-
الر ۚ تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ الْمُبِينِ
الف، لام، را. دا د ښكاره روښانه كتاب ايتونه دي.
-
إِنَّا أَنزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ
موږ دغه کتاب، قُرآن په عربي ژبه نازل کړيدى، ددې لپاره چي تاسي (عرب) په ښه شان په پوه شئ.
-
نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَـٰذَا الْقُرْآنَ وَإِن كُنتَ مِن قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِينَ
اې محمده (صلى الله عليه و اله وسلم)! موږ دا قرآن تا ته وحيي کړی؛ په ډېر ښه اسلوب سره پيښې او حقائق او تر ټولو ښه کیسه درته بيانوو، كه نه مخکي له دېنه خو ته (له دې کيسې څخه) بيخي بې خبره وې،
-
إِذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَا أَبَتِ إِنِّي رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ
دا د هغه وخت يادونه ده چي كله يوسف (ع) خپل پلار ته وويل: "پلاره جانه! ما خوب ليدلى دى چي يوولس ستوري دي او لمر او سپوږمۍ ده؛ او ومې ليدل چي هغوى ما ته سجده كوي."
-
قَالَ يَا بُنَيَّ لَا تَقْصُصْ رُؤْيَاكَ عَلَىٰ إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُوا لَكَ كَيْدًا ۖ إِنَّ الشَّيْطَانَ لِلْإِنسَانِ عَدُوٌّ مُّبِينٌ
په ځواب کښي د هغه پلار وويل: "زويكيه! دا خوب دي خپلو وروڼو ته مه وايه، كه نه نو هغوى به په دسيسه جوړولو ستا د ربړولو په هڅه کښي شي. حقيقت دا دى چي شيطان د انسان ښكاره دښمن دى.
-
وَكَذَٰلِكَ يَجْتَبِيكَ رَبُّكَ وَيُعَلِّمُكَ مِن تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ وَيُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَعَلَىٰ آلِ يَعْقُوبَ كَمَا أَتَمَّهَا عَلَىٰ أَبَوَيْكَ مِن قَبْلُ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ ۚ إِنَّ رَبَّكَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ
او همداسي به وي (لكه څنګه چي تا په خوب کښي ليدلي دي چي) ستا رب به تا (د خپل كار لپاره) وټاكي او تا ته به د خوبونو او حوادیثو تعبیر در زده کړي. او پر تا او د يعقوب (ع) پر ټبر به خپل نعمت په هماغه شان پوره کړي، لكه څنګه چي له دېنه مخکي یې ستا پر نیکونو ابراهيم (ع) او اسحاق (ع) باندي پوره کړيدى. دا يقيني ده چي ستا رب پوه، د حکمت څښتن دى."
-
۞ لَّقَدْ كَانَ فِي يُوسُفَ وَإِخْوَتِهِ آيَاتٌ لِّلسَّائِلِينَ
حقيقت دا دى چي د يوسف (ع) او د هغه د وروڼو په کیسه کښي ددې پوښتونكو (د حق د پلټونکو) لپاره ستري نښانې دي.
-
إِذْ قَالُوا لَيُوسُفُ وَأَخُوهُ أَحَبُّ إِلَىٰ أَبِينَا مِنَّا وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ
دا (کیسه داسي پيل کیږي) چي د هغه وروڼو په خپل منځ کښي سره وويل: "دا يوسف (ع) او د هغه ورور (بنیامین) دواړه زموږ پلار ته زموږ ټولو څخه زيات ګران دي. په داسي حال کښي چي موږ يو پوره ټولګۍ يوو؛ رښتيا خبره دا ده چي زموږ پلار بيخي په خطا کي دی.
-
اقْتُلُوا يُوسُفَ أَوِ اطْرَحُوهُ أَرْضًا يَخْلُ لَكُمْ وَجْهُ أَبِيكُمْ وَتَكُونُوا مِن بَعْدِهِ قَوْمًا صَالِحِينَ
(نو پر دا خبره یې سره تړون وکړ چي) ځئ، يوسف (ع) ووژنئ يا هغه چيري وغورځوئ چي ستاسي د پلار پاملرنه یوازي ستاسي لوري ته را واوړي او ددې كار له كولو څخه وروسته بيرته نېکان شئ.
-
قَالَ قَائِلٌ مِّنْهُمْ لَا تَقْتُلُوا يُوسُفَ وَأَلْقُوهُ فِي غَيَابَتِ الْجُبِّ يَلْتَقِطْهُ بَعْضُ السَّيَّارَةِ إِن كُنتُمْ فَاعِلِينَ
په دې سره له هغو څخه يوه وويل: "يوسف (ع) مه وژنئ. بيا كه څه كوئ، نو هغه په كومه تاریکه څاه کښي وغورځوئ. كوم تلونكى راتلونكى كاروان به یې راوباسي."
-
قَالُوا يَا أَبَانَا مَا لَكَ لَا تَأْمَنَّا عَلَىٰ يُوسُفَ وَإِنَّا لَهُ لَنَاصِحُونَ
(هغوى له دې تړون څخه وروسته خپل پلار ته ورغلل) ویې ويل: "پلاره! څه خبره ده چي ته د يوسف (ع) په باب پر موږ باندي اعتماد نه كوې، په داسي حال کښي چي موږ خو د هغه رښتيني خوا خوږي يوو؟
-
أَرْسِلْهُ مَعَنَا غَدًا يَرْتَعْ وَيَلْعَبْ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ
سبا هغه زموږ سره ولېږه، يو څه مېوه دانه به وخوري او لوبي او ساعت تيری به هم وکړي. موږ د هغه د ساتني او څارني لپاره موجود يوو.
-
قَالَ إِنِّي لَيَحْزُنُنِي أَن تَذْهَبُوا بِهِ وَأَخَافُ أَن يَأْكُلَهُ الذِّئْبُ وَأَنتُمْ عَنْهُ غَافِلُونَ
پلار يې وويل: "ستاسي له خوا د هغه بېول پر ما ګران تماميږي او زه وېرېږم چي چیري یې ليوه ونه خوري او تاسي به ورڅخه په غفلت کښي ياست."
-
قَالُوا لَئِنْ أَكَلَهُ الذِّئْبُ وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّا إِذًا لَّخَاسِرُونَ
هغو ځواب ورکړ: «زموږ په موجوديت کښي یې ليوه خوري؟ - په داسي حال کښي چي موږ يوه قوي ډله يوو. نو بيا خو به موږ ډېر زيان كاران يوو.»
-
فَلَمَّا ذَهَبُوا بِهِ وَأَجْمَعُوا أَن يَجْعَلُوهُ فِي غَيَابَتِ الْجُبِّ ۚ وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُم بِأَمْرِهِمْ هَـٰذَا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ
په دغه شان ټينګار كولو سره یې چي کله هغه له ځان سره بوتلی او هغوى وپتييله چي په يوه تاریک څاه کښي یې واچوي؛ نو موږ يوسف (ع) ته وحيي وکړه: "يو وخت به راشي چي ته به دوى ته دغه حركت ورپه زړه کړې. دوى د خپل كار له نتایجو څخه نا خبره دي."
-
وَجَاءُوا أَبَاهُمْ عِشَاءً يَبْكُونَ
ماښام هغوى په ژړا، انګولا خپل پلار ته راغلل.
-
قَالُوا يَا أَبَانَا إِنَّا ذَهَبْنَا نَسْتَبِقُ وَتَرَكْنَا يُوسُفَ عِندَ مَتَاعِنَا فَأَكَلَهُ الذِّئْبُ ۖ وَمَا أَنتَ بِمُؤْمِنٍ لَّنَا وَلَوْ كُنَّا صَادِقِينَ
او ویې ويل: "پلاره! موږ د ځغاستي په سیالي بوخت وو او يوسف مو د خپلو اسبابونو څنګ ته پريښى ؤ؛ چي په دې ترڅ کښي ليوه راغى هغه یې وخوړ. ته به زموږ په خبره باور ونه کړې، كه موږ رښتيني هم واوسو."
-
وَجَاءُوا عَلَىٰ قَمِيصِهِ بِدَمٍ كَذِبٍ ۚ قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ أَمْرًا ۖ فَصَبْرٌ جَمِيلٌ ۖ وَاللَّهُ الْمُسْتَعَانُ عَلَىٰ مَا تَصِفُونَ
او هغوى د يوسف (ع) كميس د درواغو په وينه لړلى، له ځانه سره راوړى ؤ. ددې په اورېدلو د هغو پلار وويل: "بلکي ستاسي نفس ستاسي لپاره يو لوى كار اسانه کړ. ښه نو صبر به وکړم او په ښه شان به یې وکړم. كومه خبره چي تاسي غوټه كوئ، پر هغې باندي له الله څخه مرسته غوښتل کېدای شي.
