كه د الله اراده همدا واى، نو ما به دا قُرآن تاسي ته هیڅكله نه ؤ اورولى. او الله به تاسي ته د هغه خبر قدري هم نه واى درکړی. ښه نو ما خو له دې څخه مخکي ستاسي په منځ کښي يو عمر تېر کړيدى، ايا تاسي له پوهي څخه كار نه اخلئ؟
-
فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَوْ كَذَّبَ بِآيَاتِهِ ۚ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الْمُجْرِمُونَ
نو له هغه څخه به بل غټ ظالم څوك وي چي يوه د درواغو خبره له ځانه جوړه کړي، د الله لوري ته یې منسوب کړي او يا د الله واقعي ايتونه درواغ وګڼي؟ دا باوري ده چي مجرمان هیڅكله نشي بريالي کېدای."
-
وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنفَعُهُمْ وَيَقُولُونَ هَـٰؤُلَاءِ شُفَعَاؤُنَا عِندَ اللَّهِ ۚ قُلْ أَتُنَبِّئُونَ اللَّهَ بِمَا لَا يَعْلَمُ فِي السَّمَاوَاتِ وَلَا فِي الْأَرْضِ ۚ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَىٰ عَمَّا يُشْرِكُونَ
دا خلك له خدايه پرته د هغه څه عبادت كوي چي نه ورته ګټه رسواى شي او نه تاوان. او وايي چي دا د الله په وړاندي زموږ سپارښتګر دي. [اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: "ايا تاسي الله له هغي خبري څخه خبروئ چي هغه نه په اسمانو کښي په پوهیږي او نه په ځمکه کښي؟" - الله له هغه شرك څخه چي دوى یې كوي پاك دى او لوړ او پورته دى.
-
وَمَا كَانَ النَّاسُ إِلَّا أُمَّةً وَاحِدَةً فَاخْتَلَفُوا ۚ وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِن رَّبِّكَ لَقُضِيَ بَيْنَهُمْ فِيمَا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ
په پیل کښي ټول انسانان يو اُمت ؤ. بيا وروسته هغوى بېلابېلي عقيدې او مسلكونه جوړ کړل. او كه ستا د پروردګار له لوري لا له پخوا يوه خبره فېصله کړای شوې نه واى، نو په كوم شي کښي چي هغوى پخپلو منځو کښي اختلاف كوي، د هغه به پرېکړه شوې وای.
-
وَيَقُولُونَ لَوْلَا أُنزِلَ عَلَيْهِ آيَةٌ مِّن رَّبِّهِ ۖ فَقُلْ إِنَّمَا الْغَيْبُ لِلَّهِ فَانتَظِرُوا إِنِّي مَعَكُم مِّنَ الْمُنتَظِرِينَ
او دا چي هغوى وايي، چي پر دې پېغمبر باندي دده د رب له لوري څخه كومه نښانه ولي نازله نشوه. نو دوى ته ووايه: "د غېبو څښتن او واكمن خو یوازي الله دى، ښه دی، سترګي په لاره اوسئ، زه هم ستاسي سره منتظر يم."
-
وَإِذَا أَذَقْنَا النَّاسَ رَحْمَةً مِّن بَعْدِ ضَرَّاءَ مَسَّتْهُمْ إِذَا لَهُم مَّكْرٌ فِي آيَاتِنَا ۚ قُلِ اللَّهُ أَسْرَعُ مَكْرًا ۚ إِنَّ رُسُلَنَا يَكْتُبُونَ مَا تَمْكُرُونَ
د خلكو دا حال دى چي له کړاو څخه وروسته چي كله موږ پر هغو باندي د رحمت خوند وڅكو، نو سمدلاسه زموږ د نښانو په باب په دسيسو لاس پوري كوي. دوى ته ووايه: الله په خپل تدبير کښي ستاسي څخه ډېر تېز دى، زموږ پرښتې ستاسي ټول چلونه ليكي.
-
هُوَ الَّذِي يُسَيِّرُكُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ ۖ حَتَّىٰ إِذَا كُنتُمْ فِي الْفُلْكِ وَجَرَيْنَ بِهِم بِرِيحٍ طَيِّبَةٍ وَفَرِحُوا بِهَا جَاءَتْهَا رِيحٌ عَاصِفٌ وَجَاءَهُمُ الْمَوْجُ مِن كُلِّ مَكَانٍ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ أُحِيطَ بِهِمْ ۙ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ لَئِنْ أَنجَيْتَنَا مِنْ هَـٰذِهِ لَنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ
هماغه الله دى چي تاسي په وچه او لمده کښي ګرځوي، لكه څنګه چي تاسي په بېړېو کښي په سپرېدو په موافق باد سره خوشحاله سوکاله سفر كوئ، او بيا په ناڅاپي ډول مخالف توند باد را والوزي او له هري خوا څخه څپې څپانده کیږي او مسافران انګېري چي په طوفان کښي راګير شول. په هغه وخت کښي ټول خپل دين یوازي د الله لپاره خالصوي او داسي دُعاګاني كوي: "كه تا موږ ته له دې بلا څخه نجات راکړ، نو موږ به شكر ايستونكي بندګان شو."
-
فَلَمَّا أَنجَاهُمْ إِذَا هُمْ يَبْغُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ ۗ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّمَا بَغْيُكُمْ عَلَىٰ أَنفُسِكُم ۖ مَّتَاعَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ ثُمَّ إِلَيْنَا مَرْجِعُكُمْ فَنُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ
خو الله چي كله هغوى وژغوري، نو بيا هماغه خلك له حق څخه په سرغړاوي، په ځمکه کښي په سركښۍ لاس پوري كوي. اې خلكو! ستاسي دا سرکښي همدا ستاسي په زيان تمامه شوېده. د دُنيا څو ورځني خوندونه دي (وایې خلئ). بيا زموږ لوري ته ستاسي راګرځېدل دي، په هغه وخت کښي به موږ در وښيو چي تاسي څه كول.