-
وَجَاءَتْ سَيَّارَةٌ فَأَرْسَلُوا وَارِدَهُمْ فَأَدْلَىٰ دَلْوَهُ ۖ قَالَ يَا بُشْرَىٰ هَـٰذَا غُلَامٌ ۚ وَأَسَرُّوهُ بِضَاعَةً ۚ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِمَا يَعْمَلُونَ
ها خوا يو كاروان راغى او هغه خپل سقاو (مشكی) د اوبو راوړلو لپاره ولېږی. سقاو چي په څاه کښي بوكه وغورځوله، نو د يوسف (ع) په ليدلو یې نارې کړې: «مبارك دي وي، دلته خو يو هلك دى!» - هغو خلكو هغه د تجارت مال وګاڼه، پټ یې کړ. په داسي حال كښي څه چي هغوى كول، خداى پرې خبر ؤ.
-
وَشَرَوْهُ بِثَمَنٍ بَخْسٍ دَرَاهِمَ مَعْدُودَةٍ وَكَانُوا فِيهِ مِنَ الزَّاهِدِينَ
په پاى کښي هغوى هغه په لږ غوندي بيه د څو درهمو په بدل کښي وپلوره او هغوى د هغه د بیي په موضوع کښي دومره زيات هيله من نه ول.
-
وَقَالَ الَّذِي اشْتَرَاهُ مِن مِّصْرَ لِامْرَأَتِهِ أَكْرِمِي مَثْوَاهُ عَسَىٰ أَن يَنفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا ۚ وَكَذَٰلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي الْأَرْضِ وَلِنُعَلِّمَهُ مِن تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ ۚ وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَىٰ أَمْرِهِ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ
د مصر كوم سړي (عزیز) چي هغه رانیوی، خپلي ميرمني (زلیخا) ته یې وويل: "دى په ښه شان وساته، لیري نه ده چي دى زموږ لپاره ګټور ثابت شي يا موږ دى په زوی توب ونيسو." - په دې ډول موږ د يوسف (ع) لپاره په هغه ځمکه کښي د ټينګښت زمينه برابره کړه، او په چارو باندي د پوهېدو او د خوبونو د تعبیر د ور زده كولو انتظام مو وکړ. الله په برلاسۍ سره خپل كار كوي، خو زياتره خلك نه پوهيږي.
-
وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُ آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا ۚ وَكَذَٰلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ
او كله چي هغه پوره ځوانۍ ته ورسېدی، نو موږ هغه ته د فېصلې قوت او علم ورکړ. په دغه ډول موږ نېکانو ته مكافات وركوو.
-
وَرَاوَدَتْهُ الَّتِي هُوَ فِي بَيْتِهَا عَن نَّفْسِهِ وَغَلَّقَتِ الْأَبْوَابَ وَقَالَتْ هَيْتَ لَكَ ۚ قَالَ مَعَاذَ اللَّهِ ۖ إِنَّهُ رَبِّي أَحْسَنَ مَثْوَايَ ۖ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ
د کومي ښځي په كور کښي چي هغه ؤ، هغې خپل ځان ته د هغه توجه جلبوله او يوه ورځ یې دروازې وتړلې او ویې ويل: "ژر راشه، زه تا لره یم!" - يوسف (ع) وويل: "پناه په خداى، زما رب خو ما ته ښه منزلت راکړی (او زه دا كار وکړم!)." - داسى ظالمان هيڅكله برى نشي موندلى.
-
وَلَقَدْ هَمَّتْ بِهِ ۖ وَهَمَّ بِهَا لَوْلَا أَن رَّأَىٰ بُرْهَانَ رَبِّهِ ۚ كَذَٰلِكَ لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوءَ وَالْفَحْشَاءَ ۚ إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُخْلَصِينَ
هغه ښځه د هغه خوا ته ور مخکي شوه او يوسف (ع) به هم د هغې لوري ته ور مخکي شوى واى كه د خپل رب برهان (دلیل) یې نه واى ليدلى. داسي وشول تر څو چي موږ له هغه څخه بدي او بې حيايي ايسته کړو، په حقيقت کښي هغه زموږ له غوره کړای شويو بنده ګانو څخه ؤ.
-
وَاسْتَبَقَا الْبَابَ وَقَدَّتْ قَمِيصَهُ مِن دُبُرٍ وَأَلْفَيَا سَيِّدَهَا لَدَى الْبَابِ ۚ قَالَتْ مَا جَزَاءُ مَنْ أَرَادَ بِأَهْلِكَ سُوءًا إِلَّا أَن يُسْجَنَ أَوْ عَذَابٌ أَلِيمٌ
په پاى کښي يوسف (ع) او هغې وړاندي وروسته د دروازې خوا ته منډه کړه. او هغې د شا له خوا د يوسف (ع) كميس (په راکشولو) سره څيرې کړ. او په دروازه کي دوی دواړه د هغې د میړه سره مخامخ شول. د هغه په ليدو سره ښځي (زلېخا) وويل: "د هغه چا څه سزا ده چي ستا كورنۍ ته خراب نيت ولري - له دې پرته بله یې څه سزا کېدلای شي چي بندي کړ شي يا دردناك عذاب ورکړ شي."
-
قَالَ هِيَ رَاوَدَتْنِي عَن نَّفْسِي ۚ وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِّنْ أَهْلِهَا إِن كَانَ قَمِيصُهُ قُدَّ مِن قُبُلٍ فَصَدَقَتْ وَهُوَ مِنَ الْكَاذِبِينَ
يوسف (ع) وويل: "دې زما د جلبولو هڅه كوله." - د هغې (زلېخا) له ټبر څخه يو چا شاهدي وړاندي کړه؛ چي: "كه د يوسف (ع) كميس د مخ له لوري څخه شلېدلى وي، نو ښځه رښتنې ده او دى درواغجن.
-
وَإِن كَانَ قَمِيصُهُ قُدَّ مِن دُبُرٍ فَكَذَبَتْ وَهُوَ مِنَ الصَّادِقِينَ
او كه د هغه كميس د شا له لوري شلېدلى وي، نو ښځه درواغجنه ده او دى رښتنى دی."
-
فَلَمَّا رَأَىٰ قَمِيصَهُ قُدَّ مِن دُبُرٍ قَالَ إِنَّهُ مِن كَيْدِكُنَّ ۖ إِنَّ كَيْدَكُنَّ عَظِيمٌ
كله چي (د زلیخا) ميړه، د يوسف (ع) كميس د شا له لوري شليدلي ولیدی؛ نو ویې ويل: "دا ستاسي ښځو مكرونه دي، په رښتيا چي ستاسي چلونه ډېر زيات دي.
-
يُوسُفُ أَعْرِضْ عَنْ هَـٰذَا ۚ وَاسْتَغْفِرِي لِذَنبِكِ ۖ إِنَّكِ كُنتِ مِنَ الْخَاطِئِينَ
يوسفه! له دې خبري څخه تير شه. او اې ښځي ته د خپلي ګناه بښنه وغواړه، همدا ته په اصل کښي ګناهګاره وې."
-
۞ وَقَالَ نِسْوَةٌ فِي الْمَدِينَةِ امْرَأَتُ الْعَزِيزِ تُرَاوِدُ فَتَاهَا عَن نَّفْسِهِ ۖ قَدْ شَغَفَهَا حُبًّا ۖ إِنَّا لَنَرَاهَا فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ
د ښار ښځو په خپلو منځو کښي آوازه ګډه کړه: "د عزيز ميرمن په خپله خپل زلمي مريي پسې شوې ده، میني ناكراره کړېده. زموږ په نزد خو هغه په څرګند ډول غلط كار كوي."
-
فَلَمَّا سَمِعَتْ بِمَكْرِهِنَّ أَرْسَلَتْ إِلَيْهِنَّ وَأَعْتَدَتْ لَهُنَّ مُتَّكَأً وَآتَتْ كُلَّ وَاحِدَةٍ مِّنْهُنَّ سِكِّينًا وَقَالَتِ اخْرُجْ عَلَيْهِنَّ ۖ فَلَمَّا رَأَيْنَهُ أَكْبَرْنَهُ وَقَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ وَقُلْنَ حَاشَ لِلَّهِ مَا هَـٰذَا بَشَرًا إِنْ هَـٰذَا إِلَّا مَلَكٌ كَرِيمٌ
هغې (زلېخا) چي د ښځو دغه له مكره ډکي خبري واورېدې، نو په هغو پسي یې استازی واستوه، او د تكيه كولو مجلس یې ورته جوړ کړ او په مېلمستيا کښي یې د هري يوې و مخ ته يوه يوه چاړه كښېښوله. (بيا په همغه وخت کښي چي كله هغوى مېوې پرېكولې، خوړلې یې)، زلېخا يوسف (ع) ته اشاره وکړه چي د هغوى مخي ته راووځه. كله چي د ښځو نظر پر هغه ولګېدی، نو هكي پكي پاتي شوې او خپل لاسونه یې غوڅ کړل او غير اختياري یې وويل: "پاک دی الله! دا سړی خو بشر نه دى، دى خو كومه لويه پرښته ده."
-
قَالَتْ فَذَٰلِكُنَّ الَّذِي لُمْتُنَّنِي فِيهِ ۖ وَلَقَدْ رَاوَدتُّهُ عَن نَّفْسِهِ فَاسْتَعْصَمَ ۖ وَلَئِن لَّمْ يَفْعَلْ مَا آمُرُهُ لَيُسْجَنَنَّ وَلَيَكُونًا مِّنَ الصَّاغِرِينَ
(زلېخا دې ښځو ته) وويل: "وګورئ، دا هغه څوك دی چي تاسي يې په ما پوري د ملامتیا خبري كولې. بېشكه چي ما دده د جلبولو هڅه کړې وه خو دى وژغورل شو. كه دى زما د امر تابع نشي (زما خبره ونه مني) نو بندي، ډېر ذليل او خوار به کړای شي."
-
قَالَ رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي إِلَيْهِ ۖ وَإِلَّا تَصْرِفْ عَنِّي كَيْدَهُنَّ أَصْبُ إِلَيْهِنَّ وَأَكُن مِّنَ الْجَاهِلِينَ
يوسف (ع) وويل: "اې زما ربه! ما ته بندي کېدل تر هغه کار ښه دي چي دا خلك یې زما څخه کول غواړي. او كه ته د هغو دسيسې زما څخه دفع نه کړې، نو زه به د هغو په دام کښي ونښلم او په ناپوهانو کښي به شامل شم."
-
فَاسْتَجَابَ لَهُ رَبُّهُ فَصَرَفَ عَنْهُ كَيْدَهُنَّ ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
د هغه رب يې دُعا قبوله کړه او د هغو ښځو چلونه یې ورڅخه دفع کړل، بېشكه هماغه الله د هر چا دا اوري او په هر څه پوهیږي.
-
ثُمَّ بَدَا لَهُم مِّن بَعْدِ مَا رَأَوُا الْآيَاتِ لَيَسْجُنُنَّهُ حَتَّىٰ حِينٍ
بيا هغو (عزیز او د هغه خلکو) ته دا فكر ورغى چي د يوې مودې لپاره هغه بندي کړي، په داسي حال کښي چي هغوى (د هغه د پاك لمنۍ او پخپله د خپلو ميرمنو د ناوړه چلند) څرګندي نښانې ليدلي وې.
-
وَدَخَلَ مَعَهُ السِّجْنَ فَتَيَانِ ۖ قَالَ أَحَدُهُمَا إِنِّي أَرَانِي أَعْصِرُ خَمْرًا ۖ وَقَالَ الْآخَرُ إِنِّي أَرَانِي أَحْمِلُ فَوْقَ رَأْسِي خُبْزًا تَأْكُلُ الطَّيْرُ مِنْهُ ۖ نَبِّئْنَا بِتَأْوِيلِهِ ۖ إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ
بنديخانې ته دوه نور غلامان هم له هغه سره ننوتل. يوه ورځ له هغو څخه يو تن هغه ته وويل: "ما په خوب کښي ليدلي دي چي زه انګور د شرابو لپاره اوبه کوم."- بل وويل: "ما وليدل چي زما پر سر باندي ډوډۍ ايښول شوې ده او مرغان یې خوري." - دواړو وويل: "موږ ته ددې تعبير وکړه، موږ وينو چي ته يو ښه سړی یې."
-
قَالَ لَا يَأْتِيكُمَا طَعَامٌ تُرْزَقَانِهِ إِلَّا نَبَّأْتُكُمَا بِتَأْوِيلِهِ قَبْلَ أَن يَأْتِيَكُمَا ۚ ذَٰلِكُمَا مِمَّا عَلَّمَنِي رَبِّي ۚ إِنِّي تَرَكْتُ مِلَّةَ قَوْمٍ لَّا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَهُم بِالْآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ
يوسف (ع) وويل: "دلته چي كوم خواړه تاسي ته دركول کیږي، د هغو له راتګ څخه مخکي به زه تاسي ته ددې خوبونو تعبير وکړم. دا علم له هغو علومو څخه دى چي زما رب ما ته راکړيدى. واقعيت دا دى چي ما د هغو خلكو تګلاره پرېښې ده چي پر الله ايمان نه راوړي او له اخرت څخه منكران دي؛
-
وَاتَّبَعْتُ مِلَّةَ آبَائِي إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ ۚ مَا كَانَ لَنَا أَن نُّشْرِكَ بِاللَّهِ مِن شَيْءٍ ۚ ذَٰلِكَ مِن فَضْلِ اللَّهِ عَلَيْنَا وَعَلَى النَّاسِ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَشْكُرُونَ
د خپلو پلرونو، نیکونو ابراهيم (ع)، اسحاق (ع) او يعقوب (ع) تګلاره مي غوره کړېده. زموږ دا كار نه دى چي له الله سره څوك شريك وانګيرو. په حقيقت کښي دا پر موږ او پر ټولو انسانانو د الله فضل دى (چي هغه موږ له خپله ځانه پرته د بل چا غلامان ګرزولي نه يوو) خو زياتره خلك شكر نه باسى؛
-
يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَأَرْبَابٌ مُّتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ
اې د زندان ملګرو! تاسي پخپله فكر وکړئ، ایا ډېر بېلابېل ارباب ښه دي يا که هغه يو الله چي پر ټولو برلاسى دى؟
-
مَا تَعْبُدُونَ مِن دُونِهِ إِلَّا أَسْمَاءً سَمَّيْتُمُوهَا أَنتُمْ وَآبَاؤُكُم مَّا أَنزَلَ اللَّهُ بِهَا مِن سُلْطَانٍ ۚ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ۚ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ ۚ ذَٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ
له هغه خدای پرته چي تاسي د چا بندګي كوئ، هغوى له دې پرته نور هيڅ نه دي چي یوازي څو نومونه دي چي تاسي او ستاسي پلرونو ايښي دي، الله د هغو لپاره كوم سند نه دى نازل کړی. د فرمانروائۍ قدرت له الله څخه پرته د بل هيچا لپاره نشته. د هغه حكم دى چي پخپله له هغه څخه پرته تاسي د بل هيچا بندګي مه كوئ. دا د ژوند سمه سيخه لاره ده، خو زياتره خلك نه پوهیږي.
-
يَا صَاحِبَيِ السِّجْنِ أَمَّا أَحَدُكُمَا فَيَسْقِي رَبَّهُ خَمْرًا ۖ وَأَمَّا الْآخَرُ فَيُصْلَبُ فَتَأْكُلُ الطَّيْرُ مِن رَّأْسِهِ ۚ قُضِيَ الْأَمْرُ الَّذِي فِيهِ تَسْتَفْتِيَانِ
اې د زندان ملګرو! (ستاسي د خوبونو تعبير دا دى چي) ستاسي څخه يو تن خو به خپل بادار (د مصر باچا) ته شراب ورکړي (آزاد به شي). پاته شو دوهم، نو هغه به په دار وځړول شي او مرغان به یې سر په ټونګو ټونګو وخوري. هغه خبره فېصله شوه چي تاسي یې پوښتنه كوله."
-
وَقَالَ لِلَّذِي ظَنَّ أَنَّهُ نَاجٍ مِّنْهُمَا اذْكُرْنِي عِندَ رَبِّكَ فَأَنسَاهُ الشَّيْطَانُ ذِكْرَ رَبِّهِ فَلَبِثَ فِي السِّجْنِ بِضْعَ سِنِينَ
بيا له هغو څخه چي د چا په باب دا ګومان ؤ چي هغه به خوشي کړای شي، هغه ته يوسف (ع) وويل: "خپل بادار (د مصر باچا ) ته زما يادونه وکړه." - خو شيطان هغه داسي په غفلت کښي وغورځاوه چي هغه خپل بادار (د مصر باچا) ته د هغه وريادول هېر کړل او يوسف (ع) ډېر كلونه په زندان کښي پاته شو.