-
إِنَّمَا مَثَلُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَاءٍ أَنزَلْنَاهُ مِنَ السَّمَاءِ فَاخْتَلَطَ بِهِ نَبَاتُ الْأَرْضِ مِمَّا يَأْكُلُ النَّاسُ وَالْأَنْعَامُ حَتَّىٰ إِذَا أَخَذَتِ الْأَرْضُ زُخْرُفَهَا وَازَّيَّنَتْ وَظَنَّ أَهْلُهَا أَنَّهُمْ قَادِرُونَ عَلَيْهَا أَتَاهَا أَمْرُنَا لَيْلًا أَوْ نَهَارًا فَجَعَلْنَاهَا حَصِيدًا كَأَن لَّمْ تَغْنَ بِالْأَمْسِ ۚ كَذَٰلِكَ نُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ
د دنيا ددغه ژوندانه مثال (چي تاسي د هغه په نشه کښي مست ياست او زموږ له نښانو څخه غفلت كوئ) داسي دى لكه چي له اسمانه موږ اوبه ورولې، نو د ځمکي حاصلات چي انسانان او څاروي ټول یې خوري، ښه ګڼ شول. بيا په هماغه وخت کښي چي د ځمکي خپل پسرلى ؤ او كښتونه ښكلي ښايسته پكښي ولاړ ول او د هغې څښتنانو دا ګڼله چي اوس موږ له دې څخه په ګټه اخيستلو قادر يوو. په ناڅاپي ډول د شپې يا د ورځي زموږ حكم راغى او موږ هغه داسي تالا والا کړل، چي ته به وایې: پرون هلته له سره څه شى نه و. په دې ډول موږ خپلي نښانې د هغو خلكو لپاره په ډاګه څرګنده وړاندي كوو چي فكر كوونكي پوهېدونكي دي (تاسي په دې فاني ژوندانه غوليدلي ياست).
-
وَاللَّهُ يَدْعُو إِلَىٰ دَارِ السَّلَامِ وَيَهْدِي مَن يَشَاءُ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ
او الله تاسي ته د سلامتيا د كور په لوري بلنه دركوي. (لارښوونه د هغه په واك کښي ده) چا ته چي يې خوښه شي سمه لاره ورښيي.
-
۞ لِّلَّذِينَ أَحْسَنُوا الْحُسْنَىٰ وَزِيَادَةٌ ۖ وَلَا يَرْهَقُ وُجُوهَهُمْ قَتَرٌ وَلَا ذِلَّةٌ ۚ أُولَـٰئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
كومو كسانو چي د ښو چارو لاره غوره کړه، د هغو لپاره ښېګڼه او زياته مهرباني ده، د هغو پر مخونو باندي به توروالى او خواري خوره نشي. هغوى د جنت حقدار دي، هلته به د تل لپاره اوسیږي.
-
وَالَّذِينَ كَسَبُوا السَّيِّئَاتِ جَزَاءُ سَيِّئَةٍ بِمِثْلِهَا وَتَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ ۖ مَّا لَهُم مِّنَ اللَّهِ مِنْ عَاصِمٍ ۖ كَأَنَّمَا أُغْشِيَتْ وُجُوهُهُمْ قِطَعًا مِّنَ اللَّيْلِ مُظْلِمًا ۚ أُولَـٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
او كومو خلكو چي د بديو ګټه کړېده، د هغو چي څنګه بدي ده هماغسي بدله به ومومي؛ خواري به ورباندي مسلطه وي. هیڅوك به له الله څخه د هغو ژغورونكى نه وي. د هغو پر مخونو به داسي ترږمۍ خوره شوې وي، لكه د شپې چي توري پردې پرې غوړېدلي وي. هغوى د دوږخ وړ دي، هلته به د تل لپاره اوسیږي.
-
وَيَوْمَ نَحْشُرُهُمْ جَمِيعًا ثُمَّ نَقُولُ لِلَّذِينَ أَشْرَكُوا مَكَانَكُمْ أَنتُمْ وَشُرَكَاؤُكُمْ ۚ فَزَيَّلْنَا بَيْنَهُمْ ۖ وَقَالَ شُرَكَاؤُهُم مَّا كُنتُمْ إِيَّانَا تَعْبُدُونَ
په كومه ورځ چي موږ دوى ټول په يو ځاى (په خپله محكمه کښي) را پاڅوو، بيا هغو خلكو ته چي شرك یې کړيدى ووايو چي: په خپل خپل ځاى هم تاسي او هم ستاسي جوړ کړي شريكان ايسار شئ. بيا به موږ د دوى له منځ څخه د بېګانه توب پرده ايسته کړو، او د دوى شريكان به ووايي: " تاسي خو زموږ عبادت نه کاوه؛
-
فَكَفَىٰ بِاللَّهِ شَهِيدًا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ إِن كُنَّا عَنْ عِبَادَتِكُمْ لَغَافِلِينَ
زموږ او ستاسي په منځ کښي د الله شاهدي كافي ده، چي (كه تاسي زموږ عبادت کاوه هم، خو) موږ ستاسي له دې عبادت څخه بيخي بې خبره وو."
-
هُنَالِكَ تَبْلُو كُلُّ نَفْسٍ مَّا أَسْلَفَتْ ۚ وَرُدُّوا إِلَى اللَّهِ مَوْلَاهُمُ الْحَقِّ ۖ وَضَلَّ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ
په هغه وخت کښي به هر څوك د خپلو پخوانيو کړنو خوند وڅكي. ټول به د خپل حقيقي څښتن الله خوا ته ور وګرځول شي. او هغه ټول درواغ (معبودان) چي دوى جوړ کړي ول، ترېنه ورك به شي.
-
قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ أَمَّن يَمْلِكُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَمَن يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ وَمَن يُدَبِّرُ الْأَمْرَ ۚ فَسَيَقُولُونَ اللَّهُ ۚ فَقُلْ أَفَلَا تَتَّقُونَ
له دوى څخه پوښتنه وکړه: "څوك تاسي ته له اسمان او ځمکي څخه روزي دركوي؟ دا د اورېدو او ليدو قواوې د چا په واك کښي دي؟ څوك له بې ساه څخه ساكښ او له ساكښ څخه بې ساه راباسي؟ څوك د مخلوقاتو ددې نظم تدبير كوي؟" - هغوى به هرو مرو ووايي چي الله. - ورته ووايه: "نو تاسي (د حقيقت پر خلاف تګ كولو څخه) ډډه نه كوئ؟
-
فَذَٰلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمُ الْحَقُّ ۖ فَمَاذَا بَعْدَ الْحَقِّ إِلَّا الضَّلَالُ ۖ فَأَنَّىٰ تُصْرَفُونَ
په دغو صفتونو سره خو همدا الله ستاسي حقيقي رب دى. نو له حقه وروسته له ګمراهۍ پرته نور څه پاتي شول؟ - ښه نو تاسي کومي خوا ته اړول کېږئ؟"
-
كَذَٰلِكَ حَقَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ عَلَى الَّذِينَ فَسَقُوا أَنَّهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ
[اې پېغمبره (ص)!] پر دغسي نافرماني غوره كوونكو، ستا د رب خبره رښتينې شوه چي هغوى به منونكي نشي.
-
قُلْ هَلْ مِن شُرَكَائِكُم مَّن يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ ۚ قُلِ اللَّهُ يَبْدَأُ الْخَلْقَ ثُمَّ يُعِيدُهُ ۖ فَأَنَّىٰ تُؤْفَكُونَ
له دوى څخه پوښتنه وکړه: "ستاسي په انګېرل شوېو شريكانو کښي څوك شته چي لومړی پيدا كول یې هم کړي وي او دوهم ځل پيدا كول هم وکړي؟" - (ورته) ووايه: "هغه یوازي الله دى چي لومړی پيدا كول هم كوي او دوهم ځل هم. نو تاسي په كومه چپه لاره خوځول کېږئ؟"
-
قُلْ هَلْ مِن شُرَكَائِكُم مَّن يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ ۚ قُلِ اللَّهُ يَهْدِي لِلْحَقِّ ۗ أَفَمَن يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ أَحَقُّ أَن يُتَّبَعَ أَمَّن لَّا يَهِدِّي إِلَّا أَن يُهْدَىٰ ۖ فَمَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ
له دوى څخه پوښتنه وکړه: "ستاسي په ګڼل شوېو شريكانو کښي څوك داسي شته، چي د حق لوري ته رهبري كوي؟"- (ورته) ووايه: "هغه یوازي الله دى چي د حق لارښوونه كوي. ښه نو وښياست! څوك چي د حق خوا ته لارښوونه كوي، هغه ددې زيات وړ دى چي پيروي يې وشي يا که هغه چي په خپله لاره نه مومي، مګر دا چي ورته لاره وښودله شي؟ - نو پر تاسي باندي څه شويدي څنګه چپه چپه فېصلې كوئ؟"
-
وَمَا يَتَّبِعُ أَكْثَرُهُمْ إِلَّا ظَنًّا ۚ إِنَّ الظَّنَّ لَا يُغْنِي مِنَ الْحَقِّ شَيْئًا ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ بِمَا يَفْعَلُونَ
حقيقت دا دى چي له دوى څخه زياتره خلك یوازي په انګېرني او ګومان پسي روان دي، په داسي حال کښي چي ګومان، د حق اړتیا يو بڅرى هم نه پوره كوي. څه چي دوى كوي الله ورباندي ښه پوهیږي.
-
وَمَا كَانَ هَـٰذَا الْقُرْآنُ أَن يُفْتَرَىٰ مِن دُونِ اللَّهِ وَلَـٰكِن تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ الْكِتَابِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِن رَّبِّ الْعَالَمِينَ
او دا قُرآن هغه شى نه دى چي د الله له وحيي او ښووني څخه پرته په درواغو جوړ کړای شي. بلکي دا خو د هغه څه چي پخوا راغلي ول تصدیق کوونکی او د الكتاب تفصيل دى. په دې کښي هیڅ شك نشته چي دا د كائناتو د حكم چلوونكي (الله ج) له لوري څخه دى.
-
أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ ۖ قُلْ فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِّثْلِهِ وَادْعُوا مَنِ اسْتَطَعْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ
بلکي، ايا دوى وايي چي پېغمبر دا په خپله د ځانه جوړ کړيدى؟ - ورته ووايه: "كه تاسي په خپل دغه تور لګولو کښي رښتيني ياست، نو دده په څېر يو سورت تصنيف کړی راوړئ؛ او له يوه خدايه پرته چي نور هر څوك راغوښتلای شئ، د مرستي لپاره یې راوغواړئ!"
-
بَلْ كَذَّبُوا بِمَا لَمْ يُحِيطُوا بِعِلْمِهِ وَلَمَّا يَأْتِهِمْ تَأْوِيلُهُ ۚ كَذَٰلِكَ كَذَّبَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۖ فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الظَّالِمِينَ
اصلي خبره دا ده، كوم شى چي د دوى د علم په احاطه کښي نه دى راغلى او د كوم شي راتلونكې چي د دوى تر نظر لاندي نه ده راغلې، هغه يې (هرو مرو په اټكلي ډول) دوراغ وګاڼه. په همدې ډول خو له دوى څخه مخکي خلكو هم د درواغو نسبتونه کړيدي، نو وګوره د هغو ظالمانو څه عاقبت شو.
-
وَمِنْهُم مَّن يُؤْمِنُ بِهِ وَمِنْهُم مَّن لَّا يُؤْمِنُ بِهِ ۚ وَرَبُّكَ أَعْلَمُ بِالْمُفْسِدِينَ
له دوى څخه به ځیني خلك ورباندي ايمان راوړي او ځیني به یې ورباندي رانه وړي؛ او ستا رب هغه مفسدان ښه پېژني.
-
وَإِن كَذَّبُوكَ فَقُل لِّي عَمَلِي وَلَكُمْ عَمَلُكُمْ ۖ أَنتُم بَرِيئُونَ مِمَّا أَعْمَلُ وَأَنَا بَرِيءٌ مِّمَّا تَعْمَلُونَ
كه دوى تا درواغجن ګڼي، نو ورته ووايه: "زما کړه وړه زما لپاره او ستاسي کړه وړه ستاسي لپاره دي، څه چي زه كوم د هغه له مسئوليت څخه تاسي خلاص ياست او څه چي تاسي كوئ د هغه له مسئوليت څخه زه خلاص يم."
-
وَمِنْهُم مَّن يَسْتَمِعُونَ إِلَيْكَ ۚ أَفَأَنتَ تُسْمِعُ الصُّمَّ وَلَوْ كَانُوا لَا يَعْقِلُونَ
په دوی کښي ډېر داسي خلك دي چي ستا خبري اوري، خو ايا ته به كاڼه واوروې، كه هغوى په هیڅ هم ونه پوهیږي؟
-
وَمِنْهُم مَّن يَنظُرُ إِلَيْكَ ۚ أَفَأَنتَ تَهْدِي الْعُمْيَ وَلَوْ كَانُوا لَا يُبْصِرُونَ
له دوى څخه زياتره كسان دي چي تا ته ګوري، خو ايا ته ړندو ته لاره ښیې، كه هغوى هیڅ هم نه ويني؟
-
إِنَّ اللَّهَ لَا يَظْلِمُ النَّاسَ شَيْئًا وَلَـٰكِنَّ النَّاسَ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ
حقيقت دا دى چي الله پر خلكو ظلم نه كوي، خلك خپله پر خپل ځان ظلم كوي.
-
وَيَوْمَ يَحْشُرُهُمْ كَأَن لَّمْ يَلْبَثُوا إِلَّا سَاعَةً مِّنَ النَّهَارِ يَتَعَارَفُونَ بَيْنَهُمْ ۚ قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِلِقَاءِ اللَّهِ وَمَا كَانُوا مُهْتَدِينَ
(نن په دې دنيوي ژوندانه کښي مست دي) او په كومه ورځ چي الله دوى راپاڅوي، نو (همدغه د دنيا ژوند به دوى ته داسي ښكاره شي چي) ته به وایې دوى یوازي پوره يو ساعت په خپلو منځو کښي د پيژندګلوۍ لپاره ځنډېدلي ول. (په هغه وخت کښي به په پلټنه ثابته کړای شي چي) په واقع کښي هغه كسان سخت له زيان سره مخامخ شول، چي له الله سره يو ځاى كېدل یې درواغ وګڼل؛ او هیڅكله هغوى پر سمه لاره نه ول.