-
وَقَالَ الْمَلِكُ إِنِّي أَرَىٰ سَبْعَ بَقَرَاتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَسَبْعَ سُنبُلَاتٍ خُضْرٍ وَأُخَرَ يَابِسَاتٍ ۖ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ أَفْتُونِي فِي رُؤْيَايَ إِن كُنتُمْ لِلرُّؤْيَا تَعْبُرُونَ
يوه ورځ باچا وويل: "ما په خوب کښي اوه چاغي غواوي ولیدلې چي اوه ډنګري غواوې یې خوري؛ او دغلې اووه شنه وږي او اووه وچ وږي مي ولیدل. اې درباريانو، ما ته ددې خوب تعبير وښاياست كه تاسي د خوبونو پر مطلب باندي پوهېږئ!"
-
قَالُوا أَضْغَاثُ أَحْلَامٍ ۖ وَمَا نَحْنُ بِتَأْوِيلِ الْأَحْلَامِ بِعَالِمِينَ
هغوى وويل: "دا خو ګډوډ خوبونه دي او موږ ددغه شان خوبونو په مطلب باندي نه پوهیږو."
-
وَقَالَ الَّذِي نَجَا مِنْهُمَا وَادَّكَرَ بَعْدَ أُمَّةٍ أَنَا أُنَبِّئُكُم بِتَأْوِيلِهِ فَأَرْسِلُونِ
له هغو دوو تنو بنديانو څخه چي يو تن ژغورل شوى ؤ او هغه ته له يوې اوږدې مودې وروسته اوس خبره ورپه زړه شوه. هغه وويل: "زه تاسي ته ددې معنا درښيم، ما (زندان ته يوسف ته) ولېږئ!"
-
يُوسُفُ أَيُّهَا الصِّدِّيقُ أَفْتِنَا فِي سَبْعِ بَقَرَاتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَسَبْعِ سُنبُلَاتٍ خُضْرٍ وَأُخَرَ يَابِسَاتٍ لَّعَلِّي أَرْجِعُ إِلَى النَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَعْلَمُونَ
هغه ورغى ویې ويل: "يوسفه، اې له سره تر پايه رښتنيه! موږ ته ددې خوب مطلب وښايه چي اوه چاغي غواوې دي، اوه ډنګري غواوې یې خوري او اوه شنه وږي دي او اوه وچ. ښايي چي زه هغو خلكو ته بيرته ستون شم، هيله ده چي هغوى وپوهیږي."
-
قَالَ تَزْرَعُونَ سَبْعَ سِنِينَ دَأَبًا فَمَا حَصَدتُّمْ فَذَرُوهُ فِي سُنبُلِهِ إِلَّا قَلِيلًا مِّمَّا تَأْكُلُونَ
يوسف (ع) وويل: "تر اوو كلونو پوري به تاسي د كروندو د كښتونو په كركيله بوخت شئ. په دې دوران کي چي تاسي كوم كښتونه لو کړل، له هغو څخه یوازي لږ غوندي برخه چي ستاسي د خوراك لپاره په درد خوري، راوباسئ او نور پخپلو وږو کښي پرېږدئ.
-
ثُمَّ يَأْتِي مِن بَعْدِ ذَٰلِكَ سَبْعٌ شِدَادٌ يَأْكُلْنَ مَا قَدَّمْتُمْ لَهُنَّ إِلَّا قَلِيلًا مِّمَّا تُحْصِنُونَ
بيا به اوه كلونه ډېر سخت (د وچکالۍ او قحطۍ) راشي. په هغه زمانه کښي به هغه ټوله غله وخوړله شي چي تاسي به یې د هغه وخت لپاره راغونډه کړئ. كه څه وسپميږي، نو هماغه به وي چي تاسي (د تخم لپاره) خوندي ساتلې وي.
-
ثُمَّ يَأْتِي مِن بَعْدِ ذَٰلِكَ عَامٌ فِيهِ يُغَاثُ النَّاسُ وَفِيهِ يَعْصِرُونَ
له هغه وروسته به يو كال داسي راشي چي د رحمت په ورښتونو سره به د خلكو فرياد واورېدل شي او هغوى به په هغه وخت كي (د مېوو او غوړیو دانو) شيره را وباسي."
-
وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ ۖ فَلَمَّا جَاءَهُ الرَّسُولُ قَالَ ارْجِعْ إِلَىٰ رَبِّكَ فَاسْأَلْهُ مَا بَالُ النِّسْوَةِ اللَّاتِي قَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ ۚ إِنَّ رَبِّي بِكَيْدِهِنَّ عَلِيمٌ
باچا وويل: هغه ما ته راولئ. خو كله چي استازى يوسف (ع) ته ورغئ، نو هغه وويل: "خپل بادار (باچا) ته بيرته ورشه او له هغه څخه پوښتنه وکړه چي د هغو ښځو څه معامله ده چي خپل لاسونه یې پرېکړي ول؟ زما رب د هغو له مكارۍ څخه ښه خبر دى."
-
قَالَ مَا خَطْبُكُنَّ إِذْ رَاوَدتُّنَّ يُوسُفَ عَن نَّفْسِهِ ۚ قُلْنَ حَاشَ لِلَّهِ مَا عَلِمْنَا عَلَيْهِ مِن سُوءٍ ۚ قَالَتِ امْرَأَتُ الْعَزِيزِ الْآنَ حَصْحَصَ الْحَقُّ أَنَا رَاوَدتُّهُ عَن نَّفْسِهِ وَإِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ
باچا له هغو ښځو څخه پوښتنه وکړه: "تاسي د هغه وخت څه تجربه لرئ چي د يوسف(ع) د میني جلبولو هڅه مو کړي وه؟" - ټولو په يو آواز وويل: "پاک دی الله، موږ خو په هغه کي د بدۍ يو بڅرى قدري هم ونه مونده." - د عزيز ميرمني (زلېخا) وويل: "اوس حق څرګند شويدى، هغه خو همدا زه وم چي د هغه د میني د راجلبولو هڅه مي کړي وه، بېشكه چي هغه بيخي رښتينى دى."
-
ذَٰلِكَ لِيَعْلَمَ أَنِّي لَمْ أَخُنْهُ بِالْغَيْبِ وَأَنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي كَيْدَ الْخَائِنِينَ
( يوسف(ع) وويل): "له دې څخه زما مطلب دا ؤ چي (عزيز) په دې وپوهیږي، چي ما د هغه سره پشلا خيانت نه ؤ کړی؛ او دا چي څوك خيانت كوي، الله د هغو چلونه د بري په لاره نه سموي.
-
۞ وَمَا أُبَرِّئُ نَفْسِي ۚ إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّي ۚ إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ
زه د خپل نفس ښه نه وايم، نفس خو په بدۍ باندي هڅوونكى دى، مګر دا چي پر چا زما د رب رحمت وي. بېشكه زما رب ډېر بښونکی او رحم كوونكى دى."
-
وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ أَسْتَخْلِصْهُ لِنَفْسِي ۖ فَلَمَّا كَلَّمَهُ قَالَ إِنَّكَ الْيَوْمَ لَدَيْنَا مَكِينٌ أَمِينٌ
باچا وويل: "هغه ما ته راولئ، چي هغه د ځان د خدمت لپاره مخصوص کړم." - كله چي يوسف(ع) له هغه سره خبري وکړې، نو هغه وويل: "اوس ته زما په وړاندي قدر او منزلت لرې او ستا پر امانتدارۍ باندي پوره ډاډمن يم."
-
قَالَ اجْعَلْنِي عَلَىٰ خَزَائِنِ الْأَرْضِ ۖ إِنِّي حَفِيظٌ عَلِيمٌ
يوسف (ع) وويل: "د هيواد خزانې ما ته وسپاره، زه ساتونكى هم يم او عالم هم."
-
وَكَذَٰلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي الْأَرْضِ يَتَبَوَّأُ مِنْهَا حَيْثُ يَشَاءُ ۚ نُصِيبُ بِرَحْمَتِنَا مَن نَّشَاءُ ۖ وَلَا نُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ
په دې توګه موږ په هغه هيواد کښي د يوسف (ع) لپاره د حاكميت لاره هواره کړه. د هغه خوښه وه چي په هغه (هيواد) کښي چي چيري یې غوښتل ځان ته ځاى جوړ کړي. زموږ چي چا ته خوښه شي خپل رحمت ورپه برخه كوو، د ښو كسانو اجر موږ نه ضايع كوو.
-
وَلَأَجْرُ الْآخِرَةِ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ
او د اخرت اجر د هغو كسانو لپاره ډېر غوره دى چي ايمان راوړي او د خداى له ويري سره كار كوي.
-
وَجَاءَ إِخْوَةُ يُوسُفَ فَدَخَلُوا عَلَيْهِ فَعَرَفَهُمْ وَهُمْ لَهُ مُنكِرُونَ
د يوسف (ع) وروڼه مصر ته راغلل او د هغه په وړاندي حاضر شول. نو هغوى یې وپيژندل، خو هغوى یوسف (ع) ونه پېژندی.
-
وَلَمَّا جَهَّزَهُم بِجَهَازِهِمْ قَالَ ائْتُونِي بِأَخٍ لَّكُم مِّنْ أَبِيكُمْ ۚ أَلَا تَرَوْنَ أَنِّي أُوفِي الْكَيْلَ وَأَنَا خَيْرُ الْمُنزِلِينَ
بيا چي كله هغه د هغو څټه (د سفر اسباب) تياره کړله، نو د خوځېدو په وخت کښي یې هغو ته وويل: "خپل ميرنى ورور ما ته راولئ. نه ګورئ چي زه په څه شان پيمانه ډکه اړوم او څنګه مېلمه پالنه كوم!.
-
فَإِن لَّمْ تَأْتُونِي بِهِ فَلَا كَيْلَ لَكُمْ عِندِي وَلَا تَقْرَبُونِ
كه تاسي هغه را نه ولئ، نو زما سره ستاسي لپاره څه غله نشته، بلکي تاسي به ما ته نژدې هم رانشئ."
-
قَالُوا سَنُرَاوِدُ عَنْهُ أَبَاهُ وَإِنَّا لَفَاعِلُونَ
هغو وويل: "موږ به هڅه وکړو چي پلار د هغه په لېږلو راضي شي. او موږ به دا كار هرو مرو وکړو."
-
وَقَالَ لِفِتْيَانِهِ اجْعَلُوا بِضَاعَتَهُمْ فِي رِحَالِهِمْ لَعَلَّهُمْ يَعْرِفُونَهَا إِذَا انقَلَبُوا إِلَىٰ أَهْلِهِمْ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ
يوسف (ع) غلامانو ته اشاره وکړه: "دوى چي د غلې په بدل کښي كوم مال درکړيدى، هغه په پټه د دوى په څټو (د سفر په اسباب) کښي كښېږدئ!" - دا كار يو سف(ع) په دې هيله وکړ چي هغوى به كور ته په رسېدو سره خپل بيرته ورکړ شوى مال وپيژني (يا به یې ددې پېرزويني احسان سترګي ونيسي) او کېدای شي چي بيا راشي.
-
فَلَمَّا رَجَعُوا إِلَىٰ أَبِيهِمْ قَالُوا يَا أَبَانَا مُنِعَ مِنَّا الْكَيْلُ فَأَرْسِلْ مَعَنَا أَخَانَا نَكْتَلْ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ
كله چي هغوى خپل پلار ته ورغلل، نو ویې ويل: "پلاره! په راتلونكي وخت کښي موږ ته غله نه راكوله کیږي، نو ته زموږ ورور زموږ سره وليږه چي موږ غله را واخلو رايي وړو. او دده ساتنه زموږ پر غاړه ده."
-
قَالَ هَلْ آمَنُكُمْ عَلَيْهِ إِلَّا كَمَا أَمِنتُكُمْ عَلَىٰ أَخِيهِ مِن قَبْلُ ۖ فَاللَّهُ خَيْرٌ حَافِظًا ۖ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ
پلار (یعقوب ع) ځواب ورکړ: "ايا زه پر تاسي باندي دده په باب همغسي اعتماد وکړم، لكه چي مي مخکي دده د ورور په باب درباندي کړی ؤ؟- الله ډېر ښه ساتندوى دى او هغه تر ټولو زيات رحم كونكى دى."
-
وَلَمَّا فَتَحُوا مَتَاعَهُمْ وَجَدُوا بِضَاعَتَهُمْ رُدَّتْ إِلَيْهِمْ ۖ قَالُوا يَا أَبَانَا مَا نَبْغِي ۖ هَـٰذِهِ بِضَاعَتُنَا رُدَّتْ إِلَيْنَا ۖ وَنَمِيرُ أَهْلَنَا وَنَحْفَظُ أَخَانَا وَنَزْدَادُ كَيْلَ بَعِيرٍ ۖ ذَٰلِكَ كَيْلٌ يَسِيرٌ
بيا كله چي هغوى خپلي څټي (د سفر اسباب) پرانيستلې، نو ویې ليدل چي د هغو مال هم بيرته ورکړای شويدى. دا یې چي وليدل، وويل: "پلاره، نور موږ څه غواړو؟! ګوره، دا زموږ مال هم بيرته راکړ شويدى. نو اوس به موږ ولاړ شو او د خپلي كورنۍ لپاره به غله راوړو. د خپل ورور ساتنه به هم وکړو او يو اوښ بار به نور هم زيات راوړو، دغومره غله به په اسانۍ سره زياته شي."
-
قَالَ لَنْ أُرْسِلَهُ مَعَكُمْ حَتَّىٰ تُؤْتُونِ مَوْثِقًا مِّنَ اللَّهِ لَتَأْتُنَّنِي بِهِ إِلَّا أَن يُحَاطَ بِكُمْ ۖ فَلَمَّا آتَوْهُ مَوْثِقَهُمْ قَالَ اللَّهُ عَلَىٰ مَا نَقُولُ وَكِيلٌ
د هغو پلار وويل: "زه به هيڅ كله هغه ستاسي سره ونه لېږم، تر څو پوري چي تاسي د الله په نوم زما سره لوز ونه کړئ چي دى به هرو مرو بيرته ما ته راولئ؛ مګر دا چي تاسي چيري محاصره کړای شئ." - كله چي هغو ورسره خپل خپل تعهد وکړ، نو هغه وويل: "ګورئ! زموږ پر دې وينا باندي الله ساتونكى (شاهد) دى."
-
وَقَالَ يَا بَنِيَّ لَا تَدْخُلُوا مِن بَابٍ وَاحِدٍ وَادْخُلُوا مِنْ أَبْوَابٍ مُّتَفَرِّقَةٍ ۖ وَمَا أُغْنِي عَنكُم مِّنَ اللَّهِ مِن شَيْءٍ ۖ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ ۖ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ ۖ وَعَلَيْهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ
بيا هغه وويل: "زما زامنو، د مصر پايتخت ته له يوې دروازې مه ننوځئ؛ بلکي له بېلا بېلو دروازو ورشئ، خو زه د الله له غوښتني څخه تاسي نه شم ژغورلاى. د الله له امر څخه پرته د بل هيچا امر نه چليږي، پر همغه ما توكُل کړيدى او هر څوك چي توكُل كوي، پر هماغه دې وکړي."
-
وَلَمَّا دَخَلُوا مِنْ حَيْثُ أَمَرَهُمْ أَبُوهُم مَّا كَانَ يُغْنِي عَنْهُم مِّنَ اللَّهِ مِن شَيْءٍ إِلَّا حَاجَةً فِي نَفْسِ يَعْقُوبَ قَضَاهَا ۚ وَإِنَّهُ لَذُو عِلْمٍ لِّمَا عَلَّمْنَاهُ وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ
او پېښه همدا وشوه، كله چي هغوى د خپل پلار له لارښووني سره سم ښار ته (له بيلا بيلو دروازو څخه) ورداخل شول؛ نو د هغه دغه احتياطي تدبير د الله د غوښتني په مقابله کښي هغو ته هيڅ په درد ونشو خوړلای. خو صرف د يعقوب (ع) په زړه کښي چي يوه تلوسه وه، د هغې پوره كولو لپاره هغه تر خپلي وسي هڅه وکړه. بېشكه هغه زموږ د ورښودلي علم خاوند ؤ. خو زياتره خلك د موضوع په حقيقت باندي نه پوهيږي.