-
وَإِمَّا نُرِيَنَّكَ بَعْضَ الَّذِي نَعِدُهُمْ أَوْ نَتَوَفَّيَنَّكَ فَإِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ اللَّهُ شَهِيدٌ عَلَىٰ مَا يَفْعَلُونَ
له كوم ناوړه سرنوشت څخه چي موږ هغوى وېروو، د هغه يوه برخه به موږ ستا په ژوند کښي در وښيو يا به له هغه څخه مخکي تا واخلو. په هر حال د دوى راتګ زموږ خوا ته دى. او دوى چي څه كوي الله ور باندى شاهد دى.
-
وَلِكُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولٌ ۖ فَإِذَا جَاءَ رَسُولُهُمْ قُضِيَ بَيْنَهُم بِالْقِسْطِ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ
د هر اُمت لپاره يو پېغمبر دى. كله چي كوم امت ته د هغه پېغمبر راځي، نو د هغه فېصله په پوره عدالت سره کیږي او پر هغه به يو بڅرى ظلم هم نه کیږي.
-
وَيَقُولُونَ مَتَىٰ هَـٰذَا الْوَعْدُ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ
وايي كه ستاسي دا اخطار رښتيا دى، نو دا به كله تر سره کیږي؟
-
قُل لَّا أَمْلِكُ لِنَفْسِي ضَرًّا وَلَا نَفْعًا إِلَّا مَا شَاءَ اللَّهُ ۗ لِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ ۚ إِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ فَلَا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً ۖ وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ
ورته ووايه: "زما په واك کښي د خپل ځان ګټه او زيان هم نشته. هر څه د الله په خوښې پوري اړه لري. د هر اُمت لپاره د مهلت يوه موده ده، كله چي دا موده پوره کیږي، نو پوره يو ساعت مخكيوالی یا وروسته والى به هم نه وي."
-
قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَتَاكُمْ عَذَابُهُ بَيَاتًا أَوْ نَهَارًا مَّاذَا يَسْتَعْجِلُ مِنْهُ الْمُجْرِمُونَ
دوى ته ووايه: "تاسي كله په دې غور کړيدى چي كه د الله عذاب په ناڅاپي ډول د شپې يا دورځي راشي (نو تاسي څه كولای شئ؟). ښه نو دا كوم داسي شى دى چي د هغه لپاره مجرمان تلوار كوي؟
-
أَثُمَّ إِذَا مَا وَقَعَ آمَنتُم بِهِ ۚ آلْآنَ وَقَدْ كُنتُم بِهِ تَسْتَعْجِلُونَ
ايا كله چي هغه (عذاب) پر تاسي را پريوځي په هماغه وخت کښي به یې ومنئ؟ - اوس ځان ژغورل غواړئ؟ - په داسي حال کښي چي تاسي په خپله د هغه د چټګ راتلو غوښتنه كوله!"
-
ثُمَّ قِيلَ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا ذُوقُوا عَذَابَ الْخُلْدِ هَلْ تُجْزَوْنَ إِلَّا بِمَا كُنتُمْ تَكْسِبُونَ
بيا به ظالمانو ته وويل شي چي اوس د ابدي عذاب خوند وڅكئ. څه چي تاسي ګټئ، ايا د هغه له مجازات څخه پرته بله څه بدله تاسي ته دركول کېدای شي؟
-
۞ وَيَسْتَنبِئُونَكَ أَحَقٌّ هُوَ ۖ قُلْ إِي وَرَبِّي إِنَّهُ لَحَقٌّ ۖ وَمَا أَنتُم بِمُعْجِزِينَ
او ستا څخه پوښتنه كوي: ايا په واقعي ډول دا رښتيا دي چي ته یې وایې؟- ورته ووايه: "زما په رب قسم، دا بيخي رښتيا دي. او تاسي دومره زور نلرئ چي د هغه د منځ ته راتګ مخه ونيسئ."
-
وَلَوْ أَنَّ لِكُلِّ نَفْسٍ ظَلَمَتْ مَا فِي الْأَرْضِ لَافْتَدَتْ بِهِ ۗ وَأَسَرُّوا النَّدَامَةَ لَمَّا رَأَوُا الْعَذَابَ ۖ وَقُضِيَ بَيْنَهُم بِالْقِسْطِ ۚ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ
كه له هر هغه چا سره چي ظلم یې کړيدى، د ځمکي د مخ شتمني هم وي، نو له هغه عذاب څخه د ژغورل كېدو لپاره به په جريمه کښي د هغې وركولو ته حاضر شي. كله چي دا خلك هغه عذاب وګوري، نو په زړه کښي به پښېمانه شي. خو د هغو په منځ کښي به په پوره عدالت سره پرېکړه وشي، هیڅ ظلم به پر هغو باندي نه وي.
-
أَلَا إِنَّ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۗ أَلَا إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَعْلَمُونَ
واورئ! په اسمانونو او ځمکه کښي چي هر څه دي، د الله دي. واورئ! د الله وعده رښتيا ده، خو زياتره انسانان نه پوهیږي.
-
هُوَ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ
هماغه ژوند بخښي او هماغه مرګ وركوي. او د همغه په لوري ستاسي ټولو ورګرځېدل دي.
-
يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَتْكُم مَّوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَشِفَاءٌ لِّمَا فِي الصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ
اې خلكو! تاسي ته ستاسي د رب له لوري نصحيت راغلى دى. دا هغه شى دى چي د زړونو د ناروغيو شفا (درملنه) ده او د مؤمنانو له پاره هدايت او رحمت دى.
-
قُلْ بِفَضْلِ اللَّهِ وَبِرَحْمَتِهِ فَبِذَٰلِكَ فَلْيَفْرَحُوا هُوَ خَيْرٌ مِّمَّا يَجْمَعُونَ
[اې پېغمبره (ص)!] (ورته) ووايه: "دا د الله فضل او د هغه مهرباني ده چي دا (قُرآن) یې واستوه، پر دې خو بايد خلك خوشالي وکړي. دا له ټولو هغه شيانو څخه ډېر غوره دى چي خلك یې راغونډوي."
-
قُلْ أَرَأَيْتُم مَّا أَنزَلَ اللَّهُ لَكُم مِّن رِّزْقٍ فَجَعَلْتُم مِّنْهُ حَرَامًا وَحَلَالًا قُلْ آللَّهُ أَذِنَ لَكُمْ ۖ أَمْ عَلَى اللَّهِ تَفْتَرُونَ
[اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: "تاسي كله په دې فكر کړی دى چي كومه روزي چي الله تاسي ته راكوزه کړې وه، له هغې څخه تاسي په خپله ځیني حرام او ځیني حلال وګرځول!" - له دوى څخه پوښتنه وکړه: ایا الله تاسي ته ددې اجازه درکړې وه - او كه تاسي پر الله درواغ تړئ؟
-
وَمَا ظَنُّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَذُو فَضْلٍ عَلَى النَّاسِ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لَا يَشْكُرُونَ
كوم كسان چي پر الله باندي دا درواغ تړي، د هغو څه ګومان دى چي د اخرت په ورځ به څه معامله ورسره وشي؟- الله خو پر خلكو باندي د مهربانۍ نظر لري، خو زياتره انسانان شكر نه باسي.
-
وَمَا تَكُونُ فِي شَأْنٍ وَمَا تَتْلُو مِنْهُ مِن قُرْآنٍ وَلَا تَعْمَلُونَ مِنْ عَمَلٍ إِلَّا كُنَّا عَلَيْكُمْ شُهُودًا إِذْ تُفِيضُونَ فِيهِ ۚ وَمَا يَعْزُبُ عَن رَّبِّكَ مِن مِّثْقَالِ ذَرَّةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ وَلَا أَصْغَرَ مِن ذَٰلِكَ وَلَا أَكْبَرَ إِلَّا فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ
[اې پېغمبره (ص)!] ته چي په هر حالت کښي اوسې او له قُرآن څخه چي هر څه اورې، او اې خلكو تاسي هم چي څه كوئ؛ د هغو ټولو په دوران کښي موږ تاسي ګورو. هیڅ د يو بڅري په اندازه شى په اسمان او ځمکه کښي داسي نشته، نه وړوكى نه غټ، چي ستا د پروردګار له نظره پټ وي او په يو روښانه کتاب کښي (لیکل شوی) نه وي.
-
أَلَا إِنَّ أَوْلِيَاءَ اللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ
واورئ! څوك چي د الله دوستان دي، پر هغو كومه وېره او کړاؤ نشته؛
-
الَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ
هغوى چي ايمان یې راوړيدى او د پرهېزګارۍ کړنلاره یې غوره کړېده.
-
لَهُمُ الْبُشْرَىٰ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ ۚ لَا تَبْدِيلَ لِكَلِمَاتِ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ
د دنيا او اخرت دواړو په ژوندانه کښي د هغو لپاره زيرى دى. د الله خبري نشي بدلېداى. همدا لوى برياليتوب دى.
-
وَلَا يَحْزُنكَ قَوْلُهُمْ ۘ إِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا ۚ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
[اې پېغمبره (ص)!] دا خلك چي په تا پوري کومي خبري تړى، هغه دي تا ونه ځوروي. عزت په ټوله معنا د خداى په واك کښي دى، هغه هر څه اوري او په هر څه پوهیږي.
-
أَلَا إِنَّ لِلَّهِ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَمَن فِي الْأَرْضِ ۗ وَمَا يَتَّبِعُ الَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِ اللَّهِ شُرَكَاءَ ۚ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ
خبر اوسئ! که د اسمانونو اوسېدونكي وي كه د ځمکي؛ ټول د الله ملكيت دى. او كوم كسان چي له الله څخه پرته (له ځانه جوړکړيو) شريكانو ته بلنه وركوي، هغوی یوازي د انګېرني پيروان دي او محضې اټكلونه كوي.
-
هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ لِتَسْكُنُوا فِيهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَسْمَعُونَ
هماغه الله دى چي ستاسي لپاره یې شپه پيدا کړېده، چي په هغې کښي ارام وکړئ او ورځ یې روښانه ګرځولې ده. په دې کښي د هغو خلكو لپاره نښانې دي چي په خلاصو غوږونو (د پېغمبر( ص) بلنه) اوري.
-
قَالُوا اتَّخَذَ اللَّهُ وَلَدًا ۗ سُبْحَانَهُ ۖ هُوَ الْغَنِيُّ ۖ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۚ إِنْ عِندَكُم مِّن سُلْطَانٍ بِهَـٰذَا ۚ أَتَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ
كافرانو ويلي دي چي الله څوك په زوى نيولى دى.الله (ج) پاک دی! هغه خو بې نيازه دى. په اسمانونو او ځمکه کښي چي څه دي، ټول د هغه ملكيت دى. ستاسي سره ددې وينا لپاره هيڅ دليل نشته. ايا تاسي د الله په باب هغه خبري كوئ چي ستاسي په علم کښي نشته؟
-
قُلْ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ
[اې پېغمبره (ص)!] ورته ووايه: "كوم خلك چي پر الله درواغ تړي، هغوى هیڅكله برياليتوب نشي موندلای."
-
مَتَاعٌ فِي الدُّنْيَا ثُمَّ إِلَيْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ نُذِيقُهُمُ الْعَذَابَ الشَّدِيدَ بِمَا كَانُوا يَكْفُرُونَ
د دُنيا په څو ورځني ژوندانه کښي دي مزې او چړچې وکړي، بيا زموږ لوري ته د هغو راګرځېدل دي. بيا به موږ د هغه كفر په بدل کښي چي هغوى یې مرتكب کیږي، د سخت عذاب خوند په وڅكو.
-
۞ وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ نُوحٍ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ إِن كَانَ كَبُرَ عَلَيْكُم مَّقَامِي وَتَذْكِيرِي بِآيَاتِ اللَّهِ فَعَلَى اللَّهِ تَوَكَّلْتُ فَأَجْمِعُوا أَمْرَكُمْ وَشُرَكَاءَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُنْ أَمْرُكُمْ عَلَيْكُمْ غُمَّةً ثُمَّ اقْضُوا إِلَيَّ وَلَا تُنظِرُونِ
دوى ته د نوح (ع) کیسه واوروه، د هغه وخت کیسه چي كله هغه خپل قوم ته ويلي وه: "اې زما قومه! كه ستاسي په منځ کښي زما اوسېدل او د الله د ايتونو په بيا بيا اورولو سره له غفلت څخه ستاسي راويښول، ستاسي لپاره له زغم څخه پورته شوي وي، نو زما توكُل پر الله دى. تاسي د خپلو انګېرلو شريكانو په ملګرتيا سره يوه پرېکړه وکړئ، او هر څه پلان چي ستاسي په نظر کښي وي، پر هغه ښه فكر او غور وکړئ، تر څو چي د هغه كوم اړخ ستاسي له نظره پټ پاته نشي. بيا زما پر خلاف هغه عملي کړئ او ما ته هيڅكله مهلت مه راكوئ.
-
فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَمَا سَأَلْتُكُم مِّنْ أَجْرٍ ۖ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى اللَّهِ ۖ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُسْلِمِينَ
كه تاسي زما له نصيحت څخه مخ واړوه (نو ما ته مو څه زيان ورساوه؟) - زه ستاسي څخه د كوم اجر غوښتونكى نه وم. زما اجر خو د الله په ذمه دى. او ما ته حُكم شويدى چي (كه څوك یې ومني كه یې ونه مني)، زه په خپله مسلمان اوسم."