-
وَلَمَّا دَخَلُوا عَلَىٰ يُوسُفَ آوَىٰ إِلَيْهِ أَخَاهُ ۖ قَالَ إِنِّي أَنَا أَخُوكَ فَلَا تَبْتَئِسْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ
دوى چي د يوسف (ع) حضور ته ورغلل، نو هغه خپل ورور ځانته بېل وغوښت او ورته ويې ويل: "زه ستا همغه ورور يم (چي ورك شوى ؤ). اوس ته د هغو چارو اندېښنه مه كوه چي دوى کړيدي."
-
فَلَمَّا جَهَّزَهُم بِجَهَازِهِمْ جَعَلَ السِّقَايَةَ فِي رَحْلِ أَخِيهِ ثُمَّ أَذَّنَ مُؤَذِّنٌ أَيَّتُهَا الْعِيرُ إِنَّكُمْ لَسَارِقُونَ
حضرت يوسف (ع) چي كله د دوى څټي (د سفر اسباب) وتړلې، نو هغه د خپل سكني ورور په څټه کښي خپل جام كېښود. بيا يو آواز كوونكي نارې کړې: "اې كاروانېانو! تاسي غله ياست!"
-
قَالُوا وَأَقْبَلُوا عَلَيْهِم مَّاذَا تَفْقِدُونَ
هغوى راوګرځېدل، پوښتنه یې وکړه: "ستاسي څه شي ورك شول؟!"
-
قَالُوا نَفْقِدُ صُوَاعَ الْمَلِكِ وَلِمَن جَاءَ بِهِ حِمْلُ بَعِيرٍ وَأَنَا بِهِ زَعِيمٌ
د باچا نوكرانو وويل: "زموږ د باچا جام ورك شوی دی!" - (او د هغه خانه سامان وويل): "هر څوك یې چي راوړي، د هغه لپاره د يو اوښ بار مكافات دي، دا به زما په غاړه وي."
-
قَالُوا تَاللَّهِ لَقَدْ عَلِمْتُم مَّا جِئْنَا لِنُفْسِدَ فِي الْأَرْضِ وَمَا كُنَّا سَارِقِينَ
(دغو وړونو) وويل: "په خداى قسم دى، تاسي ښه پوهېږئ چي موږ دغه هيواد ته د فساد كولو لپاره راغلي نه يوو او موږ غله نه يوو."
-
قَالُوا فَمَا جَزَاؤُهُ إِن كُنتُمْ كَاذِبِينَ
(نوکرانو) وويل: "ښه نو، كه ستاسي خبره درواغ ثابته شي، نو د غله څه سزا ده؟"
-
قَالُوا جَزَاؤُهُ مَن وُجِدَ فِي رَحْلِهِ فَهُوَ جَزَاؤُهُ ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِي الظَّالِمِينَ
نو (د یوسف وړونو) وويل: "د هغه سزا، د چا له څټي نه چي څه شى راووت، هغه دي خپله پخپله سزا کښي وساتل شي. زموږ په نزد خو داسي ظالمانو ته د سزا وركولو همدا مقررات دي."
-
فَبَدَأَ بِأَوْعِيَتِهِمْ قَبْلَ وِعَاءِ أَخِيهِ ثُمَّ اسْتَخْرَجَهَا مِن وِعَاءِ أَخِيهِ ۚ كَذَٰلِكَ كِدْنَا لِيُوسُفَ ۖ مَا كَانَ لِيَأْخُذَ أَخَاهُ فِي دِينِ الْمَلِكِ إِلَّا أَن يَشَاءَ اللَّهُ ۚ نَرْفَعُ دَرَجَاتٍ مَّن نَّشَاءُ ۗ وَفَوْقَ كُلِّ ذِي عِلْمٍ عَلِيمٌ
نو يوسف (ع) له خپل سكني ورور څخه مخکي د هغو د څټو په لټولو پيل وکړ. بيا یې د خپل ورور له څټي څخه ورك شوى شى په لاس راوړ. په دې ډول موږ په خپل تدبير سره د يوسف (ع) ملاتړ وکړ. د هغه دا كار نه ؤ چي د باچا په دين (يعني د مصر په باچاهي قانون) کښي یې خپل ورور نيولاى واى، مګر دا چي الله همدغسي وغواړي. زموږ چي چا ته خوښه شي د هغه درجې لوړوو، او د هر علم لرونكى د پاسه یو بل لوی عالم شته.
-
۞ قَالُوا إِن يَسْرِقْ فَقَدْ سَرَقَ أَخٌ لَّهُ مِن قَبْلُ ۚ فَأَسَرَّهَا يُوسُفُ فِي نَفْسِهِ وَلَمْ يُبْدِهَا لَهُمْ ۚ قَالَ أَنتُمْ شَرٌّ مَّكَانًا ۖ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا تَصِفُونَ
(د یوسف وړونو) وويل: "كه دى (بنیامین) غلا وکړي، نو هيڅ د حيرانتيا خبره نه ده. له دېنه مخکي دده ورور يوسف هم غلا کړې وه." يوسف(ع) دا خبره په زړه وزغمله، خو حقيقت یې هغوى ته څرګند نه کړ. صرف (ترشونډو لاندي یې) دومره وويل: "ډېر زيات بد خلك ياست، تاسي چي (پر ما باندي) كوم تور لګوئ، د هغه پر حقيقت باندي خداى ډېر ښه پوهیږي."
-
قَالُوا يَا أَيُّهَا الْعَزِيزُ إِنَّ لَهُ أَبًا شَيْخًا كَبِيرًا فَخُذْ أَحَدَنَا مَكَانَهُ ۖ إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ
هغوى وويل: "اې د اقتدار واكمنه (عزيزه)، دده پلار ډېر زيات سپين ږیری سړی دى. ته دده پر ځاى زموږ څخه كوم يو ونيسه، موږ تا ډېر نېک زړى انسان وينو."
-
قَالَ مَعَاذَ اللَّهِ أَن نَّأْخُذَ إِلَّا مَن وَجَدْنَا مَتَاعَنَا عِندَهُ إِنَّا إِذًا لَّظَالِمُونَ
يوسف(ع) وويل: "خداى (ج) ته پناه وروړم، بل څوك موږ څنګه نيولای شو؟ - كه موږ هغه څوك پرېږدو چي خپل اسباب مو ورسره موندلى دى او بل څوك ونيسو، نو موږ به ظالمان يوو."
-
فَلَمَّا اسْتَيْأَسُوا مِنْهُ خَلَصُوا نَجِيًّا ۖ قَالَ كَبِيرُهُمْ أَلَمْ تَعْلَمُوا أَنَّ أَبَاكُمْ قَدْ أَخَذَ عَلَيْكُم مَّوْثِقًا مِّنَ اللَّهِ وَمِن قَبْلُ مَا فَرَّطتُمْ فِي يُوسُفَ ۖ فَلَنْ أَبْرَحَ الْأَرْضَ حَتَّىٰ يَأْذَنَ لِي أَبِي أَوْ يَحْكُمَ اللَّهُ لِي ۖ وَهُوَ خَيْرُ الْحَاكِمِينَ
كله چي هغوى له يوسف (ع) څخه ناهيلي شول، نو په يوه ګوښه کښي یې پخپلو منځو کښي په مشوره لاس پوري کړ. له هغو څخه چي كوم يو تر ټولو مشر ؤ، وويل: "ايا تاسي نه پوهېږئ چي ستاسي پلار ستاسي څخه د خداى په نوم څه تعهد او ژمنه اخيستې ده؟ - او له دې څخه مخکي چي تاسي د يوسف (ع) په باب كوم زياتي کړيدى، هغه هم تاسي ته معلوم دى. اوس خو به زه له دې ځايه هيڅكله لاړ نه شم، تر څو پوري چي زما پلار ما ته اجازه را نه کړي. او يا الله زما په باب څه فېصله ونه کړي، چي هغه تر ټولو ښه فېصله كوونكى دى."
-
ارْجِعُوا إِلَىٰ أَبِيكُمْ فَقُولُوا يَا أَبَانَا إِنَّ ابْنَكَ سَرَقَ وَمَا شَهِدْنَا إِلَّا بِمَا عَلِمْنَا وَمَا كُنَّا لِلْغَيْبِ حَافِظِينَ
تاسي لاړ شئ، خپل پلار ته وواياست: " پلاره! ستا زوى غلا کړېده. موږ هغه په غلا نه دى ليدلى. څه چي موږ ته معلوم شوي همغه بيا نوو، او د غيبو ساتنه خو موږ نشو کولای.
-
وَاسْأَلِ الْقَرْيَةَ الَّتِي كُنَّا فِيهَا وَالْعِيرَ الَّتِي أَقْبَلْنَا فِيهَا ۖ وَإِنَّا لَصَادِقُونَ
ته د هغه كلي له خلكو څخه پوښتنه وکړه چي موږ په کښي وو. له هغه كاروان څخه پوښتنه وکړه چي موږ ورسره راغلي يوو. موږ پخپله وينا کښي بيخي رښتيني يوو."
-
قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنفُسُكُمْ أَمْرًا ۖ فَصَبْرٌ جَمِيلٌ ۖ عَسَى اللَّهُ أَن يَأْتِيَنِي بِهِمْ جَمِيعًا ۚ إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ
(پلار يې ددې پيښي په باب) وويل: "په اصل کښي ستاسي نفس ستاسي لپاره يوه بله ستره خبره اسانه برېښولې ده. ښه دی، پر دې به هم صبر وکړم او په ښه شان به یې وکړم. دا څه لیري نه ده چي الله هغوى ټول زما سره يو ځاى کړي، هغه په هر څه پوهیږي او د هغه ټول كارونه پر حكمت ولاړ دي.
-
وَتَوَلَّىٰ عَنْهُمْ وَقَالَ يَا أَسَفَىٰ عَلَىٰ يُوسُفَ وَابْيَضَّتْ عَيْنَاهُ مِنَ الْحُزْنِ فَهُوَ كَظِيمٌ
بيا یې له هغو څخه مخ واړوه او ویې ويل چي «هى هى يوسفه!» - هغه په زړه غمونه زغمل او د سترګو تور یې سپين شوي ول.
-
قَالُوا تَاللَّهِ تَفْتَأُ تَذْكُرُ يُوسُفَ حَتَّىٰ تَكُونَ حَرَضًا أَوْ تَكُونَ مِنَ الْهَالِكِينَ
زامنو یې وويل: "د خداى لپاره! ته خو تل همدا يوسف يادوې. ددې وار را رسېدلى چي د هغه په غم کښي خپل ځان ويلي ويلي کړې يا خپل ځان هلاک کړې."
-
قَالَ إِنَّمَا أَشْكُو بَثِّي وَحُزْنِي إِلَى اللَّهِ وَأَعْلَمُ مِنَ اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ
هغه وويل: "زه د خپل خپګان او د خپل غم فرياد له الله څخه پرته بل چا ته نه كوم، او د الله لخوا څخه چي څنګه زه خبر يم تاسي نه ياست؛
-
يَا بَنِيَّ اذْهَبُوا فَتَحَسَّسُوا مِن يُوسُفَ وَأَخِيهِ وَلَا تَيْأَسُوا مِن رَّوْحِ اللَّهِ ۖ إِنَّهُ لَا يَيْأَسُ مِن رَّوْحِ اللَّهِ إِلَّا الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ
زما زامنو، لاړ شئ د يوسف (ع) او د هغه د ورور څه پته ولټوئ. د الله له رحمت څخه ناهيلي مه اوسئ، د هغه له رحمت څخه كافران ناهيلي کیږي."
-
فَلَمَّا دَخَلُوا عَلَيْهِ قَالُوا يَا أَيُّهَا الْعَزِيزُ مَسَّنَا وَأَهْلَنَا الضُّرُّ وَجِئْنَا بِبِضَاعَةٍ مُّزْجَاةٍ فَأَوْفِ لَنَا الْكَيْلَ وَتَصَدَّقْ عَلَيْنَا ۖ إِنَّ اللَّهَ يَجْزِي الْمُتَصَدِّقِينَ
كله چي دا خلك مصر ته لاړل، د يوسف (ع) حضور ته ورغلل، نو یې عرض وکړ: "اې واكمن سرداره! موږ او زموږ كورنۍ په سخت کړاو کښي اخته يوو، او موږ يو څه ناچيزه غوندي پانګه له ځانه سره راوړېده. ته موږ ته پوره غله راکړه او خيرات راباندي وکړه، الله خيرات كوونكو ته مكافات وركوي."
-
قَالَ هَلْ عَلِمْتُم مَّا فَعَلْتُم بِيُوسُفَ وَأَخِيهِ إِذْ أَنتُمْ جَاهِلُونَ
ددې په اورېدو يوسف (ع) نور ځنډ ونه کړ، هغه وويل: "ايا تاسي ته ددې څه معلومات شته چي تاسي له يوسف (ع) او د هغه له ورور سره څه څه کړي ول، كله چي تاسي ناپوهان واست؟"
-
قَالُوا أَإِنَّكَ لَأَنتَ يُوسُفُ ۖ قَالَ أَنَا يُوسُفُ وَهَـٰذَا أَخِي ۖ قَدْ مَنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا ۖ إِنَّهُ مَن يَتَّقِ وَيَصْبِرْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ
هغوى (تكان وخوړ) ویې ويل: "ايا ته يوسف (ع) یې؟" - هغه وويل هو، زه يوسف يم او دا زما ورور دى. الله پر موږ باندي احسان وکړ. حقيقت دا دى، كه څوك له پرهېزګارۍ او صبر څخه كار واخلي، نو د الله په وړاندي د دغسي نېکو خلكو بدله نه ضايع کيږي."
-
قَالُوا تَاللَّهِ لَقَدْ آثَرَكَ اللَّهُ عَلَيْنَا وَإِن كُنَّا لَخَاطِئِينَ
هغوى وويل: "په خداى قسم چي تا ته الله پر موږ فضيلت دربښلى او په رښتيا چي موږ خطا كاران وو."
-
قَالَ لَا تَثْرِيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ ۖ يَغْفِرُ اللَّهُ لَكُمْ ۖ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ
هغه ځواب ورکړ: "نن پر تاسي كومه پړه نشته، الله دي تاسي ته بښنه وکړي، هغه تر ټولو زيات رحم كوونكى دى.
-
اذْهَبُوا بِقَمِيصِي هَـٰذَا فَأَلْقُوهُ عَلَىٰ وَجْهِ أَبِي يَأْتِ بَصِيرًا وَأْتُونِي بِأَهْلِكُمْ أَجْمَعِينَ
ځئ، زما دغه كميس درسره يوسئ او زما د پلار پر مخ باندي یې وغوړوئ، د هغه د سترګو دید به بيرته ورکړه شي. او خپله ټوله كورنۍ ما ته راولئ."
-
وَلَمَّا فَصَلَتِ الْعِيرُ قَالَ أَبُوهُمْ إِنِّي لَأَجِدُ رِيحَ يُوسُفَ ۖ لَوْلَا أَن تُفَنِّدُونِ
كله چي دغه كاروان (له مصر څخه) روان شو، نو د هغو پلار (په كنعان کښي) وويل: "زه د يوسف (ع) خوشبويي محسوسوم، نه چي تاسي دا ووایاست چي زه په زړښت کښي كاواکه شوى يم."
-
قَالُوا تَاللَّهِ إِنَّكَ لَفِي ضَلَالِكَ الْقَدِيمِ
د كور خلكو وويل: "په خداى قسم ته لا تر اوسه پوري په همغه زاړه سودايي توب کښي یې."
-
فَلَمَّا أَن جَاءَ الْبَشِيرُ أَلْقَاهُ عَلَىٰ وَجْهِهِ فَارْتَدَّ بَصِيرًا ۖ قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكُمْ إِنِّي أَعْلَمُ مِنَ اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ
نو كله چي زيرى راوړونكى راغى، هغه د يوسف (ع) كميس د حضرت يعقوب (ع) پر مخ وغوړاوه او په ناڅاپي ډول د هغه د سترګو ديد بيرته راغی. په دې وخت کښي هغه وويل: "ما تاسي ته نه وو ويلي چي زه د الله له لوري په هغه څه پوهېږم چي تاسي ورباندي نه پوهېږئ؟"
-
قَالُوا يَا أَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا إِنَّا كُنَّا خَاطِئِينَ
ټولو وويل: "پلاره، اوس زموږ د ګناهونو د بښل کېدو لپاره دُعا وکړه، په رښتيا چي موږ خطاكاران وو."
-
قَالَ سَوْفَ أَسْتَغْفِرُ لَكُمْ رَبِّي ۖ إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ
هغه وويل: "زه به له خپل رب څخه ستاسي لپاره بښنه وغواړم، هغه ډېر بښونکی او رحم كوونكى دى."