-
فَكَذَّبُوهُ فَنَجَّيْنَاهُ وَمَن مَّعَهُ فِي الْفُلْكِ وَجَعَلْنَاهُمْ خَلَائِفَ وَأَغْرَقْنَا الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا ۖ فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُنذَرِينَ
دوى نوح (ع) درواغجن وګانه او نتيجه دا شوه چي موږ هغه او هغه خلك چي له هغه سره په بېړۍ کښي ول، وژغورل او هماغوى مو په ځمکه کښي ځای ناستي وټاکل. او هغه ټول خلك مو غرق کړل چي زموږ ايتونه یې درواغ ګڼلي ول. نو وګوره! څوك چي تنبيه کړای شوي ول (او بيا هم هغوى ونه منله) د هغو څه عاقبت شو.
-
ثُمَّ بَعَثْنَا مِن بَعْدِهِ رُسُلًا إِلَىٰ قَوْمِهِمْ فَجَاءُوهُم بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا كَانُوا لِيُؤْمِنُوا بِمَا كَذَّبُوا بِهِ مِن قَبْلُ ۚ كَذَٰلِكَ نَطْبَعُ عَلَىٰ قُلُوبِ الْمُعْتَدِينَ
بيا له نوح (ع) څخه وروسته موږ بېلا بېل پېغمبران، د هغو قومونو ته ولېږل چي هغو ته له ښكاره څرګندو نښانو سره راغلل، خو كوم شى چي هغوى مخکي درواغجن ګڼلى ؤ، هغه یې بيا ونه مانه. دغه راز موږ له حده د تيري كوونكو پر زړونو باندي مُهر وهو.
-
ثُمَّ بَعَثْنَا مِن بَعْدِهِم مُّوسَىٰ وَهَارُونَ إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ بِآيَاتِنَا فَاسْتَكْبَرُوا وَكَانُوا قَوْمًا مُّجْرِمِينَ
بيا له هغو وروسته موږ موسى (ع) او هارون (ع) له خپلو نښانو سره فرعون او د هغه سردارانو ته ولېږل، خو هغوى د خپلي لويۍ غرور وکړ او هغوى مجرمان ول.
-
فَلَمَّا جَاءَهُمُ الْحَقُّ مِنْ عِندِنَا قَالُوا إِنَّ هَـٰذَا لَسِحْرٌ مُّبِينٌ
نو كله چي زموږ له لوري څخه حق د هغو مخي ته راغى، نو وې ويل چي دا خوښكاره کوډي دي.
-
قَالَ مُوسَىٰ أَتَقُولُونَ لِلْحَقِّ لَمَّا جَاءَكُمْ ۖ أَسِحْرٌ هَـٰذَا وَلَا يُفْلِحُ السَّاحِرُونَ
موسى (ع) ورته وويل: "تاسي حق (رښتيني معجزې) ته دا واياست چي كله هغه ستاسي مخي ته راغى؟ - ايا دا کوډي دي؟ په داسي حال کښي چي کوډګران برياليتوب نشي موندلای."
-
قَالُوا أَجِئْتَنَا لِتَلْفِتَنَا عَمَّا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا وَتَكُونَ لَكُمَا الْكِبْرِيَاءُ فِي الْأَرْضِ وَمَا نَحْنُ لَكُمَا بِمُؤْمِنِينَ
هغو په ځواب کښي وويل: "ايا ته ددې لپاره راغلي یې چي موږ له هغي تګلاري څخه را واړوې چي موږ خپل پلرونه، نیکونه پرې موندلي دي او په ځمکه کښي ستاسي دواړو لويي بر قراره شي؟ - موږ خو ستاسي د خبري منونكي نه يوو."
-
وَقَالَ فِرْعَوْنُ ائْتُونِي بِكُلِّ سَاحِرٍ عَلِيمٍ
او فرعون (خپلو كسانو ته) وويل: "د كوډو په فن کښي هر ماهر ما ته راولئ!"
-
فَلَمَّا جَاءَ السَّحَرَةُ قَالَ لَهُم مُّوسَىٰ أَلْقُوا مَا أَنتُم مُّلْقُونَ
كله چي کوډګران راغلل، نو موسى (ع) هغو ته وويل: "تاسي چي د كومو شيانو غورځونكي ياست هغه وغورځوى."
-
فَلَمَّا أَلْقَوْا قَالَ مُوسَىٰ مَا جِئْتُم بِهِ السِّحْرُ ۖ إِنَّ اللَّهَ سَيُبْطِلُهُ ۖ إِنَّ اللَّهَ لَا يُصْلِحُ عَمَلَ الْمُفْسِدِينَ
نو كله چي هغوى خپل منترونه (لکړي او پړي) واچول، نو موسى (ع) وويل: "دا څه چي تاسي اچولي دي، دا کوډي دي. الله همدا اوس دا باطلوي، د مفسدانو كار ته الله سمون نه وربښي،
-
وَيُحِقُّ اللَّهُ الْحَقَّ بِكَلِمَاتِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُجْرِمُونَ
او الله په خپلو فرمانونو سره حق حق ښيي، كه د مجرمانو هغه هر څومره بد ايسي هم."
-
فَمَا آمَنَ لِمُوسَىٰ إِلَّا ذُرِّيَّةٌ مِّن قَوْمِهِ عَلَىٰ خَوْفٍ مِّن فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِمْ أَن يَفْتِنَهُمْ ۚ وَإِنَّ فِرْعَوْنَ لَعَالٍ فِي الْأَرْضِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الْمُسْرِفِينَ
(نو وګورئ چي) موسى (ع) د هغه د قوم له څو تنو زلميانو څخه پرته نور چا ونه مانه. د فرعون له وېري او په خپله د خپل قوم د مشرانو له وېري څخه (هغوى وېرېدل) چي فرعون به يې په عذاب کښي اخته کړي. او واقعيت دا دى چي فرعون په ځمکه کښي برلاسي درلودله او د هغو خلكو څخه ؤ چي په هیڅ پوله باندي نه تميږي (له اصراف کوونکو څخه ؤ).
-
وَقَالَ مُوسَىٰ يَا قَوْمِ إِن كُنتُمْ آمَنتُم بِاللَّهِ فَعَلَيْهِ تَوَكَّلُوا إِن كُنتُم مُّسْلِمِينَ
موسى (ع) خپل قوم ته وويل: "اې خلكو! كه تاسي په رښتيا سره پر الله باندي ايمان لرئ، نو پر هغه توكُل وکړئ كه مسلمانان ياست."