-
فَلَمَّا دَخَلُوا عَلَىٰ يُوسُفَ آوَىٰ إِلَيْهِ أَبَوَيْهِ وَقَالَ ادْخُلُوا مِصْرَ إِن شَاءَ اللَّهُ آمِنِينَ
نو كله چي دوى يوسف (ع) ته ورسېدل، هغه خپل مور او پلار له خپل ځانه سره كښېنول او (خپلي ټولي كورنۍ ته یې) وويل: "ځئ، اوس مصر ته لاړ شئ. كه د الله خوښه وي، نو په امن او بې غمۍ سره به اوسئ."
-
وَرَفَعَ أَبَوَيْهِ عَلَى الْعَرْشِ وَخَرُّوا لَهُ سُجَّدًا ۖ وَقَالَ يَا أَبَتِ هَـٰذَا تَأْوِيلُ رُؤْيَايَ مِن قَبْلُ قَدْ جَعَلَهَا رَبِّي حَقًّا ۖ وَقَدْ أَحْسَنَ بِي إِذْ أَخْرَجَنِي مِنَ السِّجْنِ وَجَاءَ بِكُم مِّنَ الْبَدْوِ مِن بَعْدِ أَن نَّزَغَ الشَّيْطَانُ بَيْنِي وَبَيْنَ إِخْوَتِي ۚ إِنَّ رَبِّي لَطِيفٌ لِّمَا يَشَاءُ ۚ إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ
(ښار ته له ننوتلو وروسته) هغه خپل مور او پلار پاڅول او له ځانه سره یې پر تخت كښېنول او ټول د هغه په وړاندي بې واکه په سجده ټيټ شول. يوسف (ع) وويل: "پلاره! دا زما د هغه خوب تعبير دى، چي ما مخکي ليدلى ؤ، زما رب هغه حقيقت وګرځاوه. د هغه د ښو پېرزوينه ده چي زه يې له زندان څخه را ويستلم، او تاسي یې له بيديا څخه راوستلاست؛ زما سره یې يو ځاى کړاست، وروسته له هغه چي شيطان زما او زما د وروڼو تر منځ فساد اچولى ؤ. واقعيت دا دى چي زما رب په ناليدلو تدبيرونو سره خپله غوښتنه تر سره كوي، بېشكه هغه د علم او حكمت څښتن دى.
-
۞ رَبِّ قَدْ آتَيْتَنِي مِنَ الْمُلْكِ وَعَلَّمْتَنِي مِن تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ ۚ فَاطِرَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ أَنتَ وَلِيِّي فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۖ تَوَفَّنِي مُسْلِمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ
اې زما ربه! تا ما ته حكومت راکړی او ما ته دي د خبرو په بيخ پوهېدل را زده کړي دي. د اسمانونو او ځمکي هستوونكيه! همدا ته زما په دنيا او اخرت کښي سرپرست یې. زما خاتمه پر اسلام باندي وګرځوه او په پاى کښي ما له صالحانو سره يو ځاى کړه."
-
ذَٰلِكَ مِنْ أَنبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ ۖ وَمَا كُنتَ لَدَيْهِمْ إِذْ أَجْمَعُوا أَمْرَهُمْ وَهُمْ يَمْكُرُونَ
اې محمده (صلى الله عليه واله وسلم)! دغه کیسه د غيبو له خبرونو څخه ده چي موږ یې تا ته وحيي كوو، كه نه نو په هغه وخت کښي خو ته ورسره موجود نه وې چي د يوسف (ع) وروڼو پخپلو منځو کښي په اتفاق کولو دسيسه جوړه کړې وه؛
-
وَمَا أَكْثَرُ النَّاسِ وَلَوْ حَرَصْتَ بِمُؤْمِنِينَ
خو ته كه هر څومره وغواړې له دوى څخه زياتره خلك منونكي (ایمان را وړونکي) نه دي.
-
وَمَا تَسْأَلُهُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ ۚ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعَالَمِينَ
په داسي حال کښي چي ته په دې خدمت له دوى څخه كومه اُجوره هم نه غواړې. دا خو يو نصحيت دى چي د ټولو نړيوالو لپاره دى.
-
وَكَأَيِّن مِّنْ آيَةٍ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يَمُرُّونَ عَلَيْهَا وَهُمْ عَنْهَا مُعْرِضُونَ
په اسمانونو او ځمکه کښي څومره نښانې دي چي پر هغو دوى تېريږي او يوه ذره پاملرنه ورته نه كوي.
-
وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُم بِاللَّهِ إِلَّا وَهُم مُّشْرِكُونَ
زياتره له دوى څخه الله نه مني او كه یې مني، خو په دې ډول چي له هغه سره نور شريكوي.
-
أَفَأَمِنُوا أَن تَأْتِيَهُمْ غَاشِيَةٌ مِّنْ عَذَابِ اللَّهِ أَوْ تَأْتِيَهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ
ايا دوى ډاډه دي چي د خداى د عذاب كومه بلا به دوى ونه نيسي، يا به په بې خبرۍ کښي د قيامت ساعت په ناڅاپي ډول ورباندي را نه شي؟
-
قُلْ هَـٰذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ ۚ عَلَىٰ بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي ۖ وَسُبْحَانَ اللَّهِ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ
ته دوى ته په ډاګه ووايه: زما لاره خو دغه ده، زه د الله لوري ته دعوت كوم. زه پخپله په پوره رڼا کښي خپله لاره وينم او زما ملګري هم؛ او الله پاك دى. او له مشركانو سره زما څه اړیکه نشته،
-
وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ إِلَّا رِجَالًا نُّوحِي إِلَيْهِم مِّنْ أَهْلِ الْقُرَىٰ ۗ أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۗ وَلَدَارُ الْآخِرَةِ خَيْرٌ لِّلَّذِينَ اتَّقَوْا ۗ أَفَلَا تَعْقِلُونَ
اې محمده (صلى الله عليه و اله وسلم)! ستا څخه مخکي چي موږ كوم پېغمبران لېږلي ول، هغوى هم ټول انسانان ول، د همدغو سيمو د اوسېدونكو څخه ول او د همغو لوري ته موږ وحيي ليږو. نو ايا دوى په ځمكه کښي ګرزي راګرزي، نه چي د هغو قومونو عاقبت وګوري چي له دوى څخه مخکي تېر شويدي؟ - په باوري ډول د اخرت كور د هغو كسانو لپاره لا زيات غوره دى چي (د پېغمبرانو د وېنا په منلو) يې د پرهېزګارۍ کړنلاره غوره کړه. ايا اوس به هم تاسي نه پوهېږئ؟
-
حَتَّىٰ إِذَا اسْتَيْأَسَ الرُّسُلُ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُوا جَاءَهُمْ نَصْرُنَا فَنُجِّيَ مَن نَّشَاءُ ۖ وَلَا يُرَدُّ بَأْسُنَا عَنِ الْقَوْمِ الْمُجْرِمِينَ
(له پخواينو پېغمبرانو سره هم همدا شويدي چي هغوى ډېر وخت نصحيت وکړ او خلكو وانه ورېدی). ان تر دې پوري چي كله پېغمبران له خلكو څخه ناهيلي شول او خلكو هم دا وانګيرله چي د عذاب په باب هغو ته درواغ ويل شوي ول؛ نو په ناڅاپي ډول پېغمبرانو ته زموږ مرسته ورسېدله. كله چي دغسي وخت راځي، نو زموږ قانون دا دى چي چا ته مو خوښه شي نجات وركوو او پر مجرمانو زموږ د عذاب د راتګ مخه نه شي نيول کېدای.
-
لَقَدْ كَانَ فِي قَصَصِهِمْ عِبْرَةٌ لِّأُولِي الْأَلْبَابِ ۗ مَا كَانَ حَدِيثًا يُفْتَرَىٰ وَلَـٰكِن تَصْدِيقَ الَّذِي بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ كُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ
د مخكينيو خلكو په دغو کیسو کښي د پوهانو لپاره عبرت دى. دا څه چي په قُرآن کښي بيانيږي، دا د ځانه جوړي شوي خبري نه دي؛ بلکي كوم كتابونه چي له دېنه مخکي راوړل شويدي، د هماغو تصديق او د هر شي تفصيل دی او د ايمان راوړونكو لپاره هدايت او رحمت دی.
۱۲. سورت يوسف
يوسف
Yusuf / يوسف · ۱۲ · ۱۱۱ آیتونه
دا پاڼه د سورت يوسف عربي متن، پښتو ژباړه او تفسیر لري.