-
فَقَالُوا عَلَى اللَّهِ تَوَكَّلْنَا رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِّلْقَوْمِ الظَّالِمِينَ
هغو ځواب ورکړ: "موږ پرهمغه الله باندي توكُل وکړ. اې زموږ ربه! موږ د ظالمانو لپاره فتنه مه ګرځوه،
-
وَنَجِّنَا بِرَحْمَتِكَ مِنَ الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ
او په خپل رحمت سره موږ ته له كافرانو څخه نجات راکړه."
-
وَأَوْحَيْنَا إِلَىٰ مُوسَىٰ وَأَخِيهِ أَن تَبَوَّآ لِقَوْمِكُمَا بِمِصْرَ بُيُوتًا وَاجْعَلُوا بُيُوتَكُمْ قِبْلَةً وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ ۗ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ
او موږ موسى (ع) او د هغه ورور ته وحيي وکړه چي: "په مصر کښي د خپل قوم لپاره څو كورونه تيار کړئ او خپل دغه كورونه قبله وګرځوئ او لمونځ قايم کړئ او مومنانو ته زېرى ورکړئ."
-
وَقَالَ مُوسَىٰ رَبَّنَا إِنَّكَ آتَيْتَ فِرْعَوْنَ وَمَلَأَهُ زِينَةً وَأَمْوَالًا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا رَبَّنَا لِيُضِلُّوا عَن سَبِيلِكَ ۖ رَبَّنَا اطْمِسْ عَلَىٰ أَمْوَالِهِمْ وَاشْدُدْ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ فَلَا يُؤْمِنُوا حَتَّىٰ يَرَوُا الْعَذَابَ الْأَلِيمَ
موسى (ع) دُعا وکړه: "اې زموږ ربه! تا پر فرعون او د هغه پر سردارانو باندي د دُنيا په ژوند کښي ښکلا او مالونه لورولي دي. اې ربه، ايا دا ددې لپاره دي چي هغوى، خلك ستا له لاري څخه بې لاري کړي؟ - اې ربه، د هغو مالونه تا لا والا کړه او د هغو پر زړونو مُهر ووهه چي ايمان رانه وړي، تر څو پوري یې چي دردناك عذاب نه وي كتلى."
-
قَالَ قَدْ أُجِيبَت دَّعْوَتُكُمَا فَاسْتَقِيمَا وَلَا تَتَّبِعَانِّ سَبِيلَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ
الله تعالى په ځواب کښي وفرمايل: "ستاسي د واړو (وړونو) دُعا قبوله کړای شوه. ثابت قدم اوسئ او د هغو خلكو د کړنچاري پيروي هيڅكله مه كوئ چي علم نلري.
-
۞ وَجَاوَزْنَا بِبَنِي إِسْرَائِيلَ الْبَحْرَ فَأَتْبَعَهُمْ فِرْعَوْنُ وَجُنُودُهُ بَغْيًا وَعَدْوًا ۖ حَتَّىٰ إِذَا أَدْرَكَهُ الْغَرَقُ قَالَ آمَنتُ أَنَّهُ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا الَّذِي آمَنَتْ بِهِ بَنُو إِسْرَائِيلَ وَأَنَا مِنَ الْمُسْلِمِينَ
او موږ بني اسرائيل له سمندر څخه پوري اېستل. نو فرعون او د هغه لښكر د ظلم او تيري په غرض په هغو پسي روان شول. آن تر دې چي كله فرعون په غرقېدو شو، نو غږ یې وکړ: "ما ومنله چي له هغه ذات څخه پرته بل حقيقي خداى نشته چي بني اسرائيلو ايمان پر راوړيدى، او زه هم د اطاعت سرټيټوونكو (مسلمانانو) څخه يم."
-
آلْآنَ وَقَدْ عَصَيْتَ قَبْلُ وَكُنتَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ
(ځواب ورکړه شو) اوس ايمان راوړې؟! په داسي حال کښي چي له دې څخه لږ مخکي خو دي نافرماني كوله او له فساد كوونكيو څخه وې!
-
فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آيَةً ۚ وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ عَنْ آيَاتِنَا لَغَافِلُونَ
اوس به نو موږ یوازي ستا جوسه (مړی) وژغورو، تر څو له تا څخه وروسته ځوځاتو لپاره د عبرت نښه وګرځي، كه څه هم چي زياتره انسانان زموږ له نښانو څخه غفلت كوي."
-
وَلَقَدْ بَوَّأْنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ مُبَوَّأَ صِدْقٍ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ فَمَا اخْتَلَفُوا حَتَّىٰ جَاءَهُمُ الْعِلْمُ ۚ إِنَّ رَبَّكَ يَقْضِي بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ
موږ بني اسرائيلو ته ډېر ښه استوګنځى ورکړ او هغو ته مو د ژوند ډېر پاک وسايل وروبښل، نو هغو په خپلو منځو کښي اختلاف ونکړ، مګر هغه وخت چي كله هغو ته علم راغلى ؤ. په باوري ډول به ستا رب د قيامت په ورځ، د هغو په منځ کښي د هغه شي فېصله وکړي چي هغوى پکښي اختلاف كوي.
-
فَإِن كُنتَ فِي شَكٍّ مِّمَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ فَاسْأَلِ الَّذِينَ يَقْرَءُونَ الْكِتَابَ مِن قَبْلِكَ ۚ لَقَدْ جَاءَكَ الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُمْتَرِينَ
اوس كه ستا د هغه هدايت له پلوه لږ غوندي شك هم وي چي موږ پر تا نازل کړيدى، نو له هغو خلكو څخه پوښتنه وکړه چي له پخوا څخه كتاب لولي. په واقع کښي دا ستا د رب له لوري تا ته حق راغلى دى، له دې كبله ته له شك كوونكو څخه مه کېږه؛
-
وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِ اللَّهِ فَتَكُونَ مِنَ الْخَاسِرِينَ
او په هغو خلكو کښي مه شاملېږه چي د الله ايتونه يې درواغ ګڼلي دي، كه نه نو له زيانكارانو څخه به یې.
-
إِنَّ الَّذِينَ حَقَّتْ عَلَيْهِمْ كَلِمَتُ رَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ
حقيقت دا دى، پر كومو خلكو باندي چي ستا د رب خبره رښتينې شوې ده، هغوى هیڅكله ايمان نه راوړي؛
-
وَلَوْ جَاءَتْهُمْ كُلُّ آيَةٍ حَتَّىٰ يَرَوُا الْعَذَابَ الْأَلِيمَ
كه څه هم د هغو مخي ته هره نښه نښانه هم راشي، تر څو چي مخامخ دردناك عذاب ونه ګوري.
-
فَلَوْلَا كَانَتْ قَرْيَةٌ آمَنَتْ فَنَفَعَهَا إِيمَانُهَا إِلَّا قَوْمَ يُونُسَ لَمَّا آمَنُوا كَشَفْنَا عَنْهُمْ عَذَابَ الْخِزْيِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَتَّعْنَاهُمْ إِلَىٰ حِينٍ
نو ايا داسي كوم مثال شته چي يوې سيمي د عذاب په ليدلو ايمان راوړى وي او د هغې ايمان ورته ګټور ثابت شوى وي؟ - د يونس(ع) له قوم څخه پرته (د هغه كوم مثال نشته). هغه قوم چي كله ايمان راوړى ؤ، نو البته موږ په دنيوي ژوند کښي له هغو څخه د رسوايۍ عذاب ايسته کړی ؤ او هغو ته مو تر يوې مودې پوري له ژوندانه څخه د ګټي اخيستلو مهلت ورکړی ؤ.
-
وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ لَآمَنَ مَن فِي الْأَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِيعًا ۚ أَفَأَنتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتَّىٰ يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ
كه ستا د رب اراده دا واى (چي په ځمکه کښي دي ټول خلک مؤمنان او حکم منونکي اوسي)، نو د ځمکي ټولو اوسېدونكو به ايمان راوړى واى. نو ايا ته خلك مجبور وې چي ايمان راوړي؟
-
وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَن تُؤْمِنَ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ وَيَجْعَلُ الرِّجْسَ عَلَى الَّذِينَ لَا يَعْقِلُونَ
هیڅ ساكښ د الله له اذن (ارادې) څخه پرته ايمان نشي راوړلای. او هغه کسان چي د عقل څخه کار نه اخلي الله پر هغو عذاب راولي.
-
قُلِ انظُرُوا مَاذَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ وَمَا تُغْنِي الْآيَاتُ وَالنُّذُرُ عَن قَوْمٍ لَّا يُؤْمِنُونَ
دوى ته ووايه: "په اسمانونو او ځمکه کښي چي څه دي، هغه په غړېدلو سترګو وګورئ!"- او كوم خلك چي له سره ايمان راوړل نه غواړي، د هغو لپاره نښانې او اخطارونه مدافع او ګټور کېدای نه شي.
-
فَهَلْ يَنتَظِرُونَ إِلَّا مِثْلَ أَيَّامِ الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلِهِمْ ۚ قُلْ فَانتَظِرُوا إِنِّي مَعَكُم مِّنَ الْمُنتَظِرِينَ
اوس دوى له دې څخه پرته د بل څه شي انتظار باسي، چي همغه بدي ورځي وګوري، چي له دوى څخه مخکي تېرو شوېو خلكو ليدلي دي؟ - دوى ته ووايه: "ښه نو انتظار وباسئ، زه هم ستاسي سره منتظر يم."
-
ثُمَّ نُنَجِّي رُسُلَنَا وَالَّذِينَ آمَنُوا ۚ كَذَٰلِكَ حَقًّا عَلَيْنَا نُنجِ الْمُؤْمِنِينَ
بيا (كله چي داسي وخت راځي نو) موږ خپلو پېغمبرانو او هغو كسانو ته نجات وركوو چي ايمان یې راوړى وي. زموږ همدا کړنلاره ده، پر موږ باندي دا حق دى چي مؤمنان وژغورو.
-
قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي شَكٍّ مِّن دِينِي فَلَا أَعْبُدُ الَّذِينَ تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ وَلَـٰكِنْ أَعْبُدُ اللَّهَ الَّذِي يَتَوَفَّاكُمْ ۖ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ
[اې پېغمبره (ص)!] ووايه: «اې خلكو، كه تاسي تر اوسه پوري زما د دين په باب په څه شك کښي ياست، نو واورئ! تاسي چي له الله څخه پرته د كومو بندګي كوئ، زه د هغو بندګي نه كوم. بلکي یوازي د هغه خداى بندګي كوم چي ستاسي مرګ د هغه په واك کښي دى. ما ته حُكم شويدى چي زه له ايمان راوړونكو څخه اوسم.
-
وَأَنْ أَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ الْمُشْرِكِينَ
او ما ته ويل شويدي چي ته يوې خوا ته اوسه، خپل ځان سم سيخ پر دغه دين قائم کړه. او هیڅكله له مشركانو څخه مه کېږه.
-
وَلَا تَدْعُ مِن دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنفَعُكَ وَلَا يَضُرُّكَ ۖ فَإِن فَعَلْتَ فَإِنَّكَ إِذًا مِّنَ الظَّالِمِينَ
او له الله څخه پرته كومه داسي هستي مه بله، چي نه درته ګټه رسولای شي نه زيان. كه ته داسي وکړې نو له ظالمانو نه به یې.
-
وَإِن يَمْسَسْكَ اللَّهُ بِضُرٍّ فَلَا كَاشِفَ لَهُ إِلَّا هُوَ ۖ وَإِن يُرِدْكَ بِخَيْرٍ فَلَا رَادَّ لِفَضْلِهِ ۚ يُصِيبُ بِهِ مَن يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ ۚ وَهُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ
كه الله تا په كوم مصيبت کښي واچوي، نو په خپله له هغه پرته بل څوك نشته چي دا مصيبت ايسته کړي. او كه هغه ستا په باب د کومي ښېګڼي اراده وکړي، نو د هغه د فضل مخ اړوونکی هم څوك نشته. د هغه چي د خپلو بندګانو څخه چا ته خوښه شي، خپل فضل ورباندي پېرزو كوي. او هغه بښونكى او رحم كوونكى دى.
-
قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَكُمُ الْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ ۖ فَمَنِ اهْتَدَىٰ فَإِنَّمَا يَهْتَدِي لِنَفْسِهِ ۖ وَمَن ضَلَّ فَإِنَّمَا يَضِلُّ عَلَيْهَا ۖ وَمَا أَنَا عَلَيْكُم بِوَكِيلٍ
[اې پېغمبره (ص)!] ووايه: "اې خلكو! تاسي ته ستاسي د رب له لوري حق راغلى دى. اوس چي څوك سمه لاره غوره کړي، د هغه سم حركت د هماغه لپاره ګټور دى. او څوك چي ګمراه پاته شي، د هغه ګمراهي د هماغه لپاره تباه كوونكې ده. او زه پر تاسي باندي كوم څارندوى نه يم."
-
وَاتَّبِعْ مَا يُوحَىٰ إِلَيْكَ وَاصْبِرْ حَتَّىٰ يَحْكُمَ اللَّهُ ۚ وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ
او [اې پېغمبره (ص)!] ته د هغۍ لارښوونۍ پيروي كوه چي تا ته د وحيي په وسيله لیږله کیږي. او صبر وکړه، تر څو الله فېصله وکړي. او همغه ډېر ښه فېصله كوونكى دى.
۱۰. سورت يونس
يونس
Yunus / يونس · ۱۰ · ۱۰۹ آیتونه
دا پاڼه د سورت يونس عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